المرصاد خوارجو سره بغلان کې د شر او فساد د وژل شویو قومندانانو د اړیکو په تړاو تازه معلومات ترلاسه کړي

المرصاد د شر او فساد د هغو دوو قومندانانو په تړاو له خپلو سرچینو تازه معلومات ترلاسه کړي چې د تیرې جمعې په ورځ د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې ووژل شول.

یوې امنيتي سرچينې، چې د داعشي خوارجو پر ضد د امنيتي ځواکونو له عملیاتو خبره ده،

المرصاد ته ويلي چې له دې دوو کسانو سره د خوارجو ملګرتیا له ډېر وخت راهیسې روانه وه.

د سرچینې په خبره، د شر او فساد د دې قومندانانو او داعشیانو ترمنځ همغږي د قومندان موسی په نوم یوه کس رامنځته کړې وه. قومندان موسی د مخکني جنګسالار قومندان حضرت علي یو سرګروپ و او له داعشیانو سره یوځای شوی دی.

تر همغږي رامنځته کېدو وروسته، دې قومندانانو ته داعشیانو د همکارۍ او ارتباط لپاره د مولوي سیرت په نوم یو کس معرفي کړ. کله چې یو نیم کال مخکې مولوي سیرت په کندز ولایت کې د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو، خوارجو یې پرځای د بدخشان یو اوسېدونکی برکت معرفي کړ. برکت د داعشیانو فعال غړی دی او د خالد په نوم کس یې همکاري کوي.

په مقابل کې یې د شر او فساد قومندانانو له داعشیانو سره د همکارۍ لپاره د زکریا په نوم کس معرفي کړی و. د سرچینې په خبره، زکریا تېر کال په بدخشان کې د والي پر معاون او امنیه قومندان د برید لپاره داعشیانو ته موټر او نور وسائل خریداري کړي وو.

سرچینه زیاتوي چې د شر او فساد دې قومندانانو ته له دوو ګاونډيو هيوادونو پیسې رالېږل کېدې.

سرچینې خبرداری ورکړی چې داعشي خوارج هڅه کوي چې د شر او فساد په لیکو کې د خپلو خواخوږو او همکارانو په توسط نورو هیوادونو ته خپل کسان د بریدونو لپاره واستوي، او په دې هڅو کې کامیاب شوي هم دي او یو شمېر هیوادونو ته یې د په اصطلاح مقاومت جبهې له نومه په استفادې خپل د بریدونو تنظیموونکي لېږلي‌ دي. د سرچینې په وینا، د خوارجو دا تکتیک ځکه بریالی کېدای شي چې ګڼ شمېر هیوادونو په خپله خاوره کې د مقاومت په نوم جبهې کسانو ته ځای ورکړی او د ګواښ په سترګه ورته نه ګوري.

ابو جلال
Exit mobile version