د تیارو سیوری! دویمه برخه

حارث مایار

د داعش د دودیزو فکري بنسټونو څېړنه

د تیارو سیوری (داعش) د یوې افراطي او تاوتریخوالي ډلې په توګه خپلې ریښې د رحمت په پراخوالي (پاک محمدي اسلام) کې ګڼي، خو له دې غافل دي چې د تیارو سیوری (داعش) د سپېڅلي محمدي اسلام سره هیڅ ورته والی نه لري، دا منحرفه ډله د لوړو اسلامي مفاهیمو او ارزښتونو په تحریف او د دغو مفاهیمو په پراخه کچه ناوړه استفادې سره، خپل فکري بنسټونه پر غیر واقعي، افراطي او تاوتریخوالي ډکو تفسیرونو ولاړ کړي دي. د څېړنو پر بنسټ، د داعش نظري بنسټونه په دوو برخو ویشل شوي دي: سنتي «دودیز» او «نوي». دا مقاله د دودیزو بنسټونو څېړنه کوي.

د دې منحرفې او ظالمانه ډلې دودیز بنسټونه د تکفیري عقایدو هغه ټولګه ده چې د افراطي سلفي‌ګرۍ او د پخوانیو خوارجو له آراوو سرچینه اخلي او څو پېړۍ مخکنی تاریخ لري، یاد شوي بهیرونه له دین څخه په افراطي برداشت، نړۍ په دوو ډلو وېشي: «ایمان» او «کفر». هغوی د داسې هېڅ ډول تفسیر زغم نلري چې د دوی د افراطي معیارونو سره برابر نه وي.

د ژورو، هر اړخیزو تحلیلونو او ګڼو څېړنو له مخې، د دې تکفیري ډلې او د تیارو د سیوري ریښې د اسلام په لومړنیو پېړیو کې د خوارجو په فکرونو کې موندل کېږي، دا ډله د خپلو بادارانو (خوارجو) له افکارو الهام اخلي، د مسلمانانو پراخ تکفیر کوي او د «خلافت د بیا احیا» لپاره وسله‌وال پاڅون واجب ګني، په حقیقت کې داعش د خوارجو د زشت فکر وارث دی؛ له دې توپیر سره چې دوی یو ګام نور هم وړاندې تللي او د تکفیر دایره یې پراخه کړې؛ آن تر دې چې هغه حکومتونه هم کافر ګڼي چې له لویدیځ سره اقتصادي او سوداګریزې اړیکې لري، په داسې حال کې چې خپله د لویدیځو هېوادونو د لاس مُهرې دي.

نو د دې وحشي ډلې فکري منطق د تکفیر لپاره هېڅ سرحد نه پېژني او ډېر بنسټونه یې د اسلامي مفاهیمو د تحریف له لارې د بې‌حده تاوتریخوالي د توجیه لپاره برابر شوي دي، د تیارو دا ډله د خپلو ناخلفو یارانو (خوارجو) لاروۍ ده. دوی د اسلامي متونو د تفسیر په برخه کې، د آیتونو، روایتونو او د رسول الله صلی‌الله‌علیه‌وسلم او د هغه د اصحابو د سیرت په استناد، هغه څه وړاندې کوي چې د دوی له ذوق او چلند سره سمون خوري.

له هر هغه تفسیر او تحلیل څخه بیزاره دي چې د دوی له افراطي او انحرافي افکارو سره برابر نه وي، هغوی خپل مخالفین تکفیر کوي او د حقیقت څخه یې منحرف ګڼي. په اصل کې دا ډله (داعش) د قرآن عظیم‌الشان د آیتونو د جعلي او انتخابي تفسیرونو له لارې هڅه کوي چې خپلې عقیدې په قرآن عظیم‌الشان کې ومومي او د مخالفانو نظرونه رد کړي، نه دا چې د قرآن عظیم‌الشان د ریښتیني تفسیر په لټه کې وي، دوی د افراطیت په ټینګار او د آیتونو او روایتونو د مفاهیمو په تحریف سره داسې فکري بنسټونه جوړ کړي چې په خپلو کړنو کې یې وکاروي.

په ټوله کې، د داعش د فکر دودیز بنسټونه پر یو انتخابي او متحجر تفسیر ولاړ دي چې د نورو نظرونه او تفسیرونه ردوي او هغوی تکفیر کوي. دا فکر، چې ریښې یې د خوارجو او سلفي‌ګرۍ په افکارو کې دي، د اسلامي مفاهیمو په تحریف سره د خپل تاوتریخوالي لپاره اړین فکري بنسټونه برابر کړي دي.

د دې پدیدې د مهار لپاره اړینه ده چې دا بنسټونه تر نیوکې لاندې ونیول شي او هغه ځوانان چې د دې افراطي فکر ښکار شوي دي وپوهول شي او سم اسلامي تفسیر ورته وړاندې شي څو د دې تکفیري او ناوړې ډلې له جال څخه خوندي پاتې شي.

Exit mobile version