د شر و فساد ډلې او خوارجو مشترک عملیات ترسره کړي

د خبر خپرېدو نېټه: ۱۲ ربیع الثاني، ۱۴۴۶ / ۲۴ میزان، ۱۴۰۳ / ۱۵ اکتوبر، ۲۰۲۴

د تیرې شنبې په ورځ (۲۱ میزان، ۱۴۰۳ / ۹ ربیع الثاني، ۱۴۴۶) د شر او فساد یوې ډلې ادعا وکړه چې د غور ولایت چهارصدې ولسوالۍ ته پر لاره یې په یوه برید کې څلور نظامیان شهیدان کړي دي. د ورځې په پای کې د داعشي خوارجو رسمي خبري اژانس اعماق هم د همدې ”برید“ مسؤلیت ومانه او د درو کسانو د شهادت او د یوه بل د ټپي کېدو ادعا یې وکړه.

د شر او فساد ډلې په خپل خبر کې دا هم ویلي و چې دوی د په نښه شویو کسانو وسلې له ځان سره وړې دي.

دا خبر د داعشي خوارجو او د شر او فساد ډلې ترمنځ د نږدې همکارۍ یوه وروستۍ بارزه نمونه ده. وړاندې هم په تکرار سره المرصاد مستند راپورونه خپاره کړي وو چې داعشي خوارج او باغیان نږدې همکاري سره لري او د شر او فساد ډله، د هیواد په داخل او بهر کې، د جنګیالیو او مهماتو په انتقال کې له خوارجو سره مرسته کوي.

د روان ۲۰۲۴ز کال د جون په ۲۸تمه نېټه د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې د مقاومت جبهې په نوم د شر او فساد د یوې ډلې دوه مهم قومندانان ووژل شول. سرچینو المرصاد ته وروسته تائید کړه چې دې دوو کسانو له خوارجو سره نږدې ملګرتیا درلوده او د شر او فساد د دې قومندانانو او داعشیانو ترمنځ همغږي د قومندان موسی په نوم یوه کس رامنځته کړې وه. قومندان موسی د مخکني جنګسالار قومندان حضرت علي یو سرګروپ و او بیا له داعشیانو سره یوځای شو.

همداراز تېر کال د داعشي خوارجو یوه مبلغ، چې خسر یې د فتحې په لومړیو ورځو کې د باغیانو په لیکو کې ووژل شو، په یوه غږیز پیغام کې ویلي و چې د شر او فساد ډلو ته په هر لمانځه کې دعاوې کوي او تر مرګه پورې به یې په خپلو دعاګانو کې یاد ساتي.

د داعشي خوارجو او بغاوت جبهې ترمنځ نږدې نظامي، تبلیغاتي او لوژستیکي همکارۍ د سیمې او نړۍ لپاره په ګواښ بدلېدونکې دي، ځکه چې داعشي خوارجو نه یوازې د افغانستان په داخل کې له دې همکاریو استفاده کړې بلکې بهر ته یې هم د همدې همکاریو له برکته د خپلو جنګیالیو او تبلیغاتو په صادرولو کې زیاتوالی راوستی دی.

د خبر خپرېدو نېټه: ۱۲ ربیع الثاني، ۱۴۴۶ / ۲۴ میزان، ۱۴۰۳ / ۱۵ اکتوبر، ۲۰۲۴

ابو جلال
Exit mobile version