د انګرېز او اسلام په دښمنۍ کښې د انګریزانو ستر ګذار مسلمانانو او اسلام ته د پاکستاني جنرالانو د روزنې نصاب برابرول دي. پاکستاني جنرالانو ته داسې نصاب برابر شوی دی چې هر کس د جنرالۍ رتبې ته رسیږي، نو مغز یې داسې جوړ شوی وي چې په هېڅ صرفه نه کوي او هېڅ سرې کرښې نه لري. هر جنرال د ډالرو معتاد، د غرب بنده، په دوه مخې سیاست باندې ماهر او په قدرت او واک باندې عاشق وي.
پاکستاني جنرالانو سلګونه ځله د پیسو لپاره په اسلام، ممبر، دین، وطن، خپل ملت او مسلمانانو تجارت کړی دی.
کله چې د ډالرو ځای راغلی، پاکستاني جنرالانو مسلمانان پر غربیانو د ټولو اسلامي او بشري اصولو خلاف په فخر خرڅ کړي، تر دې چې خپله مسلمانه بچۍ عافیه صدیقي یې هم په امریکایانو وپلورله.
کله چې ډالر د ترهګرۍ په نوم پیدا کېدل او دوی ته بله لار نه وه، نو په ډېره سپینسترګۍ یې د پاکستان زړه، اسلامآباد، کې پر لال مسجد او حفصه مدرسه جګړه شروع کړه؛ مسجد یې تخریب کړ او لسګونه مسلمانه خویندې یې شهیدانې کړې. دا توطیه یې فقط د ډالرو تر لاسه کولو او د غربیانو د خوشحالولو لپاره وکړه.
انګریزي نصاب پاکستاني جنرالان داسې تربیه کړې دي چې په هېڅ معنویاتو باور نه لري او اخلاقي ارزښتونه نه پېژني.
پاکستاني جنرالان د واک او ډالرو لپاره پر وطن، ملت او دین ټولو تجارت کوي. تېرو دوه نیمو لسیزو کې پاکستاني جنرالانو تر ټولو زیاته ګټه د اسلام او دیني عالمانو په پلورلو کې کړې ده. د اسلامي اخوت په نوم د عربي ممالکو څخه ریال اخلي، او د اسلام د دښمنۍ په نوم له غرب څخه ډالر اخلي. پاکستاني جنرالانو ته اوس اسلام او عالمان د تجارت یوه برخه ګرځېدلې ده.
په دوه نیمو لسیزو کې سلګونه علماء د پاکستاني جنرالانو له خوا، د غربیانو په فرمایش، یا په ښکاره ډول ووژل شول او یا هم په مخفي ډول ترور شول. د شهید مولانا حسن جان صاحب څخه نیولې تر شیخ نصیب خان او مولانا سمیع الحق پورې، او دا دی تر نن پورې د شیخ ادریس صاحب تر ترور کېدلو – که دقیق وڅېړل شي، په ټولو کې د پاکستاني فوجي جنرالانو لاس لیدل کېږي.
عجیبه نه ده چې تر نن پورې ولې یو غټ جنرال د دې علماوو په شان د نامعلومو وسلهوالو له خوا نه دی ترور شوی؟ ولې د دې مشهورو عالمانو مرګ یو له بل سره ورته والی لري؟
داعش، چې د امریکا له لوري د جهاد او مجاهدینو د بدنامولو یوه لویه پروژه ده، او تطبیق یې نن سبا د پاکستان غاړې ته اچول شوی دی، د دیني عالمانو د ترور له لارې غواړي چې مجاهدین، جهاد، اسلامي نظام او خلافت بدنام کړي. که د داعش پروژه پاکستاني جنرالان نه تطبیقوي، نو بیا ولې داعشیان د پاکستاني جنرالانو او پوځیانو پر ځای دیني عالمان په نښه کوي؟
راځو دې ته چې شیخ ادریس ولې پاکستاني جنرالانو ترور کړ؟
په تېر یو کال کې پاکستان کې دننه داخلي بېثباتي اوج ته رسېدلې ده، او د پاکستان د عوامو حوصله نور د پوځې رژیم د ظلمونو او ناروا اعمالو پر وړاندې ډکه شوې ده.
پاکستاني پوځې رژیم د خپل دوه مخې سیاست له مخې د عوامو د خطا کولو لپاره د افغانستان پر خاوره حمله وکړه، خو دې حملې د پاکستاني پوځې رژیم ناروا کردار نور هم روښانه کړ. پوځې رژیم په افغانستان کې په لومړي ځل مدرسه، مسجد او عام خلک په نښه کړل، او قرآن کریم یې د بارودو په لمبو وسوځاوه.
ورپسې یې روغتون په نښه کړ او لسګونه ناروغان یې شهیدان کړل. په تېرو څو ورځو کې یې پوهنتون او ښوونځي هم په نښه کړي دي. حال دا چې پورته ځایونه په هېڅ اسلامي او کفري قانون کې نظامي اهداف نه شي کېدای. پاکستاني عوام پوه شول چې تر پاکستاني پوځیانو هغه ټي ټي پي، چې دوی ورته ترهګر وایي او د افغانستان پر خاوره تجاوز د همدې لپاره کوي، تر دوی لسګونه ځله شرف لري.
پاکستاني پوځیانو له دیني عالمانو غوښتنه وکړه چې د دوی ملاتړ وکړي، خو پر عالمانو د زور او فشار سره سره د دیني عالمانو او ملت ملاتړ د پاکستاني پوځیانو څخه ډېر کم رنګه و.
د شیخ ادریس تر ترور کېدلو دوه ورځې مخکې د هغه یو غږیز پیغام رسنیو ته راووت، چې له هغه څخه څرګندیږي نوموړی د پوځ له خوا تر سخت فشار لاندې وو، پاکستاني استخباراتو هغه ځکه ترور کړ چې د دوی راز افشا نه شي، چې پر هغه یې فشار راوړی و؛ بل دا چې خپل مخالفین بدنام کړي، چې یواځې موږ نه، بلکې زموږ مخالفین هم اسلام ته درناوی نه لري.
بله ګټه ترې دا اخلي چې دیني عالمان هم د خپلو مخالفینو سره په دښمنۍ کې واچوي. همدارنګه غرب ته شین څراغ ورکوي چې د داعش پروژې ته هم دوام ورکولي شي تر څو جهاد، اسلامي نظام او دین بدنام کړي. پاکستاني عالمان او ملت باید پوه شي چې دا پوځ په انګریزي نصاب روزل شوی دی او د پاکستاني دیني عالمانو په غوښو روږدی شوی دی. که د پاکستاني پوځې رژیم پر وړاندې ونه درېږي، نو همداسې به په مرموز ډول لسګونه نور عالمان هم ترور کړي.









































