اوومه برخه
محب الرحمن مخلص
د خَليفه واجبات:
دا بحث د کويټ له فقه موسوعي څخه اخيستل شوی(الموسوعة الکويتية: جلد۶).
واجبات أولي الأمر: يجب عليهم التصرف بما فيه المصلحة العامة للمسلمين، کل في مجاله وبحسب سلطته.
وفي ذلك القاعدة الرشرعية: (التصرف علی الرعية منوط بالمصلحة وبالتفصيل) ما يلی.
ژباړه: د آميرانو ذِمه واريانې: پر آميرانو د خپل توان او د پاچاهي په اندازه هغه څه واجب دي، چې د عامو خلکو پکې خير وي.
په دې اړه دا شرعي قاعده راغلې: (د رعيت په کارونو کې تصرف تر مصلحت پورې تړلی دی) چې تفصيل يې په لاندې ډول دی.
مصلحت هر هغه کار ته ويل کيږي؛ چې د اُمة مُسلمة په کې خير وي.
5- پنځم واجب:
(تَحْصِينُ الثغَوْرِ بِالْعُدَّةِ الْمَانِعَةِ وَالْقُوَّةِ الدَّافِعَةِ، حَتَّى لَا يَظْفَرَ الأَعْدَاءُ بِثغْرَة يَنْتَهِكُوْنَ بِهَا محْرَمًا، وَيَسْفِكُونَ فِيهَا دَمًا لِمُسْلِمٍ أَوْ معاهد).
ژباړه: په پوره اسبابو او لښکرو د پولو ساتل تر څو دُښمن په کومه پوله تیری ونه كړي، چې هلته د چا عزت لوټ کړي، او يا د مُسلمان او يا هغه کس چې مسلمانانو، ورته امن وركړى وي، وينه توى کړي.
6- شپږم واجب:
جِهَاد مَنْ عَانَدَ الإِسْلمَ بَعْدَ الدَّعْوَةِ حَتَّى يُسْلِمَ، أَوْ يَدْخُل في الذمة.
ژباړه: له هغه کس سره جهاد کول، کوم چې له بلنې وروسته له اِسلام سره دُښمني کوي، تر څو يا مسلمان شي او يا جزيه(ټِکس) وركړي.
7- اووم واجب:
(قِتَالُ أَهْلِ الْبَغْيِ وَالْمُحَارِبِينَ وَقُطَاعِ الطَّرِيقِ، وَتَوْقِيعُ الْمُعَاهَدَاتِ وَعُقُودِ الذمَّةِ وَالْهُدْنَةِ وَالْجِزْيَةِ.)
ژباړه: له باغيانو، جگړه مارانو لاره وهونكو سره جنګېدل، او د تړونونو، امن وركولو، روغو او جزیو په لیکونو لاسلیک کول.
تفصیل: د اِسلامي خاورې په کچه تړونونه معاهدې او کارونه به د پاچا تر نظارت لاندې وي، او که مصلحت په کې وو، لاسليک کوي به يې.
8- اتم واجب:
(تَعْيِينُ الْوُزَرَاءِ، وَوِلايتُهُمْ عَامَّةً في الأَعْمَال الْعَامَّةِ لأَنَّهُمْ يُسْتَنَابُونَ فِي جَمِيعِ الأُمُوْرِ مِنْ غَيْرِ تَخْصِيصِ.)
ژباړه: وزیران ټاکل، د وزیر واک په ټولو كارونو كې عام وي؛ ځکه چې وزير په ټولو چارو کې د پاچا نیابت کوي.
تفصیل: مطلب دا ده؛ چې د وزیر کار تر کوم ولايت يا خاصې علاقې پورې به محدود نه وي، بلکه د خلافت په کچه عام وي، يا هغه وزير يادوي، چې پاچا په ټولو چارو کې خپل مرستيال ټاکلی وي.
٩-نهم واجب:
تَعْيينُ الأَمَرَاءِ الْمُحَافِظِينَ للأقاليم ولايتهم عامة في اعمال خاصة، لان النظر فيما خصوا به من الاعمال عام في جميع الأمور.
ژباړه: والیان ټاکل د خاصو مناطقو (ساتونكي)، د هغو واک په خاصو چارو كې عام وي، ځکه د هغو تدبير د يوې علاقې تر ټولو کارونو پورې خاص شوی وي.
تفصیل: مطلب د واليانو تصرف به يواځې، په هغه خاصه ټاکل شوې علاقه کې په ټولو کارونو کې عام وي، ټولې خاورې ته به يې واک نه وي غزيدلى.
10- لسم واجب:
(تَعْيِينُ الْقُضَاةِ وَأُمَرَاءِ الْحَجّ، وَرُؤَسَاءِ الْجَيْشِ، وَوِلايَتْهُمْ خَاصَّةٌ في الاعمال العامة، لان کل واحد منهم مَقْصُورٌ عَلَى نَظَرٍ خَاصٌ فِي جَمِيعِ الأَعْمَالِ، وَكَذَا تَعْيِينُ الأَئِمَّةِ لِلصَّلَوَاتِ الْخَمْسِ وَالْجُمُعَةِ، وَلِكُلِّ وَاحِدٍ مِنْ هَؤُلَاءِ شُرُوطٌ تَنْعَقِدُ بِهَا ولايته.)
ژباړه: قاضيان مقررول، د حج اميران او د لَښكرو مشران ټاکل، د دوی واک په همدغو معلومو كارونو کې عام او د ټولې خاورې په کچه وي؛ ځکه چې مشري یې د معلوم کار په هكله د ټول خلافت په کچه وي، همداراز د پنځو لمونځونو او د جمعې د ورځې د لمانځه لپاره اِمامان ټاكل او دا هر يو خپل خپل شرطونه لري، چې د هغو له مخې به يې واک او ټاکنه کيږي.
11- يوولسم واجب:
تَقْدِيرُ الْعَطَاءِ وَمَا يُسْتَحَقُ مِنْ بَيْتِ الْمَالِ (الْمِيزَانِيَّةُ الْعَامَّةُ) مِنْ غَيْرِ سَرَفٍ وَلَا تَقْصِيرٍ فِيْهِ.
ژباړه: تنخوا ګانې او له بيت المال څخه د خلكو حَقونه له کمي او زيادت پرته اندازه کول او معلومول.
(نوټ)
که د شرعي اړخونو نه د خوارجو اوسني خِلافت ته وکتل شي، پوره نيمګړی خِلافت(جعلي خِلافت) دی، نه د خِلافت او خليفه شرطونه په کې شته، نه د خليفه واجبات په کې شته، نه حاکميت او سلطه لري، د دې نيمګړتياوو سره سره، موخه يې د مسلمانانو تضعیف او فرقې فرقې کول دي.
که نور نه وي، په افغانستان کې د اِسلامي امارت پر وړاندې او په عربي هېوادونو کې د خِلافت د دعوه دارانو (خوارجو داعشیانو) کړنلارې مطالعه کړئ، ترڅو دې حقيقت ته ورسېږئ، چې د دوی د خِلافت موخه څه او حکم يې څه دی؟
د خليفه کيدو لپاره نور واجبات راتلونکې برخه کې. اِن شاء اللّٰه.