که چېرې په حقیقت کې انسان د دې ډلې د تاریخي بهیر او د جګړهایز حرکت په لټه کې وي، نو پوه به شو چې تاریخي بهیر یې په عراق کې د ډیموکراتیک نظام له رامنځته کېدو او په دې خاوره کې د یوې ځانګړې ډلې واک ته رسېدو وروسته رامنځته شو.
هغه حرکت چې د داعش په نوم او نښان یعنې د عراق او شام د اسلامي دولت په نوم د مبارزې ډګر ته راووت او د خپل ځان او خپلو مبارزو لپاره یې یوه طرحه په نظر کې نیولې وه، دغه خوځښت د خپل تاسیس او پیدایښت له پیل څخه د قدرتونو د نسکورولو لاره په ذهن کې لرله او په دې اند و چې د دوی تفکر باید غالب شي او ټول خوځښتونه باید دوی ته جذب شي.
د عراق او شام په نامه (داعش) یوه خونخواره او وسله واله ډله د وحشت په فکر او طریقې سره میدان ته راووتله او څو ورځې یې د رامنځته شوي نظم په ګډوډولو سره په ځانګړې توګه په منځني ختیځ کې د وحشت او ظلم د احساس په رامنځته کولو سره هڅه کوله چې نړۍ غمځپلې کړي او خپل ناپاکه فکرونو په یو مقدس او الهي دین ونوموي.
هغې ډلې چې په خپله اساسنامه کې یې د شریعت پلي کول خپله وروستۍ موخه ښودلې وه، د ډېرو خطرناکو لارو چارو په کارولو سره یې د شریعت په بدنامولو لاس پورې کړی و.
په حقیقت کې د داعش پدیده تر ټولو بده، وحشي او د دې وحشت په اوج کې یوه له هغو ډلو څخه ده چې تر اوسه میدان ته راغلې او د بادار محور ده، که موږ د دې خوځښت د رامنځته کېدو د لاملونو په لټه کې یو، نو باید لومړی هغه څه وڅېړو چې دا ډله په کې راټوکېدلې ده، په دې توګه به موږ په سمه توګه د هغې د رامنځته کېدو لاملونه درک کړو.
داعش هغه خوځښت دی چې تار او پود یې له ظلم او تباهۍ سره تړلی دی، نه یوازې عربي هېوادونه، بلکې د سیمې ټول هېوادونه یې ناامنه کړي دي.
دا ډله څنګه او ولې رامنځته شوه؟
د دې پوښتنې په ځواب کې چې داعش ډله څنګه او ولې رامنځته شوې، باید اعتراف وکړو چې په لومړي قدم کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډو ګټو د پروګرامونو نشتوالی د دې لامل کېږي چې د داعش په څېر ډلې په خپلو رګونو کې وینه واچوي او ځان ته رمق برابر کړي.
د یو منظم او دقیق پروګرام نشتوالی د دې لامل کېږي چې د نړۍ بېلابېلې ډلې ځان بې څښتنه او بې پروګرامه تصور کړي او ځان د دې بې پروګرامۍ ژغورونکی وبولي.
د دې انسانوژونکي خوځښت دویم لامل د شتمنۍ او مقام ته د رسېدو په هیله رشوت او طمع کول دي، دا نه یوازې په سیمه کې د داعش د راپارېدو لامل شوی، بلکې د ورانکارو ډلو یو له اساسي انګېزو څخه هم ګڼل کېږي.
د عراق او سوریې جګړې او د امریکا رول
تاوتریخوالی هغه وخت د قدرتونو ترمنځ رامنځته کېږي چې یو له دې مدعیانو څخه په دې باور شي چې د هغه ځواک مخ په زوال دی او وروسته پاتې کېدو ته مخه کوي، امریکا چې په منځني ختیځ او آسیا کې په وروستیو تحولاتو کې مهم رول لري، د داعش په رامنځته کېدو کې یې هم قلم تر نورو قلمونو ډېر رنګین دی.
امریکا په عراق او بیا په سوریه کې د کورنیو جګړو په لمس کولو سره خپلو موخو ته د رسېدو هیله نږدې انګېرله او د دې ارمان د پوره کولو لپاره یې باید له ځانه نیابتي او غوږ نیونکې ډلې ولري چې د متحدینو له سرغړونې په صورت کې خپله ناهمواره لار هواره کړي.
امریکا د یوې مشخصې طرحې او برنامې له مخې د داعش حرکت ته تنظیم ورکړ او خپل هغه استخباراتي سازمان ته یې وسپاره چې په سیمه کې یې فعالیت کاوه، د امریکا لومړنۍ طرحه په سیمه کې په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې د دغه ډول حرکتونو په رامنځته کولو سره د نورو جهادي حرکتونو له منځه وړل وو، چې په راتلونکي کې د امریکا د پلانونو او طرحو لپاره خنډ کېدای شي.
له هغه ځایه چې د امریکا په اوږدمهاله پلانونو کې د چل او ګیدړتوب احساس موجود و، د داعش طرحه چې د جهادي حرکتونو د له منځه وړلو او یا لږ تر لږه بدنامولو لپاره اغېزمنه وه، د دې شومې سیوري په اوږدمهاله پلانونو کې په لومړیتوب کې وه.
هغه هېوادونه چې د دې طرحې د ریښو ټینګولو او غوړولو لپاره د کښت وړ وو، عراق او سوریه وو.