المرصاد له موثقو سرچینو معلومات ترلاسه کړي، چې د خیبر قمبرخېلو په سیمه کې د داعشي خوارجو یو مهم مرکز د ډرون په بریدونو کې له منځه وړل شوی او ګڼ داعشیان پکې وژل شوي دي.
المرصاد ته باوري سرچینو تایید کړې چې نن د شپې ناوخته د خیبر پښتونخوا د خېبر ایجنسۍ اړوند د باړې په «قمبرخېلو» سیمه کې د داعشي خوارجو یو بل مهم او پټ مرکز د بې پیلوټه الوتکو په دقیقو بریدونو کې په بشپړه توګه ویجاړ او په کې مېشت ګڼ شمېر داعشیان له منځه وړل شوي دي.
که څه هم د وژل شویو داعشیانو د دقیق شمېر په اړه وروستي او بشپړ ارقام تر اوسه نه دې په ډاګه شوي، خو سرچینې تاییدوي چې دغه برید د داعشیانو لخوا د ترسره کېدونکو بریدونو مهم مرکز او پټنځای په نښه کړی او د دښمن دغه پټنځای یې په بشپړه توګه له منځه وړی دی.
له سرچینو ترلاسه شوي، معلومات ښیي، چې داعشي خوارجو په قمبرخېلو سیمه کې دا پټ مرکز د دې لپاره جوړ کړی و، ترڅو له هغه ځایه په سیمه او ګاونډیو ساحو کې د تخریبي او شومو موخو لپاره د جلب او جذب او بریدونو پلانونه تنظیم کړي، او همداراز په یاد مرکز کې داعشي جنګیالو ته روزنیزه دوره تدریس کېده، چې د دغه برید په نتیجه کې په مرکز کې موجود ټول داعشي خوارج مړه او ژوبل شوي دي.
هېره دې نه وي، چې دا لومړی ځل نه دی، چې د خیبر پښتونخوا او شاوخوا سیمو کې د داعشیانو مرکزونه تر برید لاندې نیول کېږي، بلکې المرصاد تر دې وړاندې هم په خپلو مستندو راپورونو کې افشا کړې وه، چې د خېبر په «جبار مېله» سیمه کې د خوارجو هغه تر ټولو مهم مرکز د ډرون بریدونو په واسطه ویجاړ شوی و، چې د عبدالحکیم توحیدي او ګل نظیم په څېر د پېژندل شویو داعشي مشرانو لخوا اداره کېده.
همدا راز د باړې په «شنکو» سیمه کې د خوارجو پر یو غټ مرکز په ورته برید کې ۱۱ تنه داعشیان ځای پر ځای وژل شوي وو.
