۵- استعمار، سکولرېزم او فکري یرغل
د لوېدیځو هېوادونو لهخوا پر کمزورو او تر ډېره پر اسلامي هېوادونو تر ټولو سخت، ژور او ویجاړوونکی تاریخي، فرهنګي، اقتصادي او ديني برید استعماري حرکت او یرغل وو، دغه حرکت په بېلابېلو بڼو هڅه کړې ده چې د استعمار شویو ملتونو فکري افق، او همدارنګه د هغوی پوځي، اقتصادي، ديني او فرهنګي وړتیاوې د خپلو موخو پر لور واړوي او د خپلو غوښتنو سره سم یې عیارې کړي.
دغه یرغل پر استعمار شویو هېوادونو ډېر ناوړه اغېز کړی دی چې نښې او پایلې به یې د کلونو او پېړیو لپاره د دغو ملتونو پر ژوند پاتې وي. په حقیقت کې د اسلامي ټولنو په مېنځ کې د استعمار او سکولرېزم نفوذ د معاصرې زمانې د مسلمانانو د زوال او انحطاط له سترو لاملونو څخه شمېرل کېږي.
استعمارګر په پیل کې د اقتصادي موخو په نامه اسلامي هېوادونو ته ننوتل، خو د وخت په تېرېدو سره یې خپل استعماري اهداف بربنډ کړل. سکولرېزم هم په لومړي سر کې د هغو محصلانو له لارې اسلامي هېوادونو ته لار وموندله چې د لوړو زدهکړو لپاره اروپا او نورو هېوادونو ته تللي وو.
په تېره یوه پېړۍ کې استعمارګرو او سکولرېستانو په پوره ځواک د اسلامي ملتونو د پرمختګ او بیدارۍ مخه نیولې ده. هغوی د لوېدیځ د هر اړخیز ملاتړ په مټ خپل مهرې د اسلامي هېوادونو په مهمو دولتي څوکيو کې ځای پر ځای کړي دي او نه پرېږدي چې مخلص او دینپال مشران واک ته ورسېږي. سکولرېستانو هم د یادو موخو د پر مخ بېولو ترڅنګ تل هڅه کړې او کوي یې چې اسلام له ټولنې او حکومت څخه وباسي او یوازې یې د فردي ژوند په چوکاټ کې محدود کړي.
همدارنګه فکري یرغل د نوې استعمار له نرم او پټو وسایلو څخه دی چې بې له پوځي یرغل څخه د ملتونو عقیدې، ارزښتونه او فکري هویت په نښه کوي. په دې ډول یرغل کې له رسنیو، تعلیمي نظام، مصرفپال فرهنګ او وارداتي فکري تولیداتو څخه کار اخیستل کېږي، تر څو د نسلونو ذهنونه ورو ورو له خپلو ديني او فرهنګي ریښو څخه جلا شي.
اسلامي هېوادونه په ځانګړي ډول هغه مهال چې د پرمختګ، ځواکمنتیا او خپلواکۍ پر لور روان وي، تل د لوېدیځو هېوادونو او د کفري نړۍ د یرغلونو او بریدونو تر نښه لاندې پاتې شوي دي. دغه بریدونه او یرغلونه کله فزیکي او د پوځي لښکرو په وسیله ترسره شوي دي او کله بیا کفري هېوادونو د تکتیک او د برید د طریقې په بدلولو سره، د خیرخواهۍ تر شعار او د «استعمار» تر رنګینو او غولوونکو کلمو لاندې اسلامي هېوادونه اشغال کړي دي.
په حقیقت کې استعمار د هېوادونو د اشغال تر ټولو ترخه او خطرناکه لار ده چې ناوړه اغېزې او پایلې یې د کلونو او پېړیو لپاره د استعمار شویو هېوادونو پر بېلابېلو نسلونو سیوری غوړولی او هغوی یې تر خپل اغېز لاندې ساتلي دي.
په تېر وخت کې استعمار تر ډېره پوځي او اقتصادي څېره لرله خو په معاصر وخت کې یې فکري او فرهنګي څېره غوره کړې ده. استعمارګر د لوېدیځمحوره فکري مقتدایانو په ترویج سره هڅه کوي ذهني تړاو رامنځته کړي؛ داسې تړاو چې د خاورې له اشغال څخه هم خطرناک دی ځکه د ملتونو اراده او فکري خپلواکي له دننه کمزورې کوي.
همدارنګه فکري یرغل د سکولرېزم په چوکاټ کې چې له مهمو مفاهیمو څخه یې ګڼل کېږي، تبلیغېږي. دغه اند د ټولنیز، سیاسي او علمي ژوند څخه د دین په جلا کولو سره هڅه کوي چې د دین رول یوازې فردي ساحې ته محدود کړي. فکري یرغل آن پر یو شمېر مسلمانانو هم اغېز کړی دی چې یوازې د اسلام په نوم بسنه کوي او داسې انګېري چې اسلام یو داسې نظام دی چې یواځې له جومات سره تړاو لري او بس.
د دغو ننګونو پر وړاندې فکري پوهاوی رامنځته کول، د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ د تعلیمي نظام پیاوړتیا او د وارداتي افکارو نقادانه بیاکتنه، د فکري یرغل او د استعمار د اغېزو په مقابل کې د مبارزې له تر ټولو مهمو لارو څخه شمېرل کېږي. د ديني او فرهنګي هویت ساتنه د ټولنې د هوښیار نسل له دوامدارې پاملرنې او علمي او فکري هڅو سره تړلې ده.
. د ديني او فرهنګي هویت ساتنه د ټولنې د هوښیار نسل له دوامدارې پاملرنې او علمي او فکري هڅو سره تړلې ده.
