د شهید محمد نعمان غزنوي تقبله اللّٰه ژوند او کارنامو ته لنډه کتنه!

د ایمان روښانه مشال، د زړورتیا بېلګه، په نبوي اخلاقو مزین یو بشپړ انسان، د شهادت د لارې نه ستړی کېدونکی لاروی، شهید، سعید محمد نعمان غزنوي تقبله اللّٰه د شیخ عبدالاحد جواد “غزنوي” زوی، او د فتح القدیر “صاحبزاده” لمسی، په ١٣٧٦ ه.ش کال د افغانستان د غزني ولایت د آب بند ولسوالۍ د اټک کلي، په یوه علمي او جهادي کورنۍ کې دې فاني نړۍ ته سترګې وغړولې.

لومړنۍ زده کړې:
سعید، شهید غزنوي له ماشومتوبه د دیني زده کړو لار خپله کړه. هغه د خپل کلي د مسجد د ملا امام تر سیوري لاندې لومړني عقیدوي او دیني درسونه ولوستل. د قرآن د آیتونو تلاوت، د لمونځ ابتدایي تعلیمات او د اېمان بنسټونه یې په زړه کې محکم کړل، چې د ژوند د لارښوونې څراغ یې له همدغه ځایه بل شو. دا ابتدایي زده کړې هغه ته نه یوازې د علم لار پرانیسته، بلکې د اخلاص، تقوا او د نبوي اخلاقو په لار یې د حرکت تکل ورکړ، او هغه د جهاد او قربانۍ په لار کې یو متین مجاهد جوړ شو.

لومړنۍ عصري زده کړې یې هماغه د پردیسۍ په خاوره، پېښور کې ولوستې؛ هلته چې د وطن درد او د راتلونکي هیله یې یو ځای په زړه کې لویېده. له فتحې وروسته، چې د امید نوې ساه په هېواد کې وچلېده، د پلازمېنې د مشعل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ دروازې ورته پرانیستل شوې. تر آخري سمیسټر پورې ورسېد، قلم یې لا په لاس کې و، خوبونه یې لا نیمګړي وو، خو د تقدیر لیکه تر آرمانونو وړاندې تېره شوه…

د علم لاره یې د شهادت په وینو سره وتړل شوه. هغه شهید شو، خو د نیمګړو درسونو هره پاڼه یې اوس د قربانۍ، ویاړ او تلپاتې ژوند شاهدي ورکوي. د دیني زده کړو په برخه کې یې وړه دوره هم په ګرین ویلیج کې په اخلاص او پابندۍ سره بشپړه کړه، هلته یې د علم ترڅنګ د اخلاقو، تقوا او نظم بنسټونه لا پیاوړي شول، چې وروسته یې د ژوند په هر پړاو کې څرګند اغېز درلود.

جهادي فعالیتونه:
محمد نعمان د امت د هغو چوپو، خو ثابت‌ قدمه رجالو له ډلې و، چې د عقیدې غږ یې د عمل په ژبه اداء کاوه. د جهادي مبارزې په لاره کې یې فعاله ونډه واخیسته، او د آزمیښت ډکو پړاوونو ته په پرانیستې سینه ورننووت. په قندوز کې، د شیخ عبدالسلام بریالي تر څنګ، د جهاد ګرمو سنګرونو ته ښکته شو؛ هلته چې د اېمان او ویښ وجدان قوت، د باروتو له بوی سره یوځای کېده او هر ګام د قربانۍ مانا درلوده.

دا جهادي سفر اسانه نه وو، سخت کړاونه، تریخې شېبې، زخمونه او دردونه ورسره ملګري وو. نوموړی د مبارزې په بهیر کې ونیول شو، خو د الله عزوجل په ځانګړي نصرت او فضل سره بېرته ازاد شو؛ زندان یې اراده کمزورې نه، بلکې د عزم لا پیاوړتیا یې ور وبښله.

وروسته کنړ ته ولاړ، هلته یې د جهادي فعالیتونو د تنظیم او تشکیل چارې پر مخ یوړې. د شیخ زر محمد حقاني تر لارښوونې لاندې یې مبارزه پیل کړه، له خپلو همسنګره ملګرو سره یوځای د جهاد ګرمو سنګرونو ته په پوره متانت ښکته شو، او د دوښمن پر وړاندې یې له هرې ممکنې مبارزې مخ وا نه ړاوه. همدارنګه په تګاب کې، د قاري فرید تر څنګ، د اسلام د سرسخته دوښمنانو پر وړاندې وجنګېد.

د محمد نعمان کیسه د وسلې تر شور او د جګړې تر ډګرونو هاخوا ده؛ دا د نیت، استقامت او وفادارۍ کیسه ده، د امت د یو ریښتني اتل کیسه، چې د وخت په ترینګلو حالاتو کې کلک ودرېد، وازمویل شو، خو مات نه شو. له فتحې مخکې د کنړ ولایت مسؤل (والي) مولوي زر محمد “حقاني” د غزنوي شهید یادونه داسې کوي:

په ۲۰۱۷ م کال کې، هغه مهال چې زه د کنړ ولایت د اسلامي امارت نظامي مسؤول (والي) وم، شهید محمد نعمان، د غزني ولایت د شیخ عبدالاحد جواد زوی، موږ ته د ملګرتیا ویاړ راپه برخه کړ او د کنړ ولایت د جهادي محاذونو په سفرونو کې راسره یوځای شو. له لومړۍ ورځې مې د هغه له هوښیارۍ، ژورې تقوا، لوړو اخلاقو او بې‌ ریا اخلاص څخه ژور تأثر واخیست. همدغه ځانګړنو ته په کتو، ما هغه له ځان سره د اداري او امامت په دنده وګماره، او ده له ما څخه د دیني کتابونو لوستل هم پیل کړل.

د کنړ ولایت سفرونه اسانه نه وو؛ لارې یې د سختو غرونو، ژورو درو او خطرناکو ګړنګونو له منځه تېرېدلې. کله به چې ډېر ستړي شوو، د سفر بار او وسله به مو پر ځمکه کېښوده، د نښترو د دنګو ونو تر سیوري لاندې به مو دمه کوله. په همدغو شېبو کې به د ستړیا ټول دردونه آرامېدل؛ ځکه شهید نعمان به په خپله خوږه نغمه د جهادي حماسو، نعتونو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت مبارک اشعار پیل کړل. زړونه به مو تازه شول، روح او بدن به مو آرام وموند، او ستړیا به مو هېره شوه.

هغه دومره بااخلاقه او مهربانه و، چې ما ته به یې د کوم تکلیف اجازه نه راکوله؛ حتی خپله وسله به یې زما له وسلې سره یو ځای پر اوږه اخیسته. دا سفرونه له خطرونو ډک وو؛ پر ځمکه د داعش د کمینونو او ماینونو وېره وه، او په فضا کې د ډرونونو ګواښ. خو د نعمان شجاعت او لوړ اخلاق داسې وو، چې نه وېرې او نه د دوښمنانو دسیسو د هغه له وقاره څه کمولای شول.

په مجلس کې به یې زیاتره چوپتیا غوره کوله، خو تر مجلس وروسته به یې د مجلس موخې او د مجاهدینو خبرې په ډېر حکمت او پر وخت موږ ته رسولې. کله چې به یې د درسونو د پیل وخت شو، په ډېر حیا او ادب سره به یې راته وویل:
«محترمه! زما پلار درته پیغام پرېښی دی.»
د والد صاحب پیغام یې دا وو: «جهاد زموږ فریضه ده، خو د زوی د تحصیلي دورې وخت هم رانږدې شوی؛ که کار ته زیان نه رسېږي او اجازه وي، بېرته به درشي.»
ما به اجازه ورکړه.

وروسته چې بیا له شهید نعمان سره مخ شوم، په تبسم یې راته وویل: پلار مې له ما پوښتنې کولې، ما د نحو له مراعاتولو سره سم ځوابونه ورکړل. پلار مې حیران شو، چې دا درسونه دې له کومه زده کړي؟ ده ورته ویلي وو: د کنړ ولایت د سفرونو پر مهال.

له فتحې وروسته مې هم اړیکه ورسره ساتله. په یقین سره وایم، لوړ اخلاق تر ټولو ستره سرمایه وه. نن چې هغه د شهیدانو له قافلې سره یوځای شوی، د خپل سکني ورور په شان یې درد احساسوم؛ خو په دې ویاړم، چې د اسلامي نظام په چوپړ کې یې، د محترم وثیق صاحب تر څنګ، فعاله ونډه درلوده. تل به یې د وثیق صاحب پیغامونه په ډېر امانت، صفا او روڼ بیان موږ ته رسول.

له الله تعالی څخه مې دا هیله او دعا ده، چې هغه ته د مقبول شهادت لوړې درجې ور وبښي، خپلوانو او دوستانو ته یې نعم‌البدل، او اجر عظیم نصیب کړي.

دندې:
١- د جهادي سنګرونو فعال مجاهد.
٢- له فتحې مخکې د کنړ ولایت د والي اداري.
٣- دوه کاله د استخباراتو د ۰۷۰۰ ریاست د دفتر مدیر.
٤- دوه کاله د استخباراتو د عمومي رئیس وثیق صاحب سکرتر.

شهادت:
نعمان د خپل ژوند وروستیو ورځو ته په داسې حال کې ورسېد، چې موږ یې د فراق او بېلتون هېڅ اټکل نه وو کړی. له وثیق صاحب سره د کندهار ولایت پر لور سفر یې د شیخ صاحب د دیدار په نیت وکړ؛ دا سفر د زړه د سکون، دعا او له خپل امیر سره د راز او نیاز سفر و. د چهارشنبې په ورځ بېرته کابل ته راستون شو، او د پنجشنبې ورځ یې د کورنۍ له خوښۍ سره مله تېره کړه؛ د ماما د زوی د واده په مناسبت یې ټوله کورنۍ ورسره یو ځای کړه او هلته ولاړل.

د جمعې شپه او ورځ یې د خپلوانو تر منځ، د واده د خوښیو په فضا کې تېره کړه. د شنبې په شپه، له خپل فامیل سره بېرته خپل کور ته ستون شو؛ هغه کور ته چې د امن، مینې او خوښیو استوګنځی وو. د شنبې په سهار، کله چې لا د ورځې لومړۍ رڼاګانې د کور په کونجونو کې ځلېدې، د کور د اوبو د ګرمولو ګیسي بایلر چې تخنیکي ستونزه یې لرله او ګیس یې ترې وتلی وو، ناڅاپي چاودنې د فضا سکوت مات کړ، د یوې شېبې په ترڅ کې هر څه له منځه ولاړل، د کور په ودانۍ کې اور، چیغې، لوګي، وینې او د درد څړیکې سره یو ځای او تر قیامت یې هم سخت منظر قائم کړی وو.

ماشومان ټپیان شول، او نعمان د صبر، وقار او مسؤلیت څېره او دروند شخصیت د شهادت لوړ مقام ته ورسېد.
نحسبه کذالک والله حسیبه.

د شهادت نېټه: ۱۴۰۴- ه. ش کال د جدی – ٦مه نېټه.

نعمان د جګړې په سنګر کې نه، بلکې د الله تعالی د فیصلې تر سیوري لاندې شهید شو. هغه په ناڅاپي ازموینه کې د رب العلمین د رضا او الهي فیصلې په درشل کې خپله وروستۍ ساه په داسې حال کې د حق داعي ته وسپارله، چې زړه یې د اېمان په ګاڼه سمبال و.

هغه لاړ، خو یاد یې تل له موږ سره پاتې شو؛ د هغه ژوند د اخلاص مند مجاهد ژوند و، او شهادت یې د صبر پیغام. مبارک جسد یې خاورو ته وسپارل شو، الله تعالی دې نعمان ته اعلی علیین نصیب کړي، کورنۍ ته یې جمیل صبر غواړو، او موږ ټولو ته دې الله عزوجل د ده د لارې د تعقیب توفیق راوبښي.

Exit mobile version