د پاکستان د جوړېدو پر مهال بلوچستان د قلات خانیت تر نامه لاندې خپلواکه اداره، عدلي نظام او د دارالعوام په نوم مشروع پارلمان درلود او له انګرېزانو سره یې تړون موجود و. انګرېزانو هم دا په لیکلي ډول منلې وه چې د هند تر جلا کېدو وروسته به د قلات د راتلونکي په اړه جلا پرېکړه کېږي. خو کله چې د هند وچه د ایالتونو د مسلمان او هندو نفوس د توازن د ساتلو په ترتیب په دوو هېوادونو ووېشل شوه، که څه هم ایالتونو ته پوره واک نه ورکول کېده، له حقوقي پلوه پاکستاني واکمنو دا حق نه درلود چې قلات دولت هم د پاکستان برخه وګرځوي، ځکه قلات د هند برخه نه وه او نه د انګرېزانو مستعمره. دا پلان یوازې په هغو سیمو د تطبیق وړ و چې د برتانوي هند برخې او د انګرېزانو مستعمرې وې.
د قلات دولت د ۱۹۴۷ کال د اګست په ۱۱مه د انګرېزانو له هر ډول اغېزې او تسلط پرته د بشپړې هراړخیزې ازادۍ اعلان وکړ او قلات دولت یې یو رسمي، مشروع او په ټولو داخلي او بهرنیو چارو کې مستقل دولت وباله.
پاکستان د قلات له خپلواکۍ درې ورځې وروسته رامنځته شو. د پاکستان مشر ګورنر جنرال محمد علي جناح، چې مخکې د قلات دولت حقوقي وکیل و او د قلات خانیت حقوقي حیثیت ورته ښه معلوم و، د قلات خپلواکي نه په رسمیت وپېژندله او نه یې رد کړه، بلکې د قلات خانیت مشر میر احمدیار خان ته یې د الحاق داسې وړاندیز وکړ چې قلات دې د صوبایي ازادۍ په لرلو سره د پاکستان برخه وګرځي.
د قلات دولت دارالعوام، چې د پارلمان حیثیت او واک یې درلود، د پاکستان د الحاق وړاندیز د څو لاملونو له مخې رد کړ:
۱. قلات د برتانوي هند برخه نه وه او له انګرېزانو سره یې تړون درلود.
۲. یو پخوانی دولت و او تر پاکستان مخکې یې خپلواکي اعلان کړې وه.
۳. پاکستان یې یو خپلواک هېواد نه، بلکې د انګرېزانو وارث او د ګټو ساتونکی باله.
۴. دارالعوام د بلوڅ قبایلو ریښتینې استازولي کوله او د پاکستان په ورګډېدو کې یې د بلوڅ قوم هویت، حیثیت، اقتصاد، وسایل، سیاسي خپلواکي، شتمنۍ او خپل کلتور له خطر سره مخ باله.
کله چې دارالعوام د پورته لاملونو له مخې د پاکستان د الحاق وړاندیز رد کړ، پاکستان د توطیو او پوځي ځواک په کارولو سره لومړی ځینې سیمې له قلات دولته بېلې او له پاکستان سره یې ونښلولې، وروسته یې د ۱۹۴۸ کال په مارچ کې پوځونه قلات ته داخل کړل. میر احمدیار خان یې تر سیاسي او پوځي فشار لاندې راوست او خان د بلوڅانو د قتلعام او درنو تلفاتو له وېرې د الحاق سند لاسلیک کړ. په دې توګه د قلات پوځي او سیاسي ځواک منحل او قلات د پاکستان برخه شو، چې هېڅ سیاسي، حقوقي او منطقي حیثیت یې نه درلود.
لومړی مقاومت: ۱۹۴۸
د الحاق له جبري عملي کېدو وروسته، په ۱۹۴۸ کال کې د قلات د شاهي کورنۍ غړي، د خان کشر ورور عبدالکریم خان بلوڅ، الحاق رد کړ او له څو سوو کسانو سره غرونو ته پورته شو او د پاکستان پر وړاندې یې د بلوچستان د ازادۍ وسلهواله مبارزه پيل کړه. په پوځي کاروانونو، چوڼیو او پوځیانو یې چریکي حملې پيل کړې.
عبدالکریم خان له دې کبله چې د احمدیار خان رسمي ملاتړ او د بلوڅ قبایلي خانانو ترمنځ یووالی نه و، ځینې بېطرفه او ځینې چوپ پاتې شول او د پاڅون ملګرتیا یې ونه کړه. د وسلو او مهماتو سخت کمښت موجود و او بلوڅ قوم په لویه کچه پر خپل راتلونکي برخلیک نه پوهېده. بالاخره تسلیم شو، زندان ته ولېږدول شو او بیا د پاکستان پر وړاندې راڅرګند نه شو.
که څه هم عملاً د عبدالکریم خان پاڅون ختم شو، خو د پاکستان پر وړاندې یې د بلوچستان د ازادۍ لپاره د داسې وسلوال مقاومت بنسټ کېښود چې د بلوڅ قوم نسل په نسل ته د یو پالونکي سپېڅلي میراث په توګه پاتې شو.









































