اسرائیل؛ د وحشت ژوندۍ مجسمه

عابد مجاهد

سلګونه کاله مخکې الله جل جلاله په قرآن کریم کې د دې ظالم قوم اصلي څېره بیان کړې ده، لکه د ګڼ شمېر میثاقونو ماتول، د الله جل جلاله د پیغمبرانو له څرګندو معجزو څخه انکار کول، او آن د همدې ظالمانو له لوري د الله جل جلاله د پیغمبرانو شهیدول هغه څه دي چې د دوی د ظلم او وحشت تاریخ پرې ګواه دی.

ظالم، وحشي او انسان‌دښمنه جعلي اسرائیلي رژیم یو ځل بیا د مظلومو فلسطیني ماشومانو، ښځو، سپین‌ږیرو او بې‌ګناه ځوانانو په شهیدولو خپله اصلي څېره څرګنده کړه. «اسرائیل» کلمه چې په نړۍ کې د ظلم، وحشت، تروریزم، نفرت او بدو کړنو او خویونو سمبول ګڼل کېږي، په خپل تاریخ کې د بریا او لاسته راوړنې په نوم څه نه لري؛ که نه څوک دې یو مثال راکړي.

سره له دې چې اډولف هیټر په خپله یوه مشهوره وینا کې وایي: «دوی اسرائیل له منځه یوسئ، که مو له منځه یووړل نو پوه شئ چې د انسانیت دښمنان مو ختم کړل.» خو له بده مرغه د دې امپراتور دا ستر ارمان نیمګړی پاتې شو، او د هغه (هیټر) د وینا پر بنسټ موږ وینو چې اسرائیل له انسانیت سره څومره ستره دښمني لري.

د اسرائیلو د بې‌همتۍ ښه بېلګه دا ده چې د حماس مجاهدینو د آر‌پي‌جي راکټ لوری ترې ورک کړی؛ په هواره ځمکه له کم‌همته اسرائیلو لاره ورکه ده، په داسې حال کې چې د وخت تر ټولو غښتلي وسایل د دوی په واک کې دي. خو حماس مجاهدین په داسې مېړانه د دوی مقابلې ته وړاندې کېږي چې د مشر، کشر، مسؤول او غیر مسؤول تر منځ یې توپیر نه شته. ښه بېلګه یې د عزالدین حداد (تقبله الله) شهادت دی. دا د هغه سپېڅلي لښکر لارویان دي چې مرګ او شهادت ته په مینه ورځي.

خو بالمقابل، که اسرائیل په رښتیا ځان په حقه بولي، نو د الله جل جلاله دا دعوت دې ومني چې وایي:
قُلْ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ هَادُوا إِن زَعَمْتُمْ أَنَّكُمْ أَوْلِيَاءُ لِلَّهِ مِن دُونِ النَّاسِ فَتَمَنَّوُا الْمَوْتَ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ
[سورة الجمعة: 6]
دوئ ته ووایه: «اې یهودانو! که تاسې په دې انګېرنه مغرور یاست چې له نورو ټولو خلکو پرته یوازې تاسې د الله نازولي یاست، نو د مرګ هیله وکړئ که تاسې په خپله دغې انګېرنه کې رښتیني یاست.»

او همدارنګه په بل آیت کې فرمایي:
وَلَا يَتَمَنَّوْنَهُ أَبَدًا بِمَا قَدَّمَتْ أَيْدِيهِمْ ۚ وَاللَّهُ عَلِيمٌ بِالظَّالِمِينَ [سورة الجمعة: 7]
خو دوی به هېڅکله د هغه (مرګ) هیله ونه کړي، ځکه د خپلو هغو کړنو له امله چې دوی په خپلو لاسونو مخکې لېږلي دي؛ او الله دغه ظالمان ښه پېژني.
نو د نړۍ خلک دې پر دې پوه وي چې د ځمکې پر مخ رټل شوي، ظالم، جابر، د بې‌ګناه انسانانو د وینو مسؤول، او د نړۍ د ناامنۍ عامل همدا د ظلم ژوندۍ مجسمې دي.

Exit mobile version