يهود د خاتم الانبیاء صلياللهعلیهوسلّم له بعثت مخکې:
د اسلام د پیغمبر صلياللهعلیهوسلّم له بعثت وړاندې، یهودیانو تل خلګو ته زیري ورکول چې ژر به یو پیغمبر راشي او د هغه پیروي به وکړي، د هغوی پلرونو او نیکونو د مدینې شاوخوا کې قوي کلاوې جوړې کړې، ترڅو د وروستي پیغمبر د راتګ پر مهال مرسته ورسره وکړي.
د همدې موخې لپاره یهودیانو له شام څخه هجرت وکړ او د مدینې په ګاونډ کې مېشت شول، آن تر دى چې د مدینې مشرکین (أوس او خزرج) يې ګواښل چې “موږ به په خاتم الانبیاء صلياللهعلیهوسلّم ایمان راوړو، د هغه پوځیان به شو او تاسو به تباه کړو.”
قرآن د هغوی په اړه فرمایې:
[مِنْ قَبْلُ يَسْتَفْتِحُونَ عَلَى الَّذِينَ كَفَرُوا]
ژباړه: “مخکې له دې چې به يې کله د مشرکانو سره لفظي شخړه وشوه، ویل به یې چې الله به د آخري پیغمبر په وسیله موږ بریالي کړي.”
په مدینه کې یهودیان په درې لویو قبیلو وېشل شوي وو، چې شاوخوا شپېته مستحکمې کلاوې یې لرلې:
١. بني قینقاع
٢. بني قریظه
٣. بني نضیر
د أوس او خزرج قبیلې، چې د اوږدو جګړو له امله یې خپل ټول ځواک له لاسه ورکړی و، د یهودانو د دسیسو قرباني شوې وې، یهودیان به هغوی جګړو ته هڅول، ځکه چې د هغوی ګټه په جګړو او وینو کې وه.
يهود د خاتم الانبیاء صلياللهعلیهوسلّم له بعثت وروسته:
د ۶۱ میلادي کال د اګسټ په شپږمه د هدایت لمر، د کونينو سردار حضرت محمد مصطفی صلياللهعلیهوسلّم په مکه مکرمه کې د نبوت په ویاړ ونازول شو، د څو کلونو دعوت او لارښوونې وروسته، د الله په امر مدینې ته مهاجر شو.
هلته یې له یهودیانو، أوس او خزرج سره د ګډې سولې او همکارۍ تړون وکړ، سره له دې چې یهودیانو د هغه رسالت نه و منلی. د تړون لنډیز داسې و:
١:- یهودیان به په خپلو مذهبي چارو کې آزاد وي او هېڅ څوک د مداخلې حق نه لري.
٢:- مسلمانان او یهودیان به ښې اړیکې لري.
٣:- که پر یهودیانو یا مسلمانانو برید وشي، دواړه به یو بل سره مرسته کوي.
٤:- د مدینې دفاع به د دواړو ګډ مسؤلیت وي.
٥:- هېڅ اړخ حق نه لري خپل د قبيلې خلکو ته امان ورکړي.
٦:- که یو اړخ له دښمن سره سوله وکړه، بل اړخ به پر خپل تړون وفادار وي.
٧:- د اسیرانو او وینو بدل به د پخوانۍ طریقې سره سم پاتې وي.
خو یهودیانو دې تړون ته ژمنتیا ونه ښودله، نه یوازې یې د رسول الله صلياللهعلیهوسلّم مرسته ونه کړه، بلکې په پرلهپسې توګه یې د هغه پر ضد دسیسې جوړولې، [فَلَمَّا جَاءَهُمْ مَا عَرَفُوا كَفَرُوا بِهِ فَلَعْنَةُ الله عَلَى الكافرين]
ژباړه: “کله چې هغوی ته هغه څه راغلل چې (په تورات کې یې) پېژندلي و، پرې کافران شول، د الله لعنت دې په کافرانو وي.”
او ډېر وخت نه و تېر شوی چې د یهودانو طبیعت او خوی په پیمان ماتولو، د حدودو څخه تېری کولو، د رسول الله صلياللهعلیهوسلّم او د هغه د اصحابو پر وړاندې دسیسې جوړولو، او د مشرکانو سره په جګړه کې یوځای کېدو کې ښکاره شو.
کله چې د یهودو بني قریظه قبیله له مشرکانو سره یوځای شوه او په مدینه یې حمله وکړه او تړون یې مات کړ، د دواړو اړخونو تر منځ د شخړې مخنیوی ناشونی شو. دا شخړه د بني قینقاع د تبعید، د بني نضیر د شړلو، د بني قریظه د جنګیالو د غاړو پرې کولو او د خیبر له یهودو سره د جګړې سبب شوه.
په دې توګه مسلمانان د یهودانو له شره خلاص شول، قرآن د دوی د دښمنۍ په اړه فرمایې:
[لَتَجِدَنَّ أَشَدَّ النَّاسِ عَدَاوَةً لِلَّذِينَ آمَنُوا الْيَهُودَ وَالَّذِينَ أَشْرَكُوا]
ژباړه: “بېشکه چې ته به د مؤمنانو لپاره د خلکو تر ټولو سخت دښمن یهودیان او مشرکان پیدا کړې.”
قرآن مسلمانانو ته خطاب کوي: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ]
ژباړه: “ای مؤمنانو! یهود او نصارا خپل دوستان مه جوړوئ، که څوک هغوی سره دوستي وکړي، نو هغه به د هغوی له ډلې وي.”
له همدې امله رسول الله صلياللهعلیهوسلّم امر وکړ:
“اخرجوا اليهود والنصارى من جزيرة العرب.”
ژباړه: “یهوديان او مسیحیان د جزیره العرب څخه وباسئ، ځکه هغوی به ښه پایله ونه لري.”