د الله تعالی جلجلاله له سترو نعمتونو څخه چې ملتونو ته یې ور په برخه کوي، د امنیت او آرامۍ نعمت دی. الله تعالی جلجلاله موږ ته په سورة الفیل کې د دې ستر نعمت یادونه کوي او مشرکین متوجه کوي چې که د نورو الهي نعمتونو له امله ایمان نه راوړئ، نو لږ تر لږه د هغه امنیت شکر وباسئ چې الله تعالی جلجلاله در په برخه کړی دی؛ هغه امنیت چې ستاسو سوداګریز کاروانونه د ژمي او دوبي په موسمونو کې په ډاډه او خوندي فضا کې په سوداګرۍ بوخت ساتي. نو د همدغه ستر نعمت په شکرانه د الله تعالی جلجلاله عبادت وکړئ.
یقیناً، نن ورځ د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د سولې، امنیت او هوسا ژوند نعمت د افغان ملت لپاره د الله تعالی جلجلاله له سترو او ارزښتناکو پېرزوینو څخه شمېرل کېږي.
د افغانستان ولس په ښه توګه درک کړی چې یوازینی نظام چې امنیت، سوله او آرامي راولي او ظلم، بېعدالتي، غلا، فحشا او نورې ټولنیزې ناخوالې له منځه وړي، همدا اسلامي او قرآني نظام دی. اسلامي نظام د مسلمان ملت او مجاهد افغان ولس یوازینی انتخاب دی، او د همدې نظام د بقا او پایښت لپاره د خپلو مجاهدینو ترڅنګ ولاړ دی؛ ځکه دې ملت د اسلامي نظام د تأسیس لپاره له سر او مال څخه تېر شوی او هېڅکله یې د بشر لهخوا جوړ شوي زړېدلي نظامونه نه دي منلي او نه به یې ومني.
د اختر په مبارکو ورځو کې، له شماله تر جنوبه او له ختیځه تر لوېدیځه پورې، افغان ولس د لوی اختر مبارکې ورځې په بشپړه آرامۍ او ډاډمن امنیت کې تېرې کړې. د افغانستان په هېڅ برخه کې کومه امنیتي پېښه او یا ورته بله ستونزه رامنځته نه شوه او د خلکو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او اخوت فضا تر بل هر وخت لا پیاوړې محسوسې وه.
که څه هم د اسلام قسم خوړلي دښمنان تل هڅه کوي چې زموږ د اسلامي نظام د کمزوري کولو او له منځه وړلو لپاره له هر ډول چل، دسیسې او توطئې څخه کار واخلي او د نیابتي او مسلماننما ډلو په مرسته د اسلامي حکومت او د هېواد امنیت ګډوډ کړي، ترڅو خپلو ناوړه موخو ته ورسېږي؛ خو دوی په دې هیله تېروتلي دي او هېڅکله به ونه توانېږي چې خپلو ناروا ارمانونو ته د عمل جامه ورواغوندي.
افغان ولس دې بشپړ ډاډ ولري چې عزت، وقار او آبرو یې خوندي دي او د اسلامي نظام سرښندونکي مجاهدین به په خپل ټول ځواک د اسلامي نظام او د افغانستان د مسلمان ملت دفاع ته دوام ورکړي او هېڅکله به خوارجو او یاغیانو ته اجازه ور نه کړي چې د هېواد امنیت ګډوډ او اسلامي نظام ته زیان ورسوي.
