غزه د تاریخ هغه زخم دی چې لا هم تازه دی؛ د فلسطین دا کوچنۍ خو زړوره ټوټه نږدې دوه کاله کېږي چې د اسرائیلو د پوځي عملیاتو تر سختو بمباریو لاندې ده. روغتونونه، ښوونځي او جوماتونه په نښه شوي، زرګونه ښځې او ماشومان شهیدان شوي، او ګڼ خبریالان، د ژغورنې کارکوونکي او د مرستندویه ادارو غړي هم د دې جګړې قربانیان ګرځېدلي دي. د بشري مرستو لارې بندې شوې، او داسې صحنې رامنځته شوې چې د انساني وجدان هره ذره لړزوي. نړۍ چوپه ده، او تش په نوم د بشري حقونو ادارې ځانونه کاڼه او ړانده ګرځولي دي.
د منځني ختیځ دا مظلومه سیمه (غزه) تل د سختو ازموینو شاهده پاتې شوې ده. کورونه ورانېږي، لارې بندېږي، ماشومان یتیمان کېږي، او مېندې د خپلو اولادونو پر جنازو اوښکې تویوي؛ خو له همدې خاورو بیا هم د تسلیمۍ پر ځای د «الله اکبر» نعرې پورته کېږي. دا هغه خاوره ده چې د بمونو تر سیوري لاندې هم د ایمان څراغ پکې نه مړېږي، بلکې لا روښانه کېږي. د غزې خلکو د قربانۍ هغه انځور وړاندې کړی چې هم د تاریخ لپاره درس دی او هم د امت لپاره د فکر ټکان.
په دې روان وضعیت کې د فلسطین د مقاومت د یوه مهم لوري په توګه د حماس یادونه هم کېږي. که څوک له سیاسي زاویې ګوري یا له انساني درد څخه، یو حقیقت ترې نه شي انکار کېدای، دا سیمه د اوږدې محاصرې، جګړې او کړاوونو په منځ کې د خپل هویت او بقا لپاره ولاړه ده.
د حماس په اړه د ملاتړي نظر له مخې، دا یوازې یو تنظیم نه، بلکې د یوې ځانګړې سیاسي او مقاومتي فکري لړۍ استازیتوب کوي. داسې مهال چې ډېری سیاسي واکمنان د مصلحت او چوپتیا په زنځیرونو تړل شوي، د غزې ځوانان لا هم د مقاومت نعره پورته کوي. دوی نړۍ ته دا پیغام ورکوي چې د ایمان او ارادې ځواک د مادي وسلو په وړاندې قوي سپر دی.
صهیونیستي عملیات چې هر څومره شدت اختیار کړي، کورونه وران کړي او انسانان شهیدان کړي، خو د تاریخ یوه تکرارېدونکې حقیقت دا دی چې فکرونه په بمونو نه ختمېږي. د تاریخ پاڼې ښيي چې اشغالګر ځواکونه تل د وخت په تېرېدو له سقوط سره مخ شوي، او د مظلومو ولسونو اراده ژوندۍ پاتې شوې ده. د فلسطین د آزادۍ هیله هم د همدې قربانیو له منځه لا پیاوړې کېږي، ان شاءالله.
نن د امت مسوولیت دا دی چې د فلسطین درد خپل درد وبولي؛ د دعا، فکري ملاتړ، رسنیز غږ او هرې مشروع وسیلې له لارې د مظلوم ولس ترڅنګ ودرېږي، ځکه فلسطین یوازې د یوې جغرافیې نوم نه دی، بلکې د امت د عقیدې، عزت او تاریخ یوه ګډه مسئله ده. غزه هغه سیمه ده چې پکې د مرګ مفهوم د ختمېدو پر ځای د تداوم معنا اخلي؛ او د هرې وینې له څاڅکي سره نوی فکر، نوې اراده او نوې جذبه راټوکېږي. د شهادت دا تسلسل د دې خاورې خلکو ته دا یقین نور هم قوي کوي چې ازادي بې قربانۍ نه راځي.
د مظلومې اقصیٰ شهید
په همدې روانه کیسه کې د غزې د مقاومت له مهمو څېرو څخه د عزالدین الحداد یادونه هم کېږي، چې د «شبح القسام» په نوم مشهور و او د حماس د پوځي څانګې له مهمو قومندانانو څخه شمېرل کېده. نوموړی د غزې ښار د لواء قوماندان پاتې شوی و او د نظامي جوړښت په مهمو برخو کې یې رول درلود. ویل کېږي چې هغه د حماس د پوځي جوړښت له مرکزي څېرو څخه و او تر خپلې قوماندې لاندې یې څو نظامي واحدونه لرل.
هغه خپل ژوند د مبارزې، قربانۍ او مقاومت په لاره کې تېر کړ، او په همدې لاره کې د خپلې کورنۍ له ځینو غړو سره یو ځای د شهادت لوړ مقام ته ورسېد، تقبله الله تعالی. نن غزه یوازې د جګړې نوم نه دی، بلکې د هغه انسانیت نوم دی چې تر ټولو سختو حالاتو کې هم نه تسلیمېږي. هلته چې بمونه اوري، هلته د دعا غږونه هم پورته کېږي؛ هلته چې کنډوالې جوړېږي، هلته د امید نوې نښې هم پیدا کېږي. دا ټول یو لوی پیغام لري: که ملتونه په خپل ایمان او اراده کلک ودرېږي، مادي ځواکونه یې تل نه شي ماتولی.
