د اسلامي امارت پر وړاندې، د داعشي خوارجو د تبليغاتو او نیوکو شرعي ارزونه! اتمه برخه

مولوي احمد علي

#image_title

د مسلمانانو خلاف د کفارو مرسته او کومک کول یا په اصطلاح مظاهرة على المسلمين او حضرت حاطب بن أبي بلتعة:

 

نبي کریم صلى الله علیه وسلم چې کله په مکه معظمه باندې د حملې اراده وکړه، نو د حملې د دغې ارادې نه يې څو صحابه کرام خبر کړل، پاتې صحابه کرام رضوان الله علیهم اجمعین فقط دومره خبر و چې د نبي علیه السلام چیرې د حملې اراده ده، او د جنګ په تیاریانو کې مصروف دی.

 

په دغه څو خبر کړل شویو صحابه کرامو کې یو حضرت حاطب بن ابي بلتعة رضي الله تعالی عنه هم و، چې د صحابه کرامو په منځ کې يې یو ځانګړی شان درلود، د بدر په غزا کې هم شریک شوی و، په قوم قریش نه و، بلکې د بهر څخه راغلی و او په مکه معظمه کې را لوی شوی و.

 

دغه مبارک صحابي د دغې منصوبې او جنګي پلان اړوند د جاسوسۍ مرتکب شو او قریشو ته يې خط ولېږه، الله تعالی د وحيې په ذریعې سره نبي علیه السلام ته د دې خط اطلاع ور کړه، نبي علیه السلام فوراً حضرت علي، مقداد او زبیر رضي الله تعالی عنهم ولېږل او ورته يې وفرمايل؛ په روضه خاخ نومي ځای کې به یو زنانه پیدا کړئ، د هغې نه به دغه مکتوب (خط) وصول کړئ.

 

دا درې واړه صحابه کرام په ډېرې بېړي او تلوار سره لاړل، هغه ځای ته چې ورسېدل نو هغه زنانه یې پېدا کړه، هغې د خط څخه انکار وکړ؛ علي رضي الله عنه ورته وفرمايل چې د الله پیغمبر درواغ نه وايي، خط راکړه، ګنې “لًأُجردنّک” بربنډوم دې، نو هغې بوډۍ ښځې هغه خط د وېښتانو د کمڅيو څخه راوويست، صحابه کرامو رضي الله عنهم وصول کړ او نبي علیه السلام ته يې خط راورساوه.

 

نبي علیه السلام حاطب رضي الله عنه ته فرمایي: چې دا دې څه کړي حاطبه؟! حاطب رضي الله عنه فوراً اعتراف کوي او وايي: یا رسول الله! زما په باره کې تلوار ونه کړې، په الله قسم! چې دا کار ما د دین څخه د ارتداد په خاطر نه دی کړی، بلکې زه یو داسې سړی یم چې قریشي نه یم، بلکې په قریشو پورې پیوست شوی یم، نور مهاجرین قریش دي، هلته خپل خپلوان لري، نو د اهل او عیال يې څه ناڅه خیال ساتل کېږي، نو ما فقط دا په قریشو احسان کولو چې زما د اهل او عيال خیال وساتي.

 

حضرت عمر رضي الله عنه د نبي علیه السلام څخه اجازه غواړي، چې يا رسول الله! دا منافق دی، پرېږده چې سر ور څخه کټ کړم، نبي علیه السلام ورته وفرمایل؛ یقیني خبره ده چې حاطب رښتيا وويل، یعنې دا کار يې فقط د دغې شخصي ګټې په خاطر کړی، کومه يې چې بیان کړه، د کفر او ارتداد (یانې د خبث عقیدې) په وجې يې نه دی کړی.

اوس دا د حاطب رضی الله عنه د قريشو سره یو خطرناک تعاون او کومک و، د نبي علیه السلام په خلاف؛ خو نبي علیه السلام ورباندې فوراً د کفر فتوا ونه لګوله بلکې تحقیق يې ور څخه وکړ، کله چې هغه په وضاحت سره وويل چې دا کار مې د دغه دنياوي او شخصي ګټې په خاطر کړی، مرتد شوی نه یم، نو نبي علیه السلام يې تصدیق وکړ، خو بیا هم یو خطرناک جرم او ګناه وه؛ خو نبي علیه السلام سزا ور نه کړه، ځکه دا بدري صحابي و او نبي علیه السلام فرمايي چې الله سبحانه وتعالی بدریانو ته فرمايلي: “اعملوا ما شئتم قد غفرت لکم”

د عمر رضي الله عنه د سترګو څخه د غصې په وجه اوښکو دارې وهلې.

اوس د “اعملو ما شئتم” څخه مراد عام ګناهونه دي، کفر او شرک نه دی، ځکه کفر او شرک په هیڅ وخت کې هیڅ چا ته هم نه جائز کېږي، چې څوک یې هم مرتکب شي، کافر کېږي، هیڅ چا ته استثنا نه ده حاصله، الله تعالی خپل پیغمبر ته ارشاد فرمايي: “لَئِنْ اَشْرَكْتَ لَيَحْبَطَنَّ عَمَلُكَ”

[الزمر:65]

بل ځای فرمايي: “وَمَنْ يَّكْفُرْ بِالْاِيْمَانِ فَقَدْ حَبِطَ عَمَلُهٗ﴾ [المائدة:5].

په همدې وجه د اهل السنة والجماعة څلور واړه فقهي مذاهب مسلمان جاسوس ته کافر نه وايي، البته په قتل کې يې اختلاف کوي، د حاطب رضي الله عنه واقعه په بخاري شریف کې په دې الفاظو ده:

حَدَّثَنَا عَلِيُّ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ، حَدَّثَنَا سُفْيَانُ، حَدَّثَنَا عَمْرُو بْنُ دِينَارٍ، سَمِعْتُهُ مِنْهُ مَرَّتَيْنِ، قَالَ: أَخْبَرَنِي حَسَنُ بْنُ مُحَمَّدٍ، قَالَ: أَخْبَرَنِي عُبَيْدُ اللَّهِ بْنُ أَبِي رَافِعٍ، قَالَ سَمِعْتُ عَلِيًّا رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ يَقُولُ:

بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ ﷺ أَنَا وَالزُّبَيْرَ وَالْمِقْدَادَ بْنَ الْأَسْوَدِ، قَالَ: “انْطَلِقُوا حَتَّى تَأْتُوا رَوْضَةَ خَاخٍ، فَإِنَّ بِهَا ظَعِينَةً، وَمَعَهَا كِتَابٌ، فَخُذُوهُ مِنْهَا”. فَانْطَلَقْنَا تَعَادَى بِنَا خَيْلُنَا حَتَّى انْتَهَيْنَا إِلَى الرَّوْضَةِ، فَإِذَا نَحْنُ بِالظَّعِينَةِ، فَقُلْنَا: أَخْرِجِي الْكِتَابَ، فَقَالَتْ: مَا مَعِي مِنْ كِتَابٍ، فَقُلْنَا: لَتُخْرِجِنَّ الْكِتَابَ أَوْ لَنُلْقِيَنَّ الثِّيَابَ، فَأَخْرَجَتْهُ مِنْ عِقَاصِهَا، فَأَتَيْنَا بِهِ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَإِذَا فِيهِ: “مِنْ حَاطِبِ بْنِ أَبِي بَلْتَعَةَ إِلَى أُنَاسٍ مِنَ الْمُشْرِكِينَ مِنْ أَهْلِ مَكَّةَ يُخْبِرُهُمْ بِبَعْضِ أَمْرِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ”.

 

فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “يَا حَاطِبُ مَا هَذَا؟” قَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! لَا تَعْجَلْ عَلَيَّ، إِنِّي كُنْتُ امْرَأً مُلْصَقًا فِي قُرَيْشٍ، وَلَمْ أَكُنْ مِنْ أَنْفُسِهَا، وَكَانَ مَنْ مَعَكَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ لَهُمْ قَرَابَاتٌ بِمَكَّةَ، يَحْمُونَ بِهَا أَهْلِيهِمْ وَأَمْوَالَهُمْ، فَأَحْبَبْتُ إِذْ فَاتَنِي ذَلِكَ مِنَ النَّسَبِ فِيهِمْ أَنْ أَتَّخِذَ عِنْدَهُمْ يَدًا، يَحْمُونَ بِهَا قَرَابَتِي، وَمَا فَعَلْتُ كُفْرًا وَلَا ارْتِدَادًا وَلَا رِضًا بِالْكُفْرِ بَعْدَ الْإِسْلَامِ. فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ ﷺ: “لَقَدْ صَدَقَكُمْ”. قَالَ عُمَرُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! دَعْنِي أَضْرِبْ عُنُقَ هَذَا الْمُنَافِقِ؟ قَالَ: إِنَّهُ قَدْ شَهِدَ بَدْرًا، وَمَا يُدْرِيكَ لَعَلَّ اللَّهَ أَنْ يَكُونَ قَدِ اطَّلَعَ عَلَى أَهْلِ بَدْرٍ، فَقَالَ: اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ”.

په بخاري شریف کې بل ځای بیا دا شان روایت شوې ده:

حَدَّثَنِي إِسْحَاقُ بْنُ إِبْرَاهِيمَ أَخْبَرَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ إِدْرِيسَ، قَالَ: سَمِعْتُ حُصَيْنَ بْنَ عَبْدِ الرَّحْمَنِ عَنْ سَعْدِ بْنِ عُبَيْدَةَ عَنْ أَبِي عَبْدِ الرَّحْمَنِ السُّلَمِيِّ عَنْ عَلِيٍّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ، قَالَ: بَعَثَنِي رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ وَأَبَا مَرْثَدٍ الْغَنَوِيَّ وَالزُّبَيْرَ بْنَ الْعَوَّامِ، وَكُلُّنَا فَارِسٌ، قَالَ: انْطَلِقُوا حَتَّى تَأْتُوا رَوْضَةَ خَاخٍ، فَإِنَّ بِهَا امْرَأَةً مِنَ الْمُشْرِكِينَ، مَعَهَا كِتَابٌ مِنْ حَاطِبِ بْنِ أَبِي بَلْتَعَةَ إِلَى الْمُشْرِكِينَ، فَأَدْرَكْنَاهَا تَسِيرُ عَلَى بَعِيرٍ لَهَا حَيْثُ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقُلْنَا: الْكِتَابُ، فَقَالَتْ: مَا مَعَنَا كِتَابٌ، فَأَنَخْنَاهَا فَالْتَمَسْنَا، فَلَمْ نَرَ كِتَابًا، فَقُلْنَا: مَا كَذَبَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، لَتُخْرِجِنَّ الْكِتَابَ أَوْ لَنُجَرِّدَنَّكِ، فَلَمَّا رَأَتْ الْجِدَّ أَهْوَتْ إِلَى حُجْزَتِهَا، وَهِيَ مُحْتَجِزَةٌ بِكِسَاءٍ فَأَخْرَجَتْهُ، فَانْطَلَقْنَا بِهَا إِلَى رَسُولِ اللَّهِ ﷺ، فَقَالَ عُمَرُ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! قَدْ خَانَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالْمُؤْمِنِينَ، فَدَعْنِي فَلِأَضْرِبَ عُنُقَهُ.

 

فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: مَا حَمَلَكَ عَلَى مَا صَنَعْتَ؟ قَالَ حَاطِبٌ: وَاللَّهِ! مَا بِي أَنْ لَا أَكُونَ مُؤْمِنًا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، أَرَدْتُ أَنْ يَكُونَ لِي عِنْدَ الْقَوْمِ يَدٌ يَدْفَعُ اللَّهُ بِهَا عَنْ أَهْلِي وَمَالِي، وَلَيْسَ أَحَدٌ مِنْ أَصْحَابِكَ إِلَّا لَهُ هُنَاكَ مِنْ عَشِيرَتِهِ مَنْ يَدْفَعُ اللَّهُ بِهِ عَنْ أَهْلِهِ وَمَالِهِ، فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: “صَدَقَ، وَلَا تَقُولُوا لَهُ إِلَّا خَيْرًا”. فَقَالَ عُمَرُ: إِنَّهُ قَدْ خَانَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَالْمُؤْمِنِينَ، فَدَعْنِي فَلِأَضْرِبَ عُنُقَهُ، فَقَالَ: “أَلَيْسَ مِنْ أَهْلِ بَدْرٍ، فَقَالَ: لَعَلَّ اللَّهَ اطَّلَعَ إِلَى أَهْلِ بَدْرٍ، فَقَالَ: اعْمَلُوا مَا شِئْتُمْ، فَقَدْ وَجَبَتْ لَكُمْ الْجَنَّةُ، أَوْ فَقَدْ غَفَرْتُ لَكُمْ”. فَدَمَعَتْ عَيْنَا عُمَرَ، وَقَالَ: اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَعْلَمُ.

 

 

 

 

 

هرماس الافغاني
Exit mobile version