المرصاد ته سرچینو ویلي چې له استخباراتي ادارو سره د اړیکو مخالفو داعشیانو په خیبر پښتونخوا کې خپل یو ملګری د جاسوسۍ په تور وژلی دی.
د معلوماتو له مخې، وژل شوی داعشی روح الله نومېده او د خوارجو په لیکو کې د زکریا او احمد په نومونو مشهور و.
د المرصاد سرچینې وایي، روح الله څو کاله وړاندې په ترکيه کې د خوارجو لیکو ته جلب شوی و او يه افغانستان کې یې پر ملکي او نظامي اهدافو د بریدونو ترڅنګ د داعشي خوارجو د اقتصاد ادارې تر چتر لاندې د اختطاف په ترسره کېدونکو عملیاتو کې هم لاس درلود.
پر نوموړي په مختلفو مواردو کې د داعشیانو شکونه راپورته شول،خصوصا کله چې یې د افغانستان د بلخ ولايت د يوه اختطاف شوي ماشوم په قضيه کې خپل ځینې ملګري پرېښودل چې د عملياتو په نتيجه کې ووژل شول او نوموړی د خیبر پښتونخوا جبار میلې سیمې ته د داعشيانو مرکزونو ته ولاړ.
د سرچینو له قوله، یو شمېر سخت دریځو داعشیانو له ډېر مخکې لا پر روح الله شک درلود او بالآخره یې تر تحقيق او وروسته د وژلو فيصله وشوه.
د یادونې وړ ده، د تیراه جبار میله، تور دره او اورکزي اوس په خیبر پښتونخوا کې د خوارجو مهمې ځالې بلل کیږي.
هېره دې نه وي چې د تیرې فبروري میاشتې په ۲۸تمه، د تیراه په تور دره کې د دوی پر مرکزونو د لیزري دوربینونو په توسط عملیات ترسره شول، چې لس تنه داعشیان پکې ووژل شول. همداراز، د مارچ په لومړۍ نېټه د اورکزیو د غلجو په تورکاڼي او نریک سیمه کې په یوه برید کې د حاجي الرحمن (ابو ناصر) او ملا فاروقي په نومونو د دوو مهمو داعشي قومندانانو په شمول ۹ داعشیان ووژل شول.
سخت دریځو داعشیانو پاکستان کې خپل یو ملګری وژلی
