تېره ورځ د پېښور ښار د چارسدې په (اتمانزو) سيمه کې د نامتو عالم، شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس صاحب بې رحمانه ترور یو ځل بیا هغه پخواني ټپونه را تازه کړل چې د امت د نخبګانو او رښتینو عالمانو په وینو رنګ دي. دا پېښه یوازې يوه جنايي پېښه نه وه، بلکې د یوې داسې پروژې دوام دی چې ريښې یې په راولپنډۍ کې تغذيه کېږي او میوه یې په سيمه کې د جنازو په شکل رژېږي.
کله چې موږ د داعش او پاکستاني پوځي رژیم اړیکې ته ګورو، نو دا حقیقت د لمر غوندې روښانه کېږي چې داعش د پاکستان د پوځي استخباراتو دویم نوم دی. دا یوه استخباراتي نیابتي ملېشه ده چې د اړتیا پر مهال ترې د داسې اهدافو لپاره کار اخیستل کېږي چې پوځ یې په مخامخ ډول د کولو جرئت نه لري. د راولپنډۍ جنرالان غواړي چې خپله توره داعش خوارجو ته په لاس کې ورکړي او د دوی په واسطه هغه علماء له منځه یوسي چې ولسي نفوذ لري او کولای شي په ډېر جرأت د حق غږ پورته کړي؛ د پاکستان پوځي رژيم د دا ډول جنايتونو لپاره داعش ډله تمويلوي او په ډېرې اسانۍ يې د خپلو شومو پلانونو لپاره استفاده کوي.
دا ډول پاروونکې پېښې ثابتوي، چې داعش ډله د راولپنډۍ د جنرالانو تر مستقيم څار لاندې په خوندي ډول تګ راتګ کوي، کنه نو دا څنګه ممکنه ده چې په داسې سیمو کې چې تر سخت امنیتي څار لاندې وي، داعشي وسله وال راشي، یو ستر عالم په نښه کړي او بېرته په ډېرې آرامۍ سره ورک شي؟
که د داعش تاریخي شالید ته وکتل شي، دا ډله د نورو باطلو ډلو په پرتله د علماوو په وژلو کې ډېره مخکښه ده. د دوی په “تور منهج” کې د علم او پوهې مرکزونه تر ټولو لومړی هدف دي، ځکه دوی پوهېږي چې یو عالم کولی شي په یوازې ځان زرګونه ځوانان له فکري انحرافه وژغوري، نو ځکه یې فزیکي حذف ته لومړیتوب ورکوي.
په اسلامي تاریخ کې حتی د تاتاریانو او صلیبیانو په دور کې هم د علماوو داسې سیستماتیک ترور نه دی لیدل شوی لکه څنګه چې یې داعشیان کوي. د داعشیانو دا ډول مجرمانه کړنې او بې رحمانه قتلونه ښيي چې دا ډله له اسلامي اساساتو نه، بلکې له بهرنیو او استخباراتي دستورونو څخه سرچینه اخلي. ځکه د دوی د تور منهج اساس دا دی چې هر هغه څوک چې د دوی له افراطي او استخباراتي اجنډا سره موافق نه وي، هغه ته د مرګ سزا ورکوي.
د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس صاحب ترور کېدو دا منطقي حقیقت نور هم پیاوړی کړ چې په پاکستان کې مېشت داعشیان او د دغه هیواد پوځي رژیم د یوې سکې دوه مخونه دي. پوځ غواړي مذهبي مشران او بانفوذه اشخاص له سحنې ليرې کړي ترڅو د دوی د ظلمونو پر وړاندې څوک د غږ پورته کولو جرئت ونکړي. خو پوځ دا هدف د معاصرو خوارجو په لاس پوره کوي ترڅو د پوځ لمن پاکه پاتې شي.
په سيمه کې د علماوو په نښه کول یوه منظمه “استخباراتي پروژه” ده. تر څو چې د داعش او پوځي رژیم ترمنځ دا نامقدس تړاو له منځه نه وي تللی، د سیمې علماء او نخبګان به د داسې وحشي بریدونو قرباني کېږي. د شیخ الحدیث مولانا محمد ادریس صاحب مړينې ثابته کړه چې د خوارجو په لاس کې د چا توره ده؟ د دې فتنې د ختمولو یوازینۍ لار د پاکستان د پوځي رژيم په پلانونو ځانونه خبرول او د دغو استخباراتي پروژو په وړاندې یووالی دی.








































