څو ورځي وړاندې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د مخکښو علماء کرامو یوه لویه غونډه جوړه شوه، چې د هېواد له ګوټ ګوټ څخه پکې زرګونه علماء کرامو ګډون کړی وو، د غونډې بنسټیزه موخه دا وه چې علماء کرام د دین او شریعت په رڼا کې د افغانستان د ستونزو لپاره د حل لارو وړاندیزونه وکړي، پر همدې اساس، علماء کرامو له تفصیلي غور او فکر او اوږدې ګډې مشورې وروسته، د «علماوو پریکړه لیک» تر عنوان لاندې دوه پاڼې لیکنه خپره کړه، د دې اعلامیې له یوه یوه ټکي او له هرې جملې، له یوې خوا د شریعت روح څرګندېده او له بلې خوا، پکې په بشپړ ډول په ازاده او خپلواکه توګه د علماوو لخوا حکومت ته وړاندیزونه شوي وو؛ چې له دې څخه په خپله د علماء کرامو د وقار او لوړ مقام څرک لګېده.
پر دې پرتمیني، په اسلامي ورورولۍ ولاړې او له هر ډول سیاسي فشار او چاپلوسۍ څخه لرې غونډې باندې، د کراچۍ د یوې مشهورې سیاسي، بلکې پوځي ادارې (خو د مذهبي نسبت دعوه کوونکې) مشر تبصره وکړه، د دې تبصرې لپاره په ځانګړي ډول څو کسان کښېنول شوي وو، چې په هغوی یې خپل له لورې ورکړل شوي سوالونه وویل او بیا یې د پلان سره سم ځوابونه ورکړل، په دې ناسته کې د یادې ادارې مشر جناب عبدالرحیم صاحب، د نورو ډېرو بې مانا خبرو ترڅنګ، یوه ډېره ځورونکې او پېغور ډوله خبره وکړه، البته دا چې د خبرې اغېز پر چا ډیر وو، دا به وروسته روښانه شي.
د دې اعلامیې په اړه چې خپره شوې وه، هغه وویل: چې دا هېڅ کومه ګټه نه لري او زیاته یې کړه، چې د زرګونو عالمانو راټولول کوم ګران کار دی؟ د افغانستان په هر دولتي ارګان کې خو عالمان کار کوي، نو د هغوی راټولېدل کومه لویه خبره نه ده.
راځئ پر دې خبرې تم شو او تحلیل یې کړو، که واقعاً د عبدالرحیم صاحب په وینا د افغانستان په هرې ادارې او وزارت کې علماء کرام کار کوي او پر دولتي څوکیو ناست دي، نو بیا خو دا خلک یقیناً د شریعت له هر حکم څخه خبر دي او وخت پر وخت د دین ټولو باریکیو ته پام کوي، او د پرېکړو پر مهال د اسماني هدایت او قرآني او نبوي احکامو پابندي هم په پام کې نیسي، نو بیا پر هغوی د عبدالرحیم صاحب لخوا ملنډې وهل او هغوی ټولو ته د اسرائیلي ایجنټانو خطاب کول، یا د هغوی پر پرېکړې تندی تروشول، د کوم دین او مذهب لارښوونه ده؟
په خپله عبدالرحیم صاحب د دین او شریعت پر اهمیت ډېرې خبرې کوي، نورو ته له بدګمانۍ، درواغو او تهمت څخه د بېزارۍ تلقین کوي، نو بیا ولې په خپله له تهمت او بهتان څخه مخ نه اړوي؟ ولې په یوه قلمي برید د زرګونو علماء کرامو پرېکړه بې ګټې او بې مانا بولي؟ سره له دې چې په خپله د پاکستان حکومت په دولتي کچه دا یو مثبت ګام بللی او د پاکستان نورو سیاسي او مذهبي شخصیتونو هم دا کار ستایلی.
حالاتو ته په کتو، داسې ښکاري چې جناب عبدالرحیم صاحب دا هر څه، له پاچا څخه د پاچا د ډېر وفادار ثابتېدو لپاره کوي، که څه هم هغه له پیله د پاکستان او افغانستان د جګړې اراده کړې وه، خو اوس چې په دې جګړه کې پاکستان ته لوی زیان او ماتې ور په برخه شوه، سوداګریز بازارونه یې ساړه شول، کسان یې له لاسه ورکړه او جګړه نه؛ بلکې له یوه ټولنیز ناورین سره مخ شو، نو مقتدرې پوځي ادارې هم له عبدالرحیم صاحب غوندې خلکو زړه بد کړ، کله چې نوموړي په خپله دا احساس کړه، نو اوس یې د خپلې غوښتنې سره سم ادارو ته د حالاتو ترېنګواله ښودل پیل کړه، ترڅو په هر ډول چې وي، د هغوی په سترګو کې ځان وویني.
د دې خبرې ثبوت دا دی چې په کومه ورځ په افغانستان کې زرګونه علماء کرام په یوې ازادې او خپلواکې فضا کې راټول شوي وو، په همغه ورځ په پاکستان کې هم د علماء او مشایخو په نوم یو کنفرانس وو، چې پکې د پوځ مشر جنرال عاصم منیر، لومړي وزیر شهباز شریف او نورو حکومتي او پوځي چارواکو ترڅنګ د عالمانو په نوم ګڼو کسانو ګډون کړی وو، په دې کنفرانس کې عبدالرحیم صاحب هم ناست و او هلته یې د خبرو کولو غوښتنه کړې وه او اجازه ورکړل شوه، کله چې نوموړي خبرې پیل کړې او د پوځي مشر په اړه یې لا یوازې یو څو توصیفي خبرې ویلې وې، چې د بس کولو غږ پرې وشو، ځکه چې اوس هر څوک پوهېږي چې هغه په دې کړنو سره د دولت او حکومت له مشرانو ډېر غواړي چې خپل حیثیت لوړ کړي، ځکه خو یې له پیله خبره بې ځایه او بې مانا ده، کله چې عبدالرحیم صاحب دا غږ واورېد، نو په ډېرې عاجزۍ او زاریو یې عرض وکړ چې زه خو له شلو کلونو راهیسې د دې ورځې په تمه وم او د همدې موقع په لټه کې وم، دا په شلو کلونو کې لومړی ځل دی چې ماته د خبرو کولو موقع راکړل شوې، نو غواړم وخت مې لږ زیات شي.
په هر صورت، کله چې ادارې دوه درې دقیقې وخت نور هم ورکړ، نو د هېواد حالاتو او د مسلمانانو بهېدونکي وینې ته په کتو، دا ګمان کېده، چې شاید د ځان لپاره نه، بلکې د هېواد، ملت او د اسلام او مسلمانانو د لوړو موخو په اړه به خبرې وکړي؛ مګر هغه د دغه دوه درې دقیقو قیمتي وخت څخه په استفاده، د بشپړ اسلامي نظام “اسلامي امارت” په لور د خپلو غشو مخه کړه، هغه د یهودو د احبارو او رهبانو په څېر، د واکمنو د هرې تېروتنې او جرم پر پټولو سربېره، د هغوی هر ناوړه عمل ته د جواز ورکولو پوره هڅه وکړه او د افغانستان واکمنان یې په عامه توګه د اسرائیل او هند غوندې وګڼل.
ددې ټولې کیسې د ابعادو سنجولو وروسته د عبدالرحیم صاحب غوښتنه یو څه روښانه کېږي، دې ته هم په کتو چې کله د افغانستان حکومت، حکومت نه و، بلکې یو تحریک و او په خپل مټ یې د ۵۲ هېوادونو غرور ماتاوه، همدا عبدالرحیم صاحب و چې د ضرب مؤمن، اسلام، ټرسټ او نورو مشهورو وسایلو له لارې یې اسلامي امارت د مهدي لښکر ثابتولو هڅه کوله او په دې اړه یې بې شمېره احادیث له ځان سره لرل؛ خو اوس په ۱۲۰ درجې بدلون سره په همدې کنفرانس کې هم هغه د مهدي لښکر ته نه یوازې د اسرائیل او هند پلوي لقبونه ورکوي، بلکې د خارجي بللو په څېر سخت تورونه هم ورباندې پورې کوي.
دلته بیا هم هغه پخوانۍ کړنه پیلوي چې په اړه یې ۴۲ احادیث موجود دي، له عرش معلی څخه تر تحت الثری پورې تګ او له دې چټک بدلون څخه پرته له دې بل څه څرګندېږي چې نه هلته موخه د هېواد، ملت او اسلام سرلوړي وه او نه اوس ده، موخه یوازې او یوازې هغه وخت هم ځان ښودنه وه او نن هم هر مسلمان دغه کړنو ته په کتو پوهیږي چې؛ ستا غوښتنه په اصل کې څه ده؟









































