د جګړې او اشغال په تودو ورځو کې، هغه مهال چې صهیونیستي دښمن ګومان کاوه هر څه یې تر بشپړ کنټرول، د جاسوسانو او الوتکو تر سختې څارنې لاندې دي، د غزې په زړه کې یو زړور مجاهد ساه اخیسته. اشغالګرو به هغه نه لیده، خو د دوی پر وجود به یې د بریدونو درد احساس کېده. عزالدین حداد، چې په «ابوصهیب» مشهور و، هغه څوک و چې دښمن اړ شو نوم یې «د قسام سیوری» کېږدي؛ نه د طنز له مخې، بلکې د هغه د وېرې او بېوسۍ له امله چې د داسې نه لیدونکي قوماندان پر وړاندې یې لرله.
مګر د مې میاشتې د پنځلسمې نېټې د جمعې په شپه، دغه سیوری اسمان ته پورته شو او خپل روح یې خالق ته وسپاره، څو د هغو شهیدانو په کتار کې ودرېږي چې هېڅکله یې ذلت ته غاړه نه ده ایښې. عزالدین حداد، د غزې زوی، چې په ۱۹۷۰ کال کې د دې خاورې په بېوزله سیمه کې زېږېدلی و، ټول عمر یې په چوپتیا او پټ ژوند کې تېر کړ. هغه له هغو قومندانانو څخه و چې نه به په مرکو کې لیدل کېده او نه به په عامه مراسمو کې راڅرګندېده. د هغه ټول فعالیت د جګړې د تاوده ډګر تر شا ترسره کېده. نوموړي د مقاومت د تر ټولو حساسې پوځي قطعې مشري پر غاړه لرله؛ د شهید عزالدین قسام د کنډکونو په چوکاټ کې د «غزې لښکر» قومندان و.
همدا د غزې ښار په زړه کې د عزالدین حضور، د ښاري جګړې، ځمکلاندې تونلونو او پېچلو امنیتي عملیاتو په مدیریت کې مهارت، هغه د صهیونیستي رژیم لپاره په یوه تلپاتې وېره بدل کړی و. اشغالګر رژیم، چې د اوربند ښکاره ماتول یې یو زوړ او تکراري عادت ګرځېدلی، یو ځل بیا د غزې پر ښار په هوايي برید سره خپله ژمنه ماته کړه. دا برید یوازې یو تاکتیکي عملیات نه و، بلکې د یوه پرمختللي پوځ د ناکامۍ څرګندونه وه چې کلونه یې د داسې قومندان د ترور هڅه کوله، خو هېڅکله په لاس نه شو ورتلای. صهیونیستي رسنیو څو ځله اعتراف کړی و چې حداد له ګڼو سوء قصدونو هڅو روغ وتلی. خو دا ځل بمونه د هغه په کور راولوېدل چې دی پکې د خپلې مېرمنې او لور ترڅنګ په ارام ناست و. هغه رژیم چې په ډګر کې د مخامخ جګړې توان نه لري، تل کورونه او کورنۍ په نښه کوي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په اوومه د «طوفان الاقصی» له ستر عملیاتو سره د عزالدین حداد نوم ډېر مشهور شو؛ خو نه د ځان ښودنې لپاره، بلکې د دې لپاره چې نوموړي د مجاهدینو ترمنځ د همغږۍ او د لوړپوړو قومندانانو تر شهادت وروسته د قومندانۍ د جوړښت په بیا رغونه کې بېبدیله ونډه لرله. دښمن هغه د حماس له مهمو پوځي طراحانو څخه باله؛ داسې چا چې وکولای شول د سختو بمباریو تر سیوري لاندې هم د قومندانۍ پېچلی نظام وساتي.
هغه تر شهادت وړاندې خپل دوه زلمي زامن، صهیب او مؤمن، هم د همدې سپېڅلې مبارزې په لار کې قربان کړي و. داسې پلار چې د خپل وجود غوټۍ یې د قدس د آزادۍ لپاره یو په بل پسې وکرلې او په پای کې خپله هم له خپلې مېرمنې او لور سره د شهیدانو له کاروان سره یوځای شو. د حماس او فلسطین د زړورتیا او مېړانې ستاینه، په حقیقت کې د هغو انسانانو ستاینه ده چې له لږو امکاناتو سره د نړۍ د تر ټولو پرمختللې جګړهییز ماشین پر وړاندې درېږي.
عزالدین حداد د هغو قومندانانو له ډلې څخه وه چې کېدای شي نوم یې په رسنیو کې ډېر یاد نه شي، خو د مقاومت پر هره لوېشت خاوره یې د غیرت نښې پاتې دي. هغه «سیوری» نه و؛ بلکې داسې حقیقت و چې دښمن یې انکار کول غوښتل. او نن، د دې ستر قومندان په شهادت سره کومه دوسیه نه تړل کېږي، بلکې نوې لاره پرانیستل کېږي. ځکه د شهیدانو وینه د هغې لارې روښانه څراغ دی چې د قدس تر آزادۍ پورې پای نه لري. د غزې اسمان نن شپه یو نوی ستوری لري؛ هغه ستوری چې نوم یې عزالدین حداد دی.
د دې مېړني انسان شهادت یو ځل بیا د هغه رژیم اصلي څېره روښانه کړه چې هېڅکله یې نه کوم تړون ته وفاداري ښودلې او نه یې اوربند ته درناوی کړی دی. د صهیونیستي اشغالګرو تاریخ د تړونونو له پرلهپسې ماتونو ډک دی؛ هماغه ناوړه عادت چې دا ځل یې هم د یوه قومندان په خپل کور کې، د خپلې کورنۍ ترڅنګ، په نښه کولو سره تکرار کړ. هغه رژیم چې د جګړې په ډګر کې د فلسطیني مجاهدینو د مقابلې توان نه لري، تل بېدفاع کورونه، عامه ځایونه او ګڼ مېشتې سیمې د خپلو بمونو هدف ګرځوي.
د عزالدین حداد شهادت له خپلې مېرمنې او لور سره یو ځای، کوم هوښیار پوځي عملیات نه وو؛ بلکې ښکاره جنګي جنایت او د هغه دښمن د بېوسۍ وروستۍ څېره وه چې هېڅکله یې ونه شو کولای ژوندی په لاس ورشي. خو هغه څه چې صهیونیستي رژیم یې په خپلو ړندو محاسبو کې له پامه غورځوي، دا تلپاتې حقیقت دی چې د قومندانانو شهادت د مقاومت د ماتېدو معنا نه لري، بلکې د هغې په وجود کې د نوې ساه پوکول دي. عزالدین حداد لاړ، خو هغه لار چې نوموړي د خپلو دوو شهیدو زامنو، صهیب او مؤمن، په وینو او بیا د خپلې کورنۍ او خپل ځان په قربانۍ هواره کړه، نن تر بل هر وخت روښانه او ټینګه ده.
د حماس نوی نسل د همدغو مېړنيو په مکتب کې روزل شوی؛ هغو مېړنيو چې په سیورو کې جګړه کړې او په ویاړ یې شهادت ته غاړه ایښې ده. غزه نن ویرجنه ده، خو غزې ګونډې نه دي وهلي. د قسام سیوری اسمان ته پورته شو، خو یاد او نوم یې به په هر تونل، هره لاره او هر هغه سنګر کې ژوندی دی چې د مقاومت بوی ترې راووځي.
