روژه؛ تقوا ته د رسېدو لار
یو ځل بیا د رمضان المبارک او د خدای تعالی جلجلاله د مېلمستیا میاشت راورسېده؛ هغه میاشت چې د رحمت دروازې پکې پرانیستل کېږي، د دوزخ دروازې تړل کېږي او شیطانان په ځنځیرونو تړل کېږي. هغه میاشت چې د مؤمنانو ساه تسبیح او خوب یې عبادت ګڼل کېږي. دا میاشت یو استثنايي فرصت دی ترڅو بېرته ځان ته راوګرځوو او په خپل وجود کې د تقوا لوړه ماڼۍ ودانه کړو.
الله تعالی جلجلاله په لومړي آیت کې چې د روژې حکم پکې بیان شوی، د دې ستر عبادت فلسفه داسې روښانه کوي: «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُتِبَ عَلَيْكُمُ الصِّيَامُ كَمَا كُتِبَ عَلَى الَّذِينَ مِن قَبْلِكُمْ لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ».
ژباړه: اې هغو کسانو چې ایمان مو راوړی دی، پر تاسې روژه فرض شوې ده، لکه څنګه چې له تاسې څخه مخکې خلکو باندې فرض شوې وه، څو تاسې پرهېزګاران شئ.
د روژې وروستۍ موخه د تقوا لوړې مرتبې ته رسېدل دي. تقوا هغه دوامداره بیداري او باطني څارنه ده چې انسان له نافرمانۍ ژغوري او د الله متعال جلجلاله د امر اطاعت ته یې رهبري کوي. روژه، دا بېساری عبادت، زموږ په وجود کې د همدې ارزښتمن صفت د روزنې عملي کارځای دی.
د اسلام سپېڅلی پیغمبر، محمد صلیاللهعلیهوسلم، په یوه نوراني حدیث کې فرمایي: «الصَّوْمُ جُنَّةٌ»؛ یعنې روژه سپر ده. روژه د هغه ډال په څېر ده چې انسان له ګناهونو ساتي او په پایله کې یې د دوزخ له اوره ژغوري.
لکه څنګه چې سپر د جګړې په ډګر کې انسان د دښمن له غشو او ګوزارونو خوندي کوي، همداسې روژه هم د نفس د غوښتنو او د شیطان د وسوسو پر وړاندې د مبارزې په ډګر کې مؤمن له منکراتو او ګناهونو ژغوري. دا سپر یوازې د ګناهونو پر وړاندې نه، بلکې د دوزخ د اور پر وړاندې هم ساتونکی دی. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم په بل حدیث کې فرمایلي دي: «مَا مِنْ عَبْدٍ يَصُومُ يَوْمًا فِي سَبِيلِ اللَّهِ إِلَّا بَاعَدَ اللَّهُ بِذَلِكَ الْيَوْمِ وَجْهَهُ عَنْ النَّارِ سَبْعِينَ خَرِيفًا».
یعنې، داسې هېڅ بنده نه شته چې د الله په لار کې یوه ورځ روژه ونیسي، مګر دا چې الله تعالی جلجلاله د هماغې ورځې په برکت د هغه مخ له اوره د اویا کلونو په اندازه لرې کوي. روژه زموږ او د اور ترمنځ یو خوندي واټن رامنځته کوي او دا هماغه ستره نجات لاسته راوړنه ده چې مؤمن یې په لټه کې وي.
خو دا سپر څنګه موږ ساتي؟ روژه د لوږې او تندې له لارې سرکښه غرایز کمزوري کوي او د انسان اراده پیاوړې کوي. څوک چې یوه میاشت د حلالو شیانو لکه؛ اوبه، خواړه او له خپلې مېرمنې سره د نږدېوالي څخه ځان ساتي، هغه به له رمضان وروسته هم د حرامو پر وړاندې ټینګ ودریږي. دا دوامداره تمرین د تقوا ملکه په انسان کې ټینګه او راسخه کوي.
د نفس تزکیه، چې د دې درسونو د لړۍ بنسټیز هدف دی، له همدې عملي تمرینونو پرته ناشونی دی. رمضان المبارک د ځانسمونې او ځانروزنې میاشت ده؛ هغه میاشت چې پکې خپل نفس ریاضت کوو څو له ککړتیاوو پاک شي. په روایتونو کې راغلي چې تر ټولو غوره جهاد، له نفس سره جهاد دی. روژه د همدې جهاد اکبر ډګر دی.
نو راځئ چې په دې مبارکه میاشت کې، له پاک نیت او ټینګې ارادې سره، له دې زرینې موقع څخه ګټه واخلو؛ په خپل وجود کې د تقوا بنسټ ټینګ کړو او ځانونه د ناسم عادتونو او ګناهونو له ځنځیرونو خلاص کړو، څو د دې میاشتې په پای کې له پاک زړه او لا چمتو روح سره د ژوند پاتې مزل ته دوام ورکړو.
باید هېر نه کړو چې روژه یوازې د خوړلو او څښلو پرېښودل نه دي. رسول الله صلیاللهعلیهوسلم فرمایلي دي:
«مَنْ لَمْ يَدَعْ قَوْلَ الزُّورِ وَالْعَمَلَ بِهِ فَلَيْسَ لِلَّهِ حَاجَةٌ فِي أَنْ يَدَعَ طَعَامَهُ وَشَرَابَهُ».
ژباړه: څوک چې درواغجنې خبرې او ناروا کړنې پرېنږدي، الله متعال جلجلاله ته اړتیا نشته چې هغه دې خپل خوراک او څښاک پرېږدي. رښتینې روژه د اندامونو روژه ده: د سترګو روژه له حرامو کتو، د ژبې روژه له دروغ او غیبت، د غوږونو روژه له باطلو اورېدو او د زړه روژه له هر هغه څه چې الله تعالی جلجلاله ناخوښه کوي. نو راځئ چې په دې سپېڅلې میاشت کې پوره، شعوري او بشپړه روژه ونیسو، څو د تقوا خوږه مېوه نه یوازې په رمضان المبارک کې، بلکې د خپل ټول ژوند په اوږدو کې وڅکو.
