د داعش د تکفیري ډلې په فکري منطق او لیدلوري کې انسان د یوه مقدس موجود او د خدای جلجلاله د اشرف المخلوقات په توګه؛ لکه څنګه چې په قرآن عظیمالشان کې پرې ټینګار شوی، نه پېژندل کېده. برعکس، په دې خوارجي تکفیري نظام کې انسان یوازې د مشرانو د واک د ټینګښت لپاره یوه وسیله ګڼل کېده.
هغه اسلامي او انساني ضد جنایتونه چې د داعش تر واک لاندې سیمو کې ترسره شول، یوازې ساده تاوتریخوالی نه و، بلکې د یو دقیق او هدفمند پلان برخه وو؛ پلان چې په هوښیارانه جوړښت او د لوېدیځو اسلامضد کړیو په همکارۍ یې د انسان شخصیت او هویت لهمنځه وړل هدف ګرځولي وو.
داعش د رواني او کلتوري میتودونو په کارولو سره چې له لوېدیځو سلاکارانو او استعماري قدرتونو څخه یې ترلاسه کول، خلک له خپلو تاریخي او کلتوري ریښو بېلول. د دې میتودونو له ډلې یو دا و چې د انسانانو نومونه، په شمېرو بدل کړي. بندیان، ښځې، ماشومان او نور ټول، پرته له هر ډول توپیر، یوازې په شمېرو پېژندل کېدل. تاریخي ښارونه یې هم له نوو نومونو سره ونومول. دا ټول هغه لومړني ګامونه وو چې انسان یې له خپل فطري هویت (چې قرآن عظیمالشان یې د اشرف المخلوقات او د ملایکو د سجدو وړ بولي)، له خپلې خاورې سره د تړاو له احساس او له خپل تېر سره د تاریخي اړیکې له حس څخه محرومول.
داعش د انسان سپېڅلي کرامت ته هم هېڅ درناوی نه درلود. خلک یې وژل، د هغوی جسدونه یې په عامه ځایونو کې نندارې ته اېښودل او پرې شوي غړي یې د «پیغام» په توګه کارول. د دې چلند موخه دا وه چې څرګنده کړي، چې تاسو د خپل ځان واک نه لرئ، واکمنان مږ موږ یو.» دا د اسلامي اصولو او د انسانیت ښکاره سپکاوی و، ځکه اسلام د انسان بدن ته درناوی کوي او حتی د وژل شویو کسانو جسد هم محترم ګڼي.
وخت او تاریخ هم د داعش په لاس کې د لوبې وسیله شو. دوی خپل ځانګړی تقویم جوړ کړ، تاریخي آثار یې ویجاړ کړل او تل یې د «آخرالزمان» خبرې کولې. هدف دا و چې انسان په تېرو وختونو کې د اتکا ټکی ونه لري او د راتلونکي لپاره یې هم هېله پرې شي؛ یوازې د داعش د لنډمهالو امرونو له مخې فکر او ژوند وکړي. دا د کلتوري جګړې هغه بڼه وه چې پکې تېر، اوسنی او راتلونکی ټول د یو فاسد نظام تر واک لاندې راوستل کېږي.
د داعش يو بل اړخ د غلامۍ بیا راژوندي کول وو. دوی ښځې او ماشومان په بازارونو کې پلورل، ورته یې قیمتونه ټاکل او د انسانانو د اخیستلو او پلورلو لپاره یې رسېدونه ورکول. د داعشيانو په اند انسان د سوداګرۍ وړ توکی دی، نه یو درناوی لرونکی بشر.
عامه ځایونه د داعش تر واک لاندې د دوامدارې وېرې په صحنو بدل شول. هغه میدانونه چې پخوا د خوښۍ او راټولېدو ځایونه وو، د اعدام په مرکزونو بدل شول، ښوونځي زندانونه شول او لارې او کوڅې هره شیبه د اعدام د دارونو په سیورو کې ولاړې وې. په دې زهرجنه فضا کې تاوتریخوالی ورځنی عادت شو او خلک د خوښۍ پر ځای له وېرې سره ژوند ته اړ شول.
د داعش دا ټول اعمال تصادفي نه وو. دوی د دقیق پلان له مخې هڅه کوله چې د انسانیت او انساني کرامت مفهوم بدل کړي؛ داسې چې وښيي کرامت یوازې دوی ته ځانګړی دی او نور انسانان د شتون حق نه لري. دا د اسلام له حقیقي روح څخه بشپړ انحراف دی، ځکه اسلام هر انسان ته ارزښت ورکوي او هېڅ انسان د بل انسان ملکیت نه ګڼي.
د دې ليکنې درس دا دی چې انساني کرامت تل له خطر سره مخ دی. د داعش تکفيېري ډلي د تبلیغاتو او تاوتریخوالي په وسیله هڅه کوي انسان له خپل هویت او انسانیت څخه لرې کړي. له داسې ناوړه او شیطاني ایډیالوژیو سره مبارزه زموږ ګډ مسؤلیت دی. دا جګړه فکري او کلتوري ده او یوازې د بصیرت، پوهې او پوهاوي له لارې د هغې د خپرېدو مخنیوی کېدای شي.












































