تاریخ د زده کړې او عبرتونو پرانېستی کتاب دی چې د پېښو او پدیدو د ثبت تر څنګ انسانانو ته په خپلو باورونو د بیا کتنې او پر کره والي او واقعیت یې د باور لپاره بلنه ورکوي. غرب، چې هڅه کوي د خپلې ټکنالوژۍ، ساینسي او سیاسي پرمختګونو په رڼا کې ځان متمدن او پرمختللی وښيي او شرقي هېوادونه په ځانګړي ډول اسلامي هېوادونه په دې برخه کې تقلید ته را وبولي؛ نن د تاریخ د امتحان په یوه خطرناک موړ ولاړ دی.
غربي هېوادونه که د منځنیو پېړیو له زاویې وکتل شي، د جهالت او ناپوهۍ ډېرې ترخې تجربې یې تېرې کړې دي او د خپل وحشت او جهالت د پټولو لپاره د اسلامي هېوادونو ته خپل اوسني مادي پرمختګونه د یوه معاصر امتیاز او غوره لاسته راوړنې په توګه وړاندې کوي، خو دا هېروي چې د تاریخ نوې پاڼې دا هر څه ننګولي دي، چې ځینو ته به یې اشاره وکړو.
بشر او بشري حقوق: بشري حقوق د غربي هېوادونو تر ټولو ستر او په ظاهره ښکلی شعار دی چې دوی یې شرقي اسلامي هېوادونو ته د بېلګې په ډول وړاندې کوي، خو په تېرو نږدې دېرشو کلونو کې په ګڼو نامشروع جګړو کې ښکېلتیا، چې د انسانانو تر څنګ یې حیوانات هم ازار کړل او انساني کرامت یې تر پښو لاندې کړ، دا اصل نور له بحران سره مخ کړی دی، په افغانستان کې د ناټو سرتېرو حتی انسانان په سپیانو وخوړل او پر ملکي وګړو یې زوروري وسلې وکارولې چې اچین کې د بمونو مور په نامه بم یادولی شو، تر څنګ یې داسې ډلې اکمال کړې چې هېڅ انساني ارزښت ته یې ژمنتیا نه درلوده.
تمدن او فرهنګ: غرب تر ټولو وړاندې د اوچت تمدن او فرهنګ خبره کوي او فکر کوي چې نړۍ ته یې په دې برخه کې غوره مثالونه ورکړي دي، خو هغه وحشتونه چې د ناټو سرتېرو او انګریزانو په اشغال شوو هېوادونو کې د امریکا په اشاره تر سره کړې دي، دا هېوادونه تر ټولو د ناوړه فرهنګ لرونکي معرفي کوي. دوی د انسان د ځان وژني ماشینونه رامنځته کړي، هر یو اتومي وسلې لري، ښځه له ښځې او نر له نر سره واده کوي، حتی انسان له سپي او حېواناتو سره هم وادونه کولی شي چې دا د دوی د فرهنګ اوچت مظهر دی.
د رسنیو او بیان ازادي: په غرب کې اکثره رسنۍ د حکومتونو او پوځي ټلولوالو استازې دي، دوی یوه ورځ هم د غزې د شهید شوي ماشوم او یوې بورې مور تصویر د مظلوم په توګه خپور نه کړ، خو د اسرائیلو او نورو امریکايي او اروپايي وګړو عادي مرګ ژوبله یې د بشري جنایتونو په نامه خپاره کړل، ګڼ هغه کسان نیول شوي او یا وژل شوي چې د حکومتونو پر کړنلارو او نا مشروع جګړو یې نیوکې کړې دي، ځکه خو د بیان او رسنیو ازادي یوازې د سپکاوي لپاره کاروي.
د ملکي وګړو خوندیتوب: په عراق، افغانستان، فلسطین او ګڼو نورو هېوادونو کې د امریکا او غربي هېوادونو په بمباریو بریدونو کې زرګونه ملکي وګړي په شهادت رسېدلي دي. په غزه کې هم د اسرائیلي اشغالګرو له لورو د روانو وحشتونو په جریان کې ګڼ شمېر ملکي وګړي، ښځې او ماشومان، د بشري مرستو کاروانونه او له ټپیانو ډک روغتونونه بمبار او په هدیرو بدل شول، چې هېڅکله یې هم دوی غندنه ونه وکړه، بلکې لا یې د اسرائیلي وحشي سرتېرو ملاتړ ته دوام ورکاوه.
د هېوادونو ازادۍ او مالکیت ته درناوی: امریکا پر افغانستان او عراق د یرغل لپاره هېڅ دلیل نه درلوده، یوه نامشروع جګړه او تېری و، چې د افغانستان حریم یې نقض او یو لاسپوڅی حکومت واک ته ورساوه، خو ناټو او له ناټو بهر اروپايي هېوادونو هېڅکله هم خپل دا معیار مطرح نه کړ چې په کوم اساس د یوه هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي او په اشغالي ټلواله کې ځان شاملوي.
د ژوند او تعلیم او حق: ګڼو اروپايي هېوادونو پر اسلامي ارزښتونو په ځانګړي ډول حجاب او اذان باندې بندیزونه لګولي، مذهبي ازادي هسې یو شعار دی، تر څنګ یې کډوالو او د نورو توکمونو وګړو ته د اصلي اوسېدونکو په سترګه نه ګوري، د ژوند او تعلیم حقونه یې ورباندې محدود کړي دي.
بشري خواخوږي او د مظلوم ملاتړ: هغه موسسات او بنسټونه چې د بشري حقونو، مدني فعالیت او فردي ازادیو او قوانینو د تحکیم یا قانونیت د تامین په موخه په بېلابېلو هېوادونو کې فعالیت کوي، یو شعار یې بشري خواخوږي او له مظلوم ملاتړ دی، خو ثابته شوې چې دا ډول اکثره ادارې د جلا موخو لپاره تمویلېږی او پټ مقاصد پالي، دوی هېڅکله هم له واقعي اړمنو ملاتړ نه دی کړی او تل یې د تبلیغاتي او کمپایني موخو لپاره ورڅخه استفاده کړې ده.
د ملګرو ملتونو منشور تر پښو لاندې کول: لکه وړاندې چې یادونه وشوه، د ملګرو ملتونو د ایجاد موخه او فلسفه تر بل هر وخت له شرمېدونکي ماتې او بې وسۍ سره مخ ده او ورو ورو هغه حقیقت را برسېره کېږي چې ملګري ملتونه د نړۍ د څو ځواکمنو هېوادونو یو ډال دی چې خپلو نامشروع موخو ته ورباندې مشروعیت ورکوي، څو ځان پر حق او متمدن وښيي، دوی د همدې لپاره ددې موسسې لګښتونه ورکوي او خپلې پرېکړې ورباندې په زور تمویلوي.
پورتنیو مواردو ته په پام سره اړتیا ده چې نور غربي ارزښتونه د ویاړ نه، بلکې د شرم وړ وبلل شي او اسلامي هېوادونه نور په دغه غولونکو شعارونو تېر نه وځي، بلکې خپل اصل او ارزښتونو ته ستانه شي، ځکه دا د قرانکریم قول دی چې تر څو د دوی متابعت ونه شي، دوستي ورسره نه شي کېدلی، حال دا چې دوستي او ملګري یې هم بې ثباته او له فریب څخه ډکه ده.
حقیقت دا دی چې دا یوازې اسلام دی چې د تمدن او فرهنګ زانګو ده او دا ارزښتونه یې په واقعي ډول په ویاړ سره پاللي دي. نور باید د غربي حکومتونو دا رسوا شوې څېرې او ارزښتونه د کاڼي کرښې نه، بلکې هغه هوايي خبرې وبلل شي چې د نورو ملتونو د کمزورۍ او اشغال لپاره یې کاروي، خو خپله ورباندې باور نه لري او نه یې خپلو هېوادونو کې تطبیقي یا عملي اړخ ورکړی دی.
