د فلسطین سپېڅلې خاوره له لسیزو راهیسې د ظلم او تېري ډګر ګرځېدلې ده، خو په وروستیو کلونو کې پر غزې د اسراییلو وحشیانه بریدونو د سربریت ټول پخواني ریکارډونه مات کړي دي. دا یوازې د یوې سیمې جګړه نه ده، بلکې دا د انسانیت د وقار او د نړیوال وجدان ازموینه ده. په غزه کې هغه بمبارۍ چې پکې بې ګناه ماشومان، معصومې ښځې او بې وسلې ملکي وګړي په نښه کېږي، د نړۍ پر تندي داسې تور داغ دی چې تاریخ به یې هېڅکله هېر نه کړي.
خو له دې ټولو وحشتونو سره سره، د فلسطیني ولس اوسپنیز عزم دا ثابته کړې چې مادي ځواک هېڅکله د ایماني ځواک او د آزادۍ د جذبې مقابله نه شي کولی. په دې د آزادۍ مبارزه کې د حماس مشرتابه او پوځي څانګې رول د مقاومت د تاریخ یو روښانه باب دی. د «عزالدین حداد» په څېر قومندانانو په ډېر سختو شرایطو کې چې کومې دفاعي تګلارې جوړې کړې او د اشغالګر پوځ د پرمختللې ټکنالوژۍ لرونکي نظام ته یې ننګونه وکړه، دا کار حتی د پوځي کارپوهانو لپاره هم د حیرانتیا وړ دی.
د حماس په څېر مقاومتي خوځښت، سره له دې چې تر سخت محاصرې او دوامداره هوايي بریدونو لاندې دی، د «نمرود د اور» په منځ کې د حضرت ابراهیم علیه السلام پر لاره د تګ په شان داسې مېړانه ښودلې چې د نړۍ د تاریخ یو زرین باب بلل کېږي. په دې مبارزه کې د «عزالدین حداد» په څېر زړورو قومندانانو شهادتونه که څه هم ظاهراً د امت لپاره لوی غم دی، خو په حقیقت کې همدا قربانۍ د مقاومت د خوځښت لپاره د سون توکي حیثیت لري.
دا وینه هغه ځواک برابروي چې له هر ډول مادي وسلې څخه پیاوړی دی. د شهیدانو قربانۍ د فلسطیني ځوانانو لپاره د لارې مشال ګرځي، چې حتی د کنډوالو له منځه هم د «تکبیر» او «احد، احد» نعرې پورته کوي او نړۍ ته ښيي چې حق هېڅکله ماتې نه خوري. دا وینه د مظلومانو ارادې لا پیاوړې کوي او راتلونکو نسلونو ته د استقامت نښه ګرځي. د غزې اوسنی حالت د نړیوالو قدرتونو بې حسي او د نړیوالو قوانینو ناکامي په ښکاره توګه ثابتوي. یوه خوا ته پرمختللې وسلې او نړیوال ملاتړ دی، او بله خوا ته هغه بې وسلې مجاهدین دي چې ټوله شتمني یې ایمان، د لومړی قبلې ساتنه او خپلې خاورې ته وفاداري ده.
سره له دې چې سخت انساني بحران، د خوړو، درملو او اوبو کمښت او پر غزې د تشولو دوامدار فشار موجود دی، فلسطینیانو بیا هم پر خپلې خاورې د سر ورکولو لاره غوره کړې ده. د هغوی پیغام څرګند دی: «د حق غږ د بارودو په اور کې نه شي سوځېدلی.»
د فلسطینیانو دا مبارزه یوازې د یوې جغرافیایي ټوټې لپاره نه ده، بلکې د لومړی قبلې، د مسجد اقصیٰ د دفاع او د اسلامي غیرت د ساتنې جګړه ده. دا ځای د ټول امت اسلامي عقیدې مرکز دی، له همدې امله د غزې چیغه په حقیقت کې د ټول اسلامي نړۍ د وجدان دروازه ټکوي.
د نړیوالې ټولنې مجرمانه چوپتیا او د نړیوالو بنسټونو بې وسي دا څرګنده کړې چې د انصاف تله د زورورو په لاس کې ده، خو فلسطینیانو په خپله ټینګار سره دا وښوده چې اخلاقي برتري تل د مظلوم په برخه وي.
د غزې له کنډوالو څخه پورته کېدونکی غږ د ټول امت لپاره د بیدارۍ پیغام دی. دا موږ ته یادونه کوي چې باعزته ژوند تل قربانۍ ته اړتیا لري. د فلسطین شهیدانو په خپل وینه دا حقیقت لیکلی چې د ظلم شپه که هر څومره اوږده وي، د حق لمر به حتماً راخېژي. نن اړتیا دا ده چې نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه اسلامي امت، خپله چوپتیا ماته کړي او د بشري حقونو مدعیان یوازې په خبرو بسنه ونه کړي، بلکې عملي ګامونه پورته کړي.
د فلسطیني ولس دا سترې قربانۍ به هېڅکله ضایع نه شي، ځکه تاریخ شاهد دی چې کله یوه قوم مرګ د ژوند پر ځای غوره کړي، نو هېڅ ځواک یې غلامولی نه شي. کله چې د راتلونکي تاریخپوه د فلسطین کیسه لیکي، نو یوه خوا ته به د معاصر فراعنه و د وحشت یادونه کوي او بله خوا ته به د هغو زړورو خلکو او مشرانو ذکر کوي چې د خپلې وینې په بیه یې د آزادۍ مشال بل ساتلی دی.
دا یوازې جګړه نه ده، بلکې د باطل پر وړاندې د حق هغه غږ دی چې تر هغې به چوپ نه شي، څو د فلسطین پر افق د آزادۍ لمر راختلی نه وي، موږ دعا کوو چې الله تعالی د فلسطین د شهیدانو درجې لوړې کړي، د هغوی قربانۍ قبولې کړي، ټپیانو ته بشپړه شفا ورکړي، خپله غیبي مرسته پرې وکړي او دې مظلوم ولس ته هغه د آزادۍ سهار ور په نصیب کړي چې له اتو لسیزو راهیسې یې په سترګو کې ساتلی دی.
