مونږ به د شهید ابو یوسف تقبله الله کومه، کومه کارنامه یادوو، په داسې حال کې، چې په هره کارنامه یې یو پوره کتاب لیکل کیږي؛ نن د (14/7/ 1403 هـ ش) د اتل شهید د شهادت شپږمه کلیزه ده، قلم مې را واخیست، غوښتل مې په یاد کې یې یو څه ولیکم، په همدې پار؛ به یې ستاسې مخ ته د غزني د محبس د ماتېدو کارنامه کښېږدم:
د غزني د ښار د چریکیانو او مرکز کې د نظامي ګروپ مسئول وم، یوه ورځ د ګوړیانو د کلي مسجد ته لاړو؛ ګورو چې اتل شهید ابویوسف تقبله الله پر موټر سایکل سپور د هغه مسجد مخې ته راغی، د هغه کلي د باغونو خوا ته یې اشاره وکړه، ماته یې وویل راځه هلته لاړ شو؛ ما مې خپل ټوپک را واخیست او ورسره روان شوم.
پر لاره یې را ته د پښتو یوه لنډۍ وویله:
زما دې څه نصیب کړو خدایه
چې نور دې ګل کړو زه غوټۍ ولاړه یمه
له دې سره یې په کړس کړس وخندل، راته وایي؛ د لنډۍ په معنی پوه شوې؟ خو زما له ځوابه مخکې یې راته وویل؛ مطلب مې شهادت دی، ډېر ملګري شهیدان شول او زه لا ژوندی ګرځم؛ د اتل شهید د لنډۍ ویلو سره خفه شوم او په زړه کې مې وویل؛ دا ارمان خو یې زمونږ د یتیم کېدلو دی؛ نور څه نه دي.
ټاکلي ځای ته ورسیدو، بې تکلفه په خاورو کښیناست، راته وایي؛ یو پلان او سوچ مې په زړه کې راګرځي، که الله تعالی کامیاب کړ؛ ډیر خوند به وکړي او مطمئن یم چې الله تعالی به یې کامیابوي، زه حیران شوم چې څه پلان به لري؟
زما حیرانتیا ته یې وخندل، وایي؛ زما پلان د غزني د محبس ماتول او مجاهدین ور څخه ازادول دي.
زما سره د موټر سایکل چلوونکی ملګری (تور عمر) یې د ترصد لپاره رانه وغوښت، وایي؛ دی په ترصد او د لارې په نښه کولو کې ډیر بیداره دی، چې په هره لاره یو ځل لاړ شي؛ بیا ور څخه نه غلطیږي، همدې ته په اشاره یې په خندا کې یوه لطیفه هم وویله، البته تفصیلات ډېر دي، خو بیا هم خبره نه اوږدوم.
د ترصُد برخه:
د شهید ابو یوسف تقبله الله د کارونو د کامیابۍ یو عُمده راز دا هم و، چې په ترصُد کې به یې ډېر دقت کاوه، په پوره دوه اونۍ کې یې ترصُد تر نهايي مرحلې ورساو؛ چې د ډېر احتیاط لپاره په خپله اتل شهید د یوه ولسي موټر څخه په استفاده؛ د ورځې ښار ته ننووت او د محبس ټول اړخونه، ټولې عمومي او فرعي لارې یې په خپله ولیدې.
د عملیاتو لپاره تیاری:
د غزني محبس چې د غزني او پکتیکا ښرنې له سرک څخه ها غاړې ته و؛ ډیرې پوستې او د دښمن شتون ډېر زیات و، نو ښکاره وه، چې ډیرو قربانیو ته اړتیا وه؛ بیا یې د مشرانو ملګرو سره چې په موقع موجود وو؛ لکه شهید عاکف او ناجح مولوي صاحب سره مجلس وکړ، ور پسې جوخت یې د خپلې دلګۍ ملګري راټول کړل او دا یې ورته وویل؛ په داسې ځای کې عملیات کوو، چې ور تګ مو د شهادت په نیت دی، د بیا راتلو هیله مو نشته، هر ملګری اختیارمند دی، که څوک تیار نه وي؛ خوا نه ور څخه بدوم، بلکې خوشحاله به یم؛ ملګري یې د لبیک په غږ کې یو تر بل وړاندې ودریدل، د شهید ابو یوسف تقبله الله د دلګۍ له ملګرو پرته؛ نورو مجاهدینو په سرک اووښتلو ته زړه ښه نه کړ؛ ځکه دا لومړی ځل و، چې په ښار کې په دومره لویه اندازه عملیات کیږي.
د عملیاتو پیل:
د محبس ماتولو او د بندیانو د ازادولو، ټول مسؤلیت د اتل شهید په غاړه و؛ همدارنګه اتل شهید ملګرو ته وویل، چې محبس ته به یوازې فدایان داخلیږي، د محبس د دروازې ښې خوا ته یوه لویه پوسته او د محبس د دروازې ټاورونه، چې عملیات یې زما په غاړه وو او شهید حذیفه چې په (منصورسعید) هم مشهوره و؛ زما سره و، شهید حذیفه د هشتادو دو 82 مسلكي و.
د پلان له مخې؛ زمونږ عملیات به تر هغو روان وي، چې فدایي خپل موټربم د محبس لویې دروازې ته ورسوي او خپل برید وکړي، د محبس د دروازې کيڼ خوا ته پوسته یې عمر فاروق امیر صاحب ته ورکړې وه، دا چې په دې وخت کې د درې ولایتونو (زابل، غزني او میدان وردګ) د نظامي قطعې مسئول شهید پیرآغا (تقبله الله) و؛ چې د کمینونو کار به د همدې قطعې ملګري کوي، نو دوه ځایه قوي کمینونه ورته ترتیب شول؛ چې یو یې د اردو لِواء چې په (یونټ) شهرت لري او بل یې د پیرزادې د کلي تر څنګ و.
د پلان بله برخه:
د ښار چریکیان ملګري به په مناسبو ځایونو کې ماینونه ځای پر ځای کوي، ترڅو د دښمن د راتلو مخه ونیسي، محبس ته مخامخ یو لوی لښتی و، چې په هغه کې په خپله اتل شهید ابو یوسف او عاکف شهید چې هشتاد دو (۸۲) یې په اوږه و، تعرضي فدایان او نور ملګري ور سره ولاړ وو.
دلته پلان داسې و، چې له عمومي سرک څخه محبس ته خامه (کچه) لاره تللې وه، چې په دې لاره کې قراول او د محبس لوی ټاور و؛ شهید عاکف به پرې د هشتاد دوو برید کوي او حافظ عمر به د فدایي موټر لپاره قراول پورته کوي او متصل به ملګري د محبس په شا و خوا پوستو او ټاورونو باندې کار شروع کوي، ابوبکر فدایي (تقبله الله) به د محبس عمومي دروازه او همدلته امنیتي ټاور له منځه وړي.
د یادونې وړ ده، چې د فدایي موټر بم فقط په همدې اندازه (برابر) شوی و، چې تخریب یې له ذکر شوې اندازې زیات نه وي؛ ځکه په داخل کې د بندیانو د اطاقونو د نړېدو خطر و.
اتل شهید د هر مسئول لپاره د مخابرې مخصوص نمبرونه جوړ کړي او مسؤلینو ملګرو ته یې ورکړي و، چې د عملیاتو د پیل غږ به په همدې نمبر کې سره کوو؛ اتل شهید غږ وکړ؛ مجاهدینو غږ مې اورئ؟
ټولو ډاډ ور کړ، چې غږ مو اورو، اتل شهید غږ وکړ، چې مؤظف ملګري خپل کار شروع کړئ، له همدې سره سم د الله اکبر غږ شو.
هر چا په خپل استقامت کار پیل کړ، شهید عاکف خپل هدف د هشتاد دوو تر برید لاندې ونیو او حافظ عمر هم د قراول په خلاصولو کې کامیاب شو، د فدایي موټربم برید هم په خپل ټاکلي ځای کې کامیاب شو، که څه هم د محبس د لویې دروازې په سر؛ ټاور ساتونکو فدایي تر سخت برید لاندې ونیو، خو بیا هم ښهٔ ډاډه خپلې موخې ته ورسېد.
ور پسې مونږ ته اتل شهید په مخابره کې غږ راوکړ، چې د محبس دروازې خوا ته ټکان بند کړئ، فدایان او تعرُضیان ملګري محبس ته ننوتل، اتل شهید په خپله د محبس دروازې ته مخامخ ولاړ و او بندیانو ته یې لارښوونه کوله، چې ټول بندیان یې انتخاب شوې لارې ته برابر او په ښه توګه یې رهنمایي کړل؛ د یادونې وړ ده، چې په ازادو شویو بندیانو کې هغه فدایان هم وه، چې د غلامې ادارې د غزني ولایت، امنیه قوماندان، زړور زاهد په غَدر نیولي او شکنجه کړي و.
د دښمن حرکات شنډول:
د ټولو پوستو دښمن، د پلان له مخې هر ځای دومره مصروف وساتل شو؛ چې یوازې د ځان په غم کې و، نور یې چا ته مرسته نشوای ور کولای، د کمین ملګرو ته چې کوم استقامتونه سپارل شوي و؛ په ښه میړانه یې مقابله وکړه، انفجارات یې هم پرې وکړل او په پیرزاده کې یې ترې یو ټانګ هم وویشت، د ښار چریکیانو هم پرې چاودنې وکړې.
خو لا بیا هم د کمین ملګرو څخه یوه اندازه ټانګونه د محبس خوا ته را تېر شول، چې زمونږ زیات شمېر ملګري د ټانګونو په راتګ سره حصار پاتې و؛ خو په دې وخت کې بندیان وتلي وو او مجاهدین له شا ور پسې روان و، شهید ابو یوسف تقبله الله د ملګرو تر ټولو وروستی مجاهد و، چې د دښمن د ټانګونو په منځ کې محفوظ را واووښت.
د پلان دقت:
دا دومره کامیاب پلان و، چې شاوخوا نیم ساعت وخت یې ونه نیو؛ خو په برکت یې 450 تنه بندیان، چې اکثریت یې مجاهدین وو؛ ازاد شول او د یوه منظم پلان له مخې تر یوه ځایه پیاده او وروسته د وسائطو په ذریعه ټول د اندړو سیمې ته انتقال شول او تر سهاره پلان شوي عملیات په بریالۍ توګه پای ته ورسېدل.
په پای کې به ووایم، چې شهید ابو یوسف تقبله الله ته د دومره لوړې کارنامې سربیره؛ بیا هم ځان ښودنې خوند نه ور کاوه، په سبا سهار یې د اندړو ولسوال مولوي عبدالهادي زاهد صاحب ته خبره وکړه، چې د بندیانو شهرتونه ترتیب او ډاډ ور کړي، چې تر خپلو ځایو به رسول کیږي، همداسې وشول او بندیان یې تر خپلو کورونو ورسول.
الله تعالی دې شهادت قبول او د جنت الفردوس په اعلی مقاماتو ونازوي.