دا يو څرګند حقيقت دی چې ديني مخور علماء په هره ټولنه کې د وګړو فکري لارښوونکي، اخلاقي روزونکي او د ولس د عقيدوي هويت ساتونکي په توګه پېژندل کېږي. دوی د امت د فکري بيدارۍ او ټولنيز شعور اصلي محور بلل کېږي. د ټولنې عام وګړي خپل فکري مسير، د ژوند تګلاره او حتی سياسي دريځونه د علماوو له ويناوو، کړنو او لارښوونو څخه اخلي.
په ځانګړي ډول، کله چې له څو پېړيو راهيسې جهادي فکر کمزوری شوی و، د وخت علماوو، په ځانګړي ډول د حنفي مکتب استازو په خپلو مالي، ځاني او فکري قربانيو سره بېرته راژوندی کړ. همدا علماء وو چې د امت په منځ کې يې د مقاومت، عزت او خپلواکۍ روحيه تازه وساتله.
افغاني علماوو بيا دا تسلسل لا پسې ژوندی وساته او لا هم د همدې فکر پياوړي پلويان دي.
هر کله چې نړيوال قوتونه دې حقيقت ته متوجه شول چې د آسيا په کچه د ديني علماوو فکري او عملي مبارزه د هغوی پر نفوذ او ګټو جدي اغېز لري، نو د دې لپاره چې دا فکر کمزوری، منزوي او له منځه يوسي، يوه پټه سياسي لوبه يې پيل کړه. د دې پروژې د تطبيق لپاره يې ځينې اسلامي هېوادونه د وسيلو په توګه وکارول، او په همدې لړ کې د پاکستان هغه ځانګړې کړۍ هم شامله ده چې د دې تګلارې عملي کولو ته ګمارل شوې ده.
د پاکستان متدينو علماوو ته!
تر کله به د غفلت په خوب ويده پاتې کېږئ؟ ورځ تر بلې مو مخکښ علماء ترور کېږي، شهيدان کېږي او د همدې پټې سياسي لوبې ښکار ګرځي. تر څو به د منځلارۍ تر نوم لاندې چوپ پاتې کېږئ؟ څو لسيزې کېږي چې تاسو قرباني کېږئ، خو لا هم د حالاتو ژور تحليل نه کېږي او عجيبه يې لا دا ده چې کله ستاسو په نظام کې د ظالمې ځانګړې غلامې کړۍ د ګټو په مقابل کې څوک راولاړ شي؛ نو په مقابل کې يې هغه علماء هدف ګرځوي چې فکراً د دوی له مقابل جانب سره جوړ وي، له هند سره يې د مقابلې په دوران کې هغه علماء شهيدان کړل چې فکري لحاظه ديوبندي فکر لرونکي وو.
اوس يې چې تازه په افغانستان کې د اسلامي نظام په مقابل کې دښمنۍ ته لاس اچولی؛ نو دلته په پاکستان کې اوس هغه علماء د يادې سياسي لوبې قرباني ګرځوي چې هغوی د افغاني علماوو سره ژورې عقيدوي اړيکې لري. د دې لړۍ يوه څرګنده بېلګه د آسيا په کچه ستر محدث، شهيد شيخ ادريس تقبله الله دی. دا داسې پېښه ده چې تاسو ټولو په خپلو سترګو وليده.
تر کله به مونږ د پټو سياسي لوبو قربانيان ګرځو؟ کله مو د شهادت پړه پر هند اچول کېږي، کله پر TTP، او کله پر داعش. مخلص شاګردان او ولسونه يې څو ورځې پرې اوښکې توی کړي، خو بيا هر څه هېر شي. که چېرته تاسو د خپل راتلونکي برخليک لپاره جدي فکر ونه کړئ، نو دا لړۍ به همداسې دوام وکړي او دا کاروان به لا اوږد شي.
د داعشي خوارجو د افکارو او عقائدو بنياد پر جهل، افراط، تشدد، کبر او غرور ولاړ دی، اسلامي مقدس نصوص او هدايات په خپله خوښه، د خپلې هوا مطابق او د خپل ناقص علم له مخې تفسيروي او تشريح کوي، د خپلې رايې مخالفين که د وخت أمير المؤمنين علي رضي الله تعالی عنه په شان عظيم مؤمين هم وي تکفيروي، واجب القتل يې ګڼي، د ظاهري او جاهلانه زهد په حکم له پردۍ ونې د راولېدلې يوې دانې خرما خوړل ورته ناروا ښکاري، خو د رسول الله صلی الله علیه وسلم د صحابو رضي الله تعالی عنهم او مؤمنو امتيانو د سپېڅلو وينو، سرونو، مقام او منزلت حرمت يې نه يوازې تر نظر نه ورځي؛ بلکې د همدې مؤمنانو وژل جنت ته د رسېدو وسيله ګڼي.
په پاکستان کې د متدينو علماو او مخلص مؤمنانو د ترور کولو له پاره پوځي جنرالانو دويم پوځ جوړ کړ او نوم يې ورته داعش کېښود، ستاسو د مرګ لپاره اوس پوځي جنرالان د داعشي خوارجو په نوم ړندې امسا څخه کار اخلي، امريکا د داعش په نوم استخباراتي لوبه په ټولو هيوادونو وګرځوله، کومه مثبته نتېجه يې ور نه کړه، بالآخره يې خپل پخواني غلام بالدار پاکستاني پوځي رژيم ته په لاس ورکړه، چې د استعمالو بهېر يې مونږ او تاسو په خپلو سترګو ګورو.
که پرونۍ غمجنې پېښې ته راشو، هلته هم د شوې پېښې مسؤليت د داعش ډلې ته وشو، يو مهم ټکی چې په دې راپور کې د پام وړ وو، کوم چې له واقعيت سره سمون نه لري، هغه دا جمله ده چې: “قرب حدود مع أفغانستان”، حال دا چې د پېښې ځای د افغانستان له پولو څخه په ليرې واټن کې دی. په راپور کې داسې جملې راوړل چې هلته له پېښې سره هيڅ تړاو نه لري، داسې کلمې د سياسي لوبې يو رنګ بلل کيږي، دا جمله د پوځي جنرالانو فرمايشي جمله ده، د دې له پاره يې پرې داخله کړې ده چې د دې پېښې پړه پر افغانستان اچو، ترڅو مخکې نه ورته تياره بهانه جوړه وي.
د پاکستان متدينو ولسونو! د علماوو وينې د امت د بيدارۍ څراغونه دي؛ څوک چې دا څراغونه مړه کوي، په حقيقت کې امت راتلونکو تيارو ته ټېل وهي، که مو نن د خپلو علماوو د وينو حساب وانخيست، که مو د دغو پټو سياسي لوبو ريښې ونه پېژندلې او که مو د ظالمو استخباراتي کړيو پر وړاندې خپل غږ پورته نه کړ؛ نو سبا به نه يوازې علماء، بلکې د اسلام فکري سنګرونه، د امت عقيده او د مسلمانانو راتلونکی هم د همدې اور لمبو ته وغورځول شي، بيا به نه د وير ژړا ګټه وکړي او نه د خاموشۍ عذر؛ ځکه تاريخ هيڅکله د غفلت په خوب ويده قومونه نه بښي.












































