تقریباً په پرلهپسې ډول مسلمانانو د اسلام له ظهور څخه تر څوارلسو پېړیو پورې پر ځمکه خلافتونه، امارتونه او اسلامي نظامونه حاکم ساتلي وو. په دغه بهیر کې د بشري ژبو، دودونو، فرهنګ، تمدن او د ژوند د اسانتیاوو د پراختیا دورې پیل شوې. مسلمانانو په ټولنه کې هغه غلامي، چې د اشرافو، زورواکو او ځینو مذهبونو له امله رامنځته شوې وه، له منځه یوړه. چې له برکته یې پر ځمکه د انسانیت، بشریت او ارزښتونو چتر پراخ شو او وغوړېد.
د خلفای راشدینو، اموي، عباسي او عثماني خلافتونو دورې هغه بېلګې دي چې د باطلپالو ترمنځ یې د بشریت، اخلاقو او انسانیت لپاره لارې او اصول وټاکل. په همدې بهیر کې مسلمانانو د ژوند بېلابېلې اړتیاوې درک کړې او د کشفونو او اختراعاتو په بڼه یې نړۍ ته وړاندې کړې، چې تر نن ورځې پورې د مسلمانانو او غیرمسلمانو ملتونو لپاره د الهام او تقلید سرچینې ګڼل کېږي.
پوښتنه دا ده چې نږدې یوه پېړۍ کېږي پر ځمکه اسلامي خلافت، امارت او نظام د مسلمانانو پر خاورو حاکم نه و. نن چې په افغان خاوره د اسلامي امارت ظهور شوی، پر کفري نړۍ یې منفي اغېزې، پر مسلمانانو یې مثبتې اغېزې او په عمومي ډول یې پیغام څه دی؟
کله چې یوه پېړۍ وړاندې اسلامي خاورې او دولتونه تجزیه او اشغال شول، د مسلمانانو سیمې د سرحدونو، ژبو، مذهبونو او بېلابېلو سیاسي افکارو پر بنسټ ووېشل شوې. د یهودي اشغالګرو او د هغوی متحدینو هڅه دا وه چې دین له سیاست څخه جلا کړي او اسلام یوازې د فردي عبادت او شخصي قضاوت تر کچې محدود وساتي. دغه حالت نږدې یوه پېړۍ دوام وکړ.
د همدې وضعیت د ساتلو لپاره یهود، نصارا او نور غیرمسلم ځواکونه داسې متحد شول چې د خپلو مخالفینو پر وړاندې یې سیاسي، فکري، اقتصادي او پوځي سازمانونه جوړ کړل، لکه ناټو او ملګري ملتونه، ترڅو د مسلمانانو د یووالي او اتفاق هغه محور، چې اسلامي خلافت، امارت او نظام دی، د بیا راژوندي کېدو مخه ونیسي.
الحمد لله، ثم الحمد لله، د شل کلنې مبارزې په پایله کې، چې موخه یې د الله تعالی د دین او شرعي نظام حاکمیت و، د امریکا، ناټو او د هغوی د متحدینو له ماتې او له افغانستان څخه د وتلو وروسته اسلامي امارت واک ته ورسېد او شرعي سیاست یې د دین برخه وګرځاوه.
همدې بریا او عزت کفري نړۍ دې ته اړ کړه چې له نظامي او سیاسي ماتې وروسته اقتصادي بندیزونو او فشارونو ته مخه کړي. هغه فشارونه چې مسلمانانو پخوا د شعب ابی طالب د محاصرې په څېر زغملي وو، نن یې موږ هم تجربه کوو. خو په موجود حالت کې دغه بندیزونه خپله د دوی لپاره هم ستونزې راولاړوي؛ ځکه یا باید خپلې د بشر دوستۍ او نه لاسوهنې دعوې دروغ ثابتې کړي او یا د خپلمنځي اختلافونو او کمزورۍ سره مخ شي.
نن الحمد لله، زموږ قانون د الله تعالی را نازل شوی شریعت دی، او اسلامي امارت چې سل کاله یې جوړېدل جرم ګڼل کېدل، بیا رامنځته او بنسټیز شوی دی. مهمه خبره دا ده چې د اسلامي امارت ظهور مسلمانانو ته دا پیغام ورکړ چې د غرب او کفر له اشغال څخه خلاصون ممکن دی. دغه ظهور دا هم څرګندوي چې د مسلمانانو ځواکمنتیا او خپلواکي د بهرنیو اشغالګرو تر سیوري لاندې ناشونې ده. د غرب او کفر تر سیاسي او فکري اغېز لاندې نه د دین بشپړ تطبیق ممکن دی او نه هم حقیقي سیاسي، اقتصادي او پوځي پرمختګ.
له همدې امله د امارت له ظهور سره سم د نړیوالو غبرګونونه او اندېښنې زیاتې شوې؛ ځکه هغوی پوهېدل چې دا به مسلمانان راویښ کړي او د اشغال تر سیوري لاندې د ژوند کولو پر وړاندې به د مقاومت او خپلواکۍ احساس پیاوړی کړي. إن شاء الله، افغان خاوره او حاکم اسلامي امارت به د اسلامي امت لپاره د بلال اذان وي. دغه اذان به اوږده، توره او د سبا له رڼا بېبرخې شپه پای ته ورسوي. نن چې د مسلمانانو حالات ګورو، ورځ تر بلې د غفلت پر ځای د بیدارۍ نښې پکې ښکاري. د ملت، ژبې او سرحد پر ځای د امت احساس د راټوکېدو په حال کې دی. الله تعالی دې اسلامي امارت د مسلمانانو لپاره د عزت، یووالي او بریا وسیله وګرځوي.
