لیکوال: خاکسار پکتیاوال
لسمه برخه
څنګه چې مونږ په تیره برخه کې د دوی/خوارجو یو مشترک صفت ذکر کړی وو، چې هغه په مسجدونو کې په مسلمانانو بریدونه کول وو او د عامو مسلمانانو شهیدانول وو او تر دې ځایه مو خبر رسولې وه چې د حضرت علي رضی الله تعالی عنه شهادت د یوه خارجي له لاسه وشو، نو نن به د حضرت معاویة او عمرو بن العاص رضی الله تعالی عنهما قیصه ذکر کړو.
دوهم خارجي برک بن عبدالله هم تر شامه ورسید او هلته حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه امامت کاوه، نو دی/خارجي ورته په کمین کې کیناست، هر کله چې حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه د ده خواته راورسیده نو د ده/خارجي په کمین باندې پوه شو او ترې منډه یې کړه، خارجي ورپسې شو او یو ټینګ ګوزار یې پرې وکړ او حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه یې ټپي کړ، خارجي هم ونیول شو، مګر دا چې حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه ټپي وو، نو یې طبیب راوغوښت، هغه هم ورته دوه لارې وښودې، یوه دا چې وسپنه به ګرمه کړم او په ټپ باندې به یې درته کیږدم، نو د زهرو اثر به ورک شي او دوهم دا چې زه به یوه نسخه درته ولیکم، چې الله تعالی به دې د دې نسخې سره جوړ کړي، مګر نور به ستا اولاد نه کیږي. حضرت معاویة رضی الله تعالی عنه هم ورته د نسخې جوړولو وویل او د اولاد له کولو/پیدا کیدلو څخه تیر شو او داسې یې وویل، الحمدالله زما دوه اولادونه شته نو په هغه به صبر وکړم.
دریم خارجي/عمر بن بکر هم مصر ته روان شو، تر څو د ګران نبي علیه السلام صحابي/عمرو بن العاص ته ځان ورسوي. نو کله چې هلته ورسید په مسجد کې یې ورته کمین ونیو او غوښتل یې چې عمرو جمعې ته مخته شي، مګر د تقدیر فیصله وه، په دې شپه د هغه رضی الله تعالی عنه په خیټه درد وو، نو جمعې ته خارجة بن ابي حبیبة مخې ته شو، نو په دې وخت کې خارجي په ده باندې ګوزار وکړ او ځای په ځای يې شهید کړ. خارجي هم ونیول شو او دارالامارة ته راوړل شو، هلته عمرو بن العاص ته خلکو په امیرالمؤمنین ویل، نو ده له خلکو څخه پوښتنه وکړه چې دا کس څوک ده چې خلک ورته امیرالمؤمنین وایي، خلکو ورته وویل چې دا عمرو بن العاص ده، خارجي بدبخته دومره سخت زړی وو، چې حضرت عمرو بن العاص ته یې داسې الفاظ وکارول: اې فاسقه نعوذ بالله ما خو دا ګمان کړی وو، چې ته مې ووژلې، مګر را نه بچ شوې. عمرو جواب ورکړ، چې تا زما د قتل اراده کړې وه، مګر الله تعالی د ابن حبیبة د قتل اراده کړې وه. په اوسنیو خوارجو کې هم هوبهو د دوی اوصاف موجود دي او همداسې کارونه تر سره کوي، همیش یې د مسلمانانو د وژلو لپاره پلانونه جوړ کړي او جوړوي یې، لکه څنګه چې یې په سوریه عراق او شام کې د مسلمانانو په وینو لاسونه سره کړل، همداسې زمونږ په هیواد کې هم د مسلمانانو قتل کولو ته د سپیو په شان تګي وي، دوی/خوارج کافران پریږدي مګر د مسلمانانو فتل کولو ته ټټر وهي. دوی/خوارج همیش د کافرانو د لاس آله جوړه شوې وي او د کافرانو د هدفونو پوره کولو لپاره کارونه تر سره کوي، کفار هیڅ کله هم تر خپل هدف پورې نه رسیږي، مګر خوارج ورته د لاس آله شي او کفار خپل هدف ته نږدې کړي. مګر د دوی دا کارونه او هدفونه به هیڅ کله هم تر سره نه شي او دوی به دا ارمانونه له خپل ځان سره د خپلو پلرونو خواته یوسي، مونږ به دوی همیش د سپیو په مرګ وژنو او دوی ته به د سر پورته کولو موقع هم نه ورکوو. هوکې دوی زمونږ عالمان شهیدانوي مګر دوی دې دا سوچ هم نه کوي چې د علماوو په ختمولو سره به اسلام هم ختم کړي، نه هیڅ کله نه، اسلام دومره بچي د خپل ځان لپاره روزلي، چې تر قیامته به یې نه څوک ختم کړي او نه به یې هم کمزوري کړي