د شهيد ابو عبیدة (حذیفه الکحلوت) تقبله الله ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

شهادت د مسلمان ځوان وروستی ارمان او ستر افتخار دی، شهادت د ورکېدونکې قافلې روح دی، شهادت خاموشه فکرونه بیداروي. شهادت د امت د هیلو غوټۍ په ګلابونو بدلوي.

باطل دې پوه شي؛ لکه تاسو چې څنګه په شرابو او اخلاقي فسادونو میین یاست، موږ همداسې ستاسو پر وړاندې په ګرمو معرکو کې، په زخمي ټټرونو او د شهادت په دنګو منارو مینان یو، وو او اوسو به.

صهیونیستي رژیم او د ابو شباب غرق شوي لښکر ته وایو:
د غزې هر زلمی احمد یاسین دی، سنوار دی، هنیه دی، ضیف او ابو عبیده دی. تاسو به هېڅکله خپل هدف د ابو عبیده او نورو مشرانو په شهادت تر لاسه نه کړئ.

د دې قافلې تداوم د زرګونو ابو عبیده‌وو په شتون کې تضمین دی. هر تېر، اوسنی او راتلونکی زلمی ابو عبیده دی. د ابو عبیده غږ تر هغو چې په حافظو کې ژوندی وي، راتلونکو نسلونو ته به ورسېږي او داسې به یې اوري لکه ابو عبیده چې ورته مخامخ وینا کوي. دا غږ به عزمونه قوي کړي او د دښمن پر وړاندې به یې غزا ته چمتو کړي.

د اسلامي امت د ګمنامو قافلو تاریخ شاهد دی چې د مشرانو په شهادتونو نه ورکې شوي او نه یې روحیې کمزورې شوې دي. د دې قافلو زلمي له شهادت سره بلد دي؛ شهادت یې لا قوي کوي او د باطل پر وړاندې یې غزا ته وړاندې کوي.

راځئ، نن د شهادت پال غورځنګ د یو بل ستوري د ژوند کتاب ولولو؛ د هغه چا د ژوند کیسه چې د کفر فکرونه یې شنډ کړل، د هغه چا خبرې چې د باطل برجونه یې ولړزول،
د هغه غږ چې د وخت فرعون او هامان یې ولړزول،
او د هغه شخصیت چې د شهید احمد یاسین څېره یې په فکرونو کې راژوندۍ کړه. دا ستوری او شخصیت شهید، سعید ابو عبیده دی.

شهید حذیفه الکحلوت (ابو عبیده) تقبله‌الله د اسلامي امت له تللو او پاتې مشرانو څخه یو ستر شخصیت وو، داسې شخصیت چې د مسلمان ځوان فکر او قلم یې د کفر پر وړاندې ژوندی ساتلی وو.

نوموړی د ۱۹۸۵ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د غزې په پاکه او جهادپاله خاوره کې وزېږېد. د ابو عبیده زېږون د مؤمنانو لپاره رحمت او د باطل لپاره عذاب وو، هغه د حماس د نورو ګمنامو او اتلو مشرانو په څېر ډېره موده د هجرت په دیار کې تېره کړه. اصلًا د نِیلیا و، چې کورنۍ یې د ظالمانو له ظلم څخه د خلاصون لپاره هجرت وکړ او په ۱۹۴۸ کال کې په غزه کې مېشته شوه.

ابو عبیده د عصري زده کړو کاروان ته ورننوت. الله تعالی ورته لوړ استعداد ورکړی وو. له اسلامي پوهنتونه یې په عقیده کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. د ممتازو زده‌کوونکو له ډلې څخه و او د استادانو پام یې ځان ته اړولی وو.

د وخت په تېرېدو سره د شهید احمد یاسین د قافلې یو سپېڅلی مجاهد شو. د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو ترمنځ یې د کتائب القسام د ځوانانو په لیکو کې راڅرګند شو. وروسته یې د ۲۰۰۴ کال د اکتوبر په ۲مه، په شمالي غزه کې په یوه کنفرانس کې ګډون وکړ.

په ۲۰۰۵ کال کې د قسام لوا رسمي ویاند وټاکل شو. هغه خپله ویاندويي په قوي منطق، اغېزناکو الفاظو او لوړ عزم ترسره کوله. هره وینا یې د ملګرو عزم لوړاوه او د دښمن اراده یې کمزورې کوله. د ده لومړنی ستر اعلان د صهیونیستي عسکر ګلعاد شالیت د نیول کېدو خبر و، چې د فلسطین د مظلوم ولس زړونه یې تسکین کړل او د دښمن ارکان یې ولړزول.

صهیونیستي رژیم څو ځله د ابو عبیده د شهادت هڅه وکړه. د ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۴ پورې یې د هغه د کورنۍ اړوند کورونه په نښه کړل خو بیا هم د ده اراده ماته نه شوه. په ۲۰۲۳ کال کې یو ځل بیا د هغه د کورنۍ پر کورونو بمبار وشو. ابو عبیده د خپل دین لپاره د خپلې کورنۍ ګڼ غړي قربان کړل.

هغه شل کاله په پټ مخ د قسام لوا د پوځي رسنیو مسؤلیت پر غاړه درلود. دښمن ونه توانېد چې نه یې نوم او نه یې تصویر ومومي. د هغه غږ د مظلوم ولس ژبه وه او لا هم د مؤمنانو په حافظو کې ژوندی دی.

د ۲۰۲۵ کال د جولای په ۱۸مه یې وروستۍ وینا واورول شوه. د اګست په ۳۰مه، د شپې مهال، د دښمن په وحشي بمبار کې، هغه د خپلې کورنۍ له غړو سره یو ځای شهید شو. په دې برید کې د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا ۴۰ کسان شهیدان شول.

د ۲۰۲۵ کال د دسمبر په ۲۹مه، د قسام لوا د هغه د شهادت اعلان وکړ او نوی ویاند یې وټاکه. انا لله وانا الیه راجعون، الله دې د هغه شهادت قبول کړي او وینه یې د فلسطین د ازادۍ زېری وګرځوي.

Exit mobile version