په غزه کې د اسرائیلي اشغالګرو وروستي بریدونه او د بېګناه خلکو وژل یوه لویه بشري فاجعه ده؛ خو تاریخ ثابته کړې چې ظلم خامخا یوه ورځ پای مومي او پر ظلم ولاړ نظامونه هیڅکله بقا نلري. په دې حساس پړاو کې د عزالدین حداد تقبله الله په څېر د حماس د یوه مخکښ او جهادي مشر شهادت که څه هم د دښمن د مکارۍ نښه ده، خو دا چاره د مقاومت په صفونو کې د بریا عزم لا قوي کوي.
د اسلام تاریخ ثابتوي چې د مشرانو او قومندانانو په شهادت سره جهادي صفونه او د ازادۍ مبارزه هیڅکله نه کمزوري کېږي، بلکې د وینو هر څاڅکی یې د مجاهدینو په لیکو کې نوی روح پوکي. د مقاومت د لارې د لارویانو لپاره د خپلو مشرانو شهادت د ولس د ویښتابه او په ځوان نسل کې د آزادۍ او جهاد د جذبې د لا زیاتېدو لامل ګرځي؛ دا چاره د هغوی د پوځي فشارونو په وړاندې د ولس اراده نوره هم فولادي کوي.
د حماس اسلامي غورځنګ د فلسطین د ازادۍ د مبارزې د اصلي محور په توګه، د امکاناتو د کمښت او د نړیوالو زبرځواکونو د بېسارې نابرابرۍ په وړاندې، وکولای شول چې په غزه کې د اسرائیلو د عصري پوځي ماشین پرمختګ له جدي خنډونو سره مخ کړي. دا په داسې حال کې ده چې څه وخت مخکې اسرائیلي رژیم په بار بار ادعا کړې وه چې حماس ماتې ته نږدې شوی او په بشپړ ډول د ختمېدو په حال کې دی؛ خو اوس د مجاهدینو بېسارې قربانیو او دوامداره مقاومت دا ثابته کړه چې عقیده او د ازادۍ داعیه په مادي فشارونو نه له منځه ځي، بلکې دغه غورځنګ لا هم په مېړانې سره په میدان کې ولاړ دی.
د حماس ستاینه یوازې په نظامي تاکتیکونو کې نه ده، بلکې د هغې د لوړې ایماني ارادې او مدیریت په برخه کې ده چې په پوره اقتصادي او خوراکي محاصره کې یې هم د غزې د خلکو ثبات خوندي وساته او د دښمن د بېځایه کولو شومې نقشې یې ناکامې کړې. حماس اوس د یوې ساده ډلې پر ځای، د فلسطین د ملت د پېژندګلوۍ او د هغې د حقه حقونو د غوښتنې په یو داسې نړیوال سمبول بدل شوی، چې له حل پرته یې په منځني ختیځ کې د سولې راوستل ناشوني دي.
دا جګړه د مډرنو وسلو او ټیکنالوژۍ په وړاندې د ایمان او بېساري صبریت یو ژوندی داستان دی؛ چرته چې د اشغالګرو مډرن پوځ په نږدې هر ډول مېداني او نظامي تکتیک کې په بشپړ ډول پاتې راغلی، او د همدې عجز او ماتې د پټولو لپاره د انتقام په توګه په بېرحمانه ډول ملکي تاسیسات، روغتونونه، ښوونځي او بېګناه ماشومان بمباروي. پرمختللي ټانګونه او جنګي الوتکې د هغو ماشومانو او ځوانانو د روحیې په ماتولو کې پاتې راغلل، چې خاوره یې د خپلو پلرونو او نیکونو میراث ده.
نړیوال سیاستوال په دې حیران دي چې څنګه یو تر ټولو کوچنی او محاصره شوی بېوسلې بارودځای (غزه) د نړۍ د تر ټولو مستبد پوځ غرور تر خاورو لاندې کړ او د هغوی پوځي هیبت یې په اوبو یووړ. دا په اصل کې د هغو میندلو میندې دي چې د خپلو شهیدانو زامنو پر جنازو د غم پر ځای د حماسې او ویاړ اشعار وایي او د نړۍ وجدان ته دا پیغام ورکوي چې د آزادۍ بیه که هر څومره درنه وي، خو د مریتوب له ژوند څخه ډېره ارزښتمنه ده.
په ټوله کې، د فلسطیني ولس او مقاومت درېدنه د اسرائیلو د هغې بېرحمانه تګلارې په وړاندې چې پر نسل وژنې او د کورونو پر ویجاړولو ولاړه ده، د حق او باطل د معرکې یو روښانه مثال دی. د ځمکنیو واقعیتونو تحلیل ښيي چې د شهیدانو پاکه وینه د مبارزې صفونه نور هم متحد کوي، ځکه د غزې له هرې نړېدلې ودانۍ او د هر مظلوم له شهادت څخه د ظلم په وړاندې نوي مبارزین راپورته کېږي.
د فلسطین ننني مقاومت ثابته کړه چې حقیقي بریا یوازې د وسلو په زور نه، بلکې د ایمان په پیاوړتیا او د حق په لاره کې په بېباکه ثبات کې ده، او دا سترې قربانۍ به په پای کې د اشغالګر رژیم د سیاسي زوال او د فلسطین د بشپړې ازادۍ لاره پرانیزي.
