ویډیو: داعشی عالم له بغاوت جبهې ملاتړ کوي او وايي هر لمانځه کې دعا ورته کوم


د ابو حنظله ظریف جوانمرد په نوم د خراساني خوارجو یو پلوی کس چې ځان دعوتګر بولي په ډاګه د مقاومت جبهې په نوم باغیانو په ملاتړ غږیږي او د اسلامي امارت پر وړاندې د د دې جنګي ډلې جګړه ستايي.

په ویډیو کې تاسې اورېدلی شئ چې جوانمرد پر باغي ډلې ”افرین“ او ”نوش جان“ وايي، خپل ”وروڼه“ یې بولي او وايي د دې باغیانو جنګ که څه هم د ”غیر الله او فرانسې لپاره“ دی، خو بیا هم په لمانځه کې دعاوې ورته کوي او تر مرګه پورې به یې په خپلو دعاګانو کې یاد ساتي.

 

د یادونې وړ ده، چې د ابو حنظله خپل نوم محمد ظریف دی او خسر یې د اسلامي امارت لخوا د هیواد تر فتحې وروسته په پنجشېر کې له بغاوتګرانو سره یوځای ووژل شو.

جوانمرد پر پنجشېر د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو عملیات هم تر هغه وروسته غندلي وو کله چې په پنجشېر کې موجودو یو څو کسانو بغاوت اعلان کړ.

ویډیو د دې لينک له لاري کتلای شئ.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version