د شهید نصرت الله سنګین تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

شهید نصرت الله سنګین د ایمان، اخلاص او پیاوړي عزم څښتن، د مظلوم ولس مدافع، خاموش خو فعال او د جهاد په ډګر کې زړور او بااستعداده شخصیت وو. هغه د دیني غیرت، قوي هوډ او قربانۍ ژوندی مثال و، چې ټول عمر یې د ظلم پر ضد او د حق د ټینګښت لپاره وقف کړی وو.
شهید نصرت الله سنګین د حبیب الله زوی، د میدان وردګو ولایت د نرخ ولسوالۍ د اعتبارخېلو کلي اوسېدونکی و، چې په (۱۳۷۳هـ ش) کال کې یې په یوه متدینه او مجاهده کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

زده کړې او دیني تربيه:
نوموړی د مدرسې طالب و او د قرآن کریم حافظ شو. د دیني علومو له زده کړې سره یې ژوره مینه درلوده او له هماغه پیله یې د اسلام له ارزښتونو سره قلبي تړاو وموند. د شهادت ارمان یې تل په زړه کې ژوندی و او ځان یې د الله جل جلاله د لارې لپاره وقف کړی وو.

د جهاد پیل:
نرخ ولسوالۍ کې د اربکیانو وحشت، پر بې‌ ګناه ولس ظلم او جبر د دې لامل شو، چې شهید سنګین نور چوپ پاتې نه شي. همدې حالاتو هغه دې ته وهڅاوه، چې په (۱۳۹۰هـ ش) کال کې د اسلامي امارت په لیکو کې شامل شي او د جهاد ګرم ډګر ته ودانګي. له راتګ سره سم یې په دښمن مرګوني ګوزارونه پیل کړل.

د هغه له سترو کارنامو څخه یوه دا وه، چې د نرخ ولسوالۍ د بم‌ غره په شا کې د اربکیانو پر یوه لوی مرکز یې تاریخي عملیات ترسره کړل. نوموړي له یوه کور څخه د لغم/تونل کیندلو کار پیل کړ، چې اوږدوالی یې له ۱۲۰ متره زیات وو. د همدې تونل له لارې یې د اربکیانو د مرکز لاندې ماینونه کښېښودل او مرکز یې په بشپړه توګه له خاورو سره خاورې کړ. د دې عملیاتو په پایله کې ولس د اوږدمهاله جنجال او ظلم څخه خلاص شو او اربکیان اړ شول، چې د ولسوالۍ له نیمايي څخه زیاتې سیمې پرېږدي.

مسؤلیتونه او تشکیلاتي رول:
شهید نصرت الله سنګین د خپلې وړتیا، تعهد او اخلاص له امله پرله‌ پسې مسؤلیتونه ترسره کړل. نوموړی لومړی د پکتیا ولایت د ګمرک رئیس وټاکل شو او وروسته د سرې قطعې د معاون په حیث وپېژندل شو. که څه هم بهرني سفرونه یې نه لرل، خو د هېواد دننه یې ګڼو ولایتونو ته د جهادي مأموریتونو په لړ کې سفرونه وکړل.

جهادي کارنامې:
شهید سنګین د ماینونو په جوړولو او تخنیکي چارو کې یو نادره استاد و. زیات وخت یې د خوارجو (داعشیانو) پر ضد په جګړو کې تېر کړ او د هغوی پر وړاندې یې مهم رول ولوباوه. همدارنګه د هغه په مشرۍ د ننګرهار ولایت په یوه کور کې، چې ګڼ شمېر داعش پکې ځای پر ځای شوي وو، ځانګړي عملیات ترسره شول. په دې عملیاتو کې ډېر خوارج له منځه یوړل شول، خو خپله شهید سنګین د هماغه عملیاتو پر مهال د داعشي خوارجو له لوري په شهادت ورسېد. نحسبه کذلک والله حسیبه

د دې ستړي او لالهانده مجاهد هغه ستر ارمان چې تل یې په زړه کې و، پوره شو. د خپلو وینو په نذرانه یې د حق د لارې ډېوه روښانه کړه، اللهم تقبله في الشهداء، وجعل مثواه الجنة.
د شهادت نېټه: ۱۴۰۰/۹/۱۲هـ ش کال

شخصي ژوند:
شهید نصرت الله سنګین دوه مېرمنې درلودې، خو الله جل جلاله اولاد ورنه کړ. د ژوند له ترخو خاطرو څخه یوه دا وه، چې د خپل دوهم واده په شپه یې په کور چاپه ووهل شوه، خو دی د الله جل جلاله په مرسته له نیول کېدو وژغورل شو.

Exit mobile version