د خواجه شفیق‌الله ابوقدامه تقبله‌الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

خواجه شفیق‌الله عباسي، چې په ابوقدامه کلنګاري مشهور و، د سالار خواجه غلام سعید زوی او د محمد سعید لمسی و، د ۱۳۷۴ هـ ش کال د تلې میاشتې په ۲۵مه نېټه د لوګر ولایت مرکز، د کلنګار په کلي کې، په یوې متدینې، مجاهدې او درنې کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. ابوقدامه، ترڅنګ د دې چې د مکتب زده‌کوونکی و، د طالب‌العلم په توګه یې د خپل کلي په مدرسه کې هم دیني علوم زده کول او د ځوانۍ له هماغو لومړیو شېبو څخه یې د اسلامي تربیې او د کورنۍ د معنوي فضا تر اغېز لاندې، په ایمان، ادب او معرفت سمبال شخصیت خپل کړی و.

خواجه شفیق‌الله، له مرکزي لېسې څخه د تعلیمي دورې تر بشپړولو وروسته، د عصري علومو سره د ژورې مینې او لېوالتیا له امله، د لوړو زده‌کړو لار خپله کړه او د خپل ټولګي له ممتازو، هڅاندو او مخکښو محصلینو څخه شمېرل کېده. خو ابوقدامه صاحب، چې په سینه کې یې د دیني غیرت جذبه او د خپل وطن او ولس د برخلیک په اړه د مسئولیت احساس په جوش کې و، د امریکا او د هغې د متحدینو له اشغال څخه سخت ځورېده؛ له همدې امله، په ۱۳۸۸ هـ ش کال کې یې په پټه توګه، د مولوي صاحب محمدالله فاروقي تر رهبرۍ لاندې، د افغانستان اسلامي امارت له صفوفو سره یوځای او د خپل ژوند یو نوی باب پرانیست.

ابوقدامه، د خپلن دولس کلن مجاهدت او حضور پر مهال، په بېلابېلو برخو لکه چریکي فعالیتونو، ترور، کمینونو، ماین‌اېښودنې او چسپکي عملیاتو کې ځانګړې وړتیا، تجربه او مهارت وښود او ګڼې اتلولۍ یې د خپل جهادي ژوند په کارنامو کې ثبت کړې. همداراز یې د ننګرهار ولایت په ګڼو نظامي عملیاتو کې د خوارجو (داعش) پر ضد ګډون کړی و او په هر برید کې به له زړورتیا، صلابت او ټینګې روحیې سره د سنګر لومړۍ کرښه نیوله او دښمن ته به یې غاښ‌ماتوونکي ځوابونه ورکول؛ تر دې چې آن دښمن هم د هغه پر مېړانه، شهامت او اتلولۍ اعتراف کاوه.

ابوقدامه کلنګاري، په هر حالت کې، له ایمانه ډک زړه سره تل د الله تعالی جل‌جلاله له درباره د شهادت غوښتنه کوله او دا پخوانۍ هیله یې د خپل وجود په ژورو کې روزله.
خواجه شفیق‌الله، د لوړو زده‌کړو له دوه کلن سفر وروسته، د یوه چریکي فعالیت پر مهال وپېژندل شو، چې له هغې وروسته یې پټ او له سترګو پناه ژوند غوره او په خپل ټاکلي مسیر کې، په ټینګه اراده، ثابت‌قدم پاتې شو.

ابوقدامه صاحب، چې په اسلامي اخلاقو، نېکو خویونو او غوره صفاتو ښایسته و، الله متعال ورته ښکلې او باهیبته څېره او باوقاره قامت ورکړی و. شونډې یې تل په یوې خوږې او زړه‌راښکونکې موسکا مزینې وې؛ هغه موسکا چې د ده د دروني صفا، د زړه د سکون او د روح د عظمت کیسه یې کوله. د دوستانو لپاره نهایت مهربان، خواخوږی او زړه‌سواندی و او د دښمنانو پر وړاندې یو ټینګ، کلک‌اراده او نه ماتېدونکی انسان و.

ابوقدامه، د جهاد په لاره کې د کلونو کلونو سختیو، کړاوونو او بې‌شمېره تکلیفونو تر زغملو وروسته، بالاخره د ۱۳۹۹ هـ ش کال د کب میاشتې په ۱۸مه نېټه، د شپې په تیاره کې، د لوګر ولایت مرکز اړوند د خواجه بابا په کلي کې، په یوه ناجوانمردانه کمین کې، وروسته له هغې چې دښمن ته یې درانه تلفات واړول، له خپل وفادار ملګري ذکرالله وحدت سره یوځای لومړی ټپي او وروسته د شهادت لوړ مقام ته ورسېد. د هغه ملکوتي عروج، د دوستانو، یارانو او ټولو مینه‌والو پر زړونو ژور ټپ، نه هېرېدونکی غم او تلپاتې درد پرېښود.

روح دې یې ښاد وي، یاد دې یې تل ژوندی وي او زرغونه لار دې یې تل له لارویانو ډکه وي، نحسبه کذلک والله حسیبه.

Exit mobile version