حضرت علی رضي الله عنه په لومړي سر کې خوارجو ته د دوی د اصلاح او تقنيع په منظور کسان ور ولیږل، خو حرقوص بن زهير او زرعه بن برج د خوارجو لخوا راغلل او علي رضي الله عنه ته يې وویل، چې حكم او فيصله يواځې د الله تعالیٰ د منلو وړ دي، الله ته توبه وباسه او موږ خپل دښمن طرف ته وروليږه، چې له هغوی سره وجنګیږو او کنه په الله قسم موږ به ستا سره تر هغه وجنګيږو، چې تر څو یا ته اصلاح نه شې او یا موږ کامیابي او د الله رضوان ته ونه رسيږو، يعنې شهيدان شو د دوی په ګمان )
عبدالله بن سخبره السلمي خارجي خپلو ملګرو ته ډير فصيح بليغ بيان وکړو او په يوه برخه کې يې وويل: د دوی مخونه او څټونه او تندي په تورو ووهئ، تر هغې چې دوى د الله اطاعت وکړي، که تاسې کامیاب شئ، نو د الله دین به په ځمکه قایم کړئ او که شهیدان شوئ نو د الله له رضا او جنت ته له تک څخه کوم شی لوړ دی؟ (البداية والنهاية ج ۷ ص ۴۸۲)
خوارجو ته حضرت علي رضي الله عنه عبد الله بن عباس ور وليږل، خو حرقوص بن زهير د اوسنيو لمسیانو په څیر خپلو کسانو ته وویل : تاسې دا سړی پیژنئ؟ دا هغه سړی دی، چې دده او دده د قوم په اړه الله تعالىٰ فرمايي: بل هم قوم خصمون. بلكې دوی یو جکړه مار قوم دی) وروسته يې علي رضي الله عنه ته ځواب ولیږل، چې که ته الله ته توبه وباسې او پخپل کفر اعتراف وکړې او ووايې: چې زه د الله له دین څخه مرتد شوی وم، نو موږ به بیا ستا سره د جنگ په آړه مشوره وکړو، یعنی جنگ به نه درسره کوو. (تاریخ الطبري بتصرف ج ۵ ص ۷۴ ، البداية والنهاية ج ۷ ص ۴۸۳)
خوارجو خپلو ټولو همفکرانو ته خبر ور ولیږل، چې ټول باید د نهروان ځمکې ته هجرت وکړي، تر خو د دوى قوت يو ځای شي. په نهروان کې خوارجو د رسوال الله – صحابي عبد الله بن خباب بن الأرت چې هلته اوسيده ونیول او ورته يې وویل چې ته د ﷲ تعالیٰ له دين څخه په دې وجه مرتد شوی يې چې د علي په تحکیم رضاء یې، هغه یې په چاړه ذبح کړ، د سیرت علماء وايي: فهم اول من سن الذبح بالسكين في القتل. دوى لومړۍ ډله وه چې د ذبح رواج يي جاري كړ، خوارج د ده ښځې ته راغلل هغه یې هم ذبح کړه او هغه حامله وه د هغې خيته يې څيرې کړه او هغه جنين (ماشوم) يې هم ذبح كړ. (البداية والنهاية بتصرف ج ۷ ص ۴۸۵
علي رضي الله عنه د دوی سره د جنګ کولو فیصله وکړه، خو له هغې وراندي يې د اتمام د حجت په خاطر دوی ته خبر وليږل، چې که تاسې موږ ته زموږ د شهیدانو قاتلین وسپارئ، موږ به له تاسې څخه واپس شو، خو هغوی په ځواب کې وویل : موږ د هغوی او ستا وينې حلالې بولو، نو د دوی په قتل کې موږ ټول شریک یو، حرقوص بن زهير خپلو ملګرو ته غږ کړ د دوی سره خبرې مه کوئ او د الله تعالیٰ سره ملاقات ته ځان تیار کړئ، د جنت په خوا منډې ووهئ او د هغه چا گردنونه ووهئ، چې د الله دين يې بدل كړى دى. (البداية والنهاية بتصرف ج ۷ ص ۴۸۷)
حضرت ابو ايوب الانصاري رضي الله عنه هم په دې جنګ کې شریک ؤ. د امان بیرغ د ده په لاس کې و، يو خارجي يې په نيزه اوهلو هغه چیغه کړه هغه جنت ته چې پلنوالی يې د اسمانونو او ځمکو برابر دی، ابو ایوب رضي الله عنه ورته وفرمايل: دروغ وايې د الله دښمنه! بلکې هغه جهنم خوا ته چي ستاسې لپاره تیار شوی دی.
دخوارجو شوكت مات شو ډير يي ووژل شول څه يې توبه ګار شول او څه پخپله پلیته عقیده مغلوب په نورو ښارونو کې تقسيم شول. حافظ ابن كثير او امام ابن جرير الطبري ليكي: چې عبد الرحمن بن ملجم چې ښایسته سپين رنگ او تر غوږونو څڼې او په تندي يې د سجدې نشان او برک بن عبد الله التميمي او عمرو بن بكر التميمي چې درې واړه په تقوی او ډير عبادت مشهور وو پخپل مینځ کې مشوره وکړه، چې باید مسلمان د حضرت علي، حضرت معاویه، حضرت عمرو بن العاص رضي الله عنهم له شره خلاص او د خپلو شهیدانو انتقام ترې واخلو.
عبد الرحمن بن ملجم وویل: چې زه به د حضرت علي رضي الله عنه کار درته خلاص کړم، برک بن عبدالله وویل چې زما په غاړه معاویه رضي الله عنه شو. عمرو بن بكر التميمي وويل چې زما په غاړه عمرو بن العاص رضي الله عنه شو موافقه وشوه چې هر يو به د رمضان په ۱۷ په خپل هدف بريد كوي.
عبد الرحمن بن ملجم کوفې ته راغی او د کوفې په جامع جومات کې يې د عبادت په پلمه واړول او خپل راز یې هیچاته څرګند نه کړ. په کلي کې يوه ښخه د قطام بن الشحنة په نوم چې ډيره ښايسته وه: عبد الرحمن بن ملجم وليده، خپل هدف ترې هير شو او د هغې په عشق کې ډوب شو، هغې ته یې د نکاح پيغام ور وليږل، خو هغې پرې شرط کړه چې حضرت علي رضي الله عنه يې ورور او پلار وژلي دي، نو که حضرت علي رضي الله عنه ووژني نكاح به ورسره وکړي، چې ابن ملجم ورته خپل حال ووايه او ډاډ یې ورکړ، چې د همدې هدف لپاره یې ډيرې ستړياوې ګاللې دي.
ابن ملجم دا راز له يوه بل کس سره چې د شبيب بن نجدة الحروري الاشجعي په نوم و شریک کړ او ورته يې وویل: آيا غواړي چې د دنیا او اخرت شرف درته حاصل شي؟ د علي رضي الله عنه وژل شبيب ورته وویل څنګه به ته په هغه قادر شې؟ ابن ملجم ورته وویل چې زه د جومات په يو کونج کې ورته پټېږم که پرې قادر شوم نو د دنیا او آخرت کاميابي به تر لاسه کړم، که شهید شوم نو هغه څه چې د الله تعالىٰ سره دي غوره دي د دنيا څخه، خو شبيب ورته وويل چې حضرت علي خو په اسلام کې سابقه لري او د رسول الله قريب دى نو زما سينه خو د ده وژلو ته نه خلاصيږي خو چون ابن ملجم چالاک و او شبيب یې په مزخرفو دلايلو وغولاوه او له ځان سره یې شریک کړ.
ابن ملجم په حضرت علي رضي الله عنه حمله وکړه او هغه رضي الله عنه سخت ټپي شو، شبيب په عين حال کې د يو کس لخوا ووژل شو او ابن ملجم ژوندی ونیول شو. ابن ملجم د حضرت علي رضي الله عنه (په وړاندې ودرول شو هغه پوښتنه ترې وکړه چې ولې اې د الله دښمنه! ستا سره ما احسان نه ؤ کړی؟ ابن ملجم وويل چې څلويښت ورځې م،. الله تعالىٰ ته زارۍ کولې چې زما په دې توره هغه کس ووژنې، ږ چې تاته ډير ناخوښ وي حضرت علي ورته وویل چې ستا دا دعا قبوله شوې او ته به پخپله په دې توره وژل کيږې. قاتله الله البداية والنهاية بتصرف ج ۷ ص ۵۴۳ تاريخ الطبري بتصرف ج ۵ ص (۱۴۳)
د خوارجو له پورته تفصیل څخه هدف دا و، چې معلومه شي د اوسنيو خوارجو او د دوی د نيکونو تر مینځ څومره کامل تشابه وجود لري، هغوى حضرت علي كرم الله وجهه په وژلو چې د لوړو مناقبو او فضایلو خاوند و الله ته نزدیکت غوښتل، اوسني خوارج هم د هغو مجاهدينو په وژلو ﷲ تعالیٰ ته تقرب طلب كوي، چې صليبيانو يې د وژلو لپاره په مليونونه ډالر ولګول، هلته هم دوی صحابه مرتد بلل حضرت علي رضي الله عنه یې مرتد باله، اوسني خام فكره خوارج هم د دوی سوا ټول امت کافر بولي، چې په وروسته لیکنو کې به په مستند ډول دا موږ ثابته کړو ان شاءالله.