عابد احمدزی
صليبيانو د عثماني خلافت د را پرځولو په لاره کې بې شمېره هڅې وکړې او له هغوی سره یې زیات جنګونه وکړل.
د تاریخ لیکونکو په وینا، چې د دواړو لوریو ترمنځ پیښ شوي تاریخي جنګونه په دې ډول دي: «بیلکان جنګ، بافیوس، ماریستا، اهتمان، سافرابیلکه، اوفین، قوصوة، انقرة، نیوقوبولس، قصة ثانیة، فارنا، اوتلق، المیاه الابیض/سپني اوبه، حقل الخبر، الوادی الابیض، مودون، زونکیو، مرج دابق، جالدیرن، موهانش، فومنتیرا، الریدانیة، بروزه، مسوخویستا، الجزائر، جربه، بونزا، لیبانت، شماخة، سیساک، المشاعل، کمزرت، وادی اللبن، فینیا، تستسورا، زانطة، سلنګمان، الرغا، بروت، امبابة، ابو قیر، نافارین، آتوس او الیونانیة» خو په دې یوه جګړه کې هم کفارو ته کوم بری حاصل نه شو، په دې ټولو جګړو کې یې ورته درنې او تاریخي ماتې ورکړې.
عثماني دولت په ډیرې چټکۍ سره زیات هیوادونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل او د همدې فتحو له امله ور څخه ټوله کفري نړۍ په لړزان وه؛ لاندې ټول هیوادونه د عثمانیانو په ولکه کې وو: «کویټ، فلسطین، کینیا، اوکراین، الجزائر تونس مالي، سوئیس، ګریس، مراکش، موریتانیا، اسلوني، هنګري، سوریه، عراق، سومالیا، لبنان، یمن، جورجیا، بلاروس، ارمنستان،عمان، قطر، اسرائیل، عربستان، سودان، بلغاریا، سریبیا، بوسنیا، مونتینیګرو، کرواسیا، مقدونیا، کوسوو، لیبیا، رومانیا، مالدیف، مصر، البانیا او اردن» په اوس وخت کې له دې هیوادونو د نورو جوړو شویو واکمنیو شمېر نور هم زیات شوی دی.
يعنې که د نړۍ نقشه وکتل شي، د عرب سمندر څخه بیا تر جنوبي افریقا او د جنوبي افریقا نه تر بیسکای خلیج او مجمع الجزایر او بیا له دې څخه تر تورې بحیرې پورې او په منځ کې سپینه بحیره مدیتراني بحیرې تر سمندرونو پورې او په شمال کې د روس سرحد اوکراین او د ارزف سمندر پورې دا ټولې هغه سیمې وې، چي دعثماني دولت لخوا اداره کیدلې.
کله چې یهودیان وپوهیدل چې نور مونږ له عثمانیانو سره زور نه شو وهلای او نه هم ور سره د جګړې توان لرو، نو یې د عثمانیانو په منځ کې داسې خلک وروزل ترڅو هغوی خپل منځي اختلاف جوړ کړي او عثماني دولت دړې وړې کړي.
دا چې یهودیانو ته هم معلومات شوي وو، چې خوارجو په هره زمانه کې د مسلمانانو پښې وهلې او همېش یې له مسلمانانو سره د اسلام په جامه کې سختې دښمنۍ کړې دي، نو د همدې لپاره یې د دې سترې واکمنۍ د لمنځه وړلو لپاره خوارج انتخاب کړل.
خوارجو په سیستماتیکه توګه، د مسلمانانو په منځ کې زیات اختلافات پیدا کړل او نور یهودیانو ته دا معلومه شوه چې مسلمانان د کمزوري کیدلو په حالت کې دي؛ نو ځکه خو د محمد الخامس له وفات وروسته د بریتانیا فرانسې او ایټالیې ځواکونه بحري ځواک او وروسته ورسره امریکایي ځواکونه د استاني ښار څنډو ته را ورسیدل او په توره بحیره کې یې بحري کشتۍ ودرولې او ترکیه یې پخپل منځ کې د اشغال لپاره اول تقسیم او بیایې پرې بریدونه پیل کړل.
فرانسوي ځواکونو ته مرسین او أضنة ورسیدل، ایټالويانو ته انطاکیة او کوشا ورسیدل او یونانیانو په غربي برخو اناضول باندې حملې شروع کړې او د مصطفی کمال اتاترک په مشرۍ يې په ترکیه کې جنګونه پیل کړل، چې بالاخره یې د ترکیې جمهوري حکومت اعلان کړ.
په 1927 میلادي کال یې عثماني خلافت ختم او د اتاترک په مشري دیموکراتیک دولت رسماً اعلان شو.
له دې بریدونو سره هم مهاله د عثماني خلافت په خلاف په ۱۹۱۶ میلادي کال کې د (عربو پسرلي) تر نامه لاندې د عربو پاڅون پیل شو، چې مشري یې د حسین په نامه یوه کس کوله او د عثماني دولت عسکر یې له حجاز څخه وشړل. د عربو پاڅون کونکو د فیصل او عبدالله په مشري شمال طرف ته لښکرې وخوځولې، تر څو په سوریه کې د بریتانوي لښکرو سره یو ځای شي او عثمانيان له شام څخه هم وشړي.
پای: خوارجو هميش د مسلمانانو په پرځولو کې د کفري نړۍ سره لاس یو کړی او همیش په دې هڅه کې دي، چې د مسلمانانو بیخ کندي وکړي او مسلمانان د دنیا له کُرې څخه څنډې ته کړي؛ مګر اوس د دوی دا پلانونه د خنثا کیدو لوري ته روان دي او ان شاء الله ډېر ژر به د اسلام د سپیڅلو لښکرو له خوا نیست و نابود شي