۷:- اسلامي نظام عقیدوي نظام دی
اسلام یو عقیدوي او معنوي نظام دی، چې د انسان د زړونو او ضمیرونو اداره کوي او همدا د اسلامي نظام اساسي ځانګړنه ده، یو مسلمان که ظاهراً د کوم جرم د ارتکاب وس ولري او د قاضي یا سلطان لخوا د مجازاتو وېره هم نه احساسوي، بیا هم د خپل ایمان او عقېدې له مخې ځان له ګناه څخه ساتي.
برخلاف، وضعي نظامونه چې د انسان پر عقل او غوښتنو ولاړ دي، یوازې د مادي زور، بند، جزاء او پولیسو په مرسته قوانین تطبیقوي، که دا ظاهري کنټرول له منځه ولاړ شي، اکثره خلک له قانونه سرغړونه کوي، اسلام د قوانینو د تطبیق لپاره له خلکو څخه عقیدوي تعهد غواړي، نه زور او جبر. دا حقیقت په ښکاره توګه په هغه پېښه کې څرګندیږي چې له اسلام څخه مخکې شراب څښل د عربو په منځ کې یو عام، فرهنګي او حتی د ویاړ وړ دود و.
کله چې دا آیت نازل شو: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالْأَنصَابُ وَالْأَزْلَامُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} (المائدة: ۹۰)
ژباړه: ای مؤمنانو! بېشکه چې شراب، قمار، د بتانو عبادت او غشي ويشتل د شيطاني عملونو نه دي، نو ترې ځان وساتئ، ښایي نجات ومومئ.
د دې آیت تر نزول وروسته صحابه کرامو سمدستي خپل شراب توی کړل، پیالې یې ماتې کړې، او میخانې یې ورانې کړې. سره له دې چې نه چا ته سزا ورکړل شوه، نه تعزیر وشو او نه هم امنیتي ځواکونه واستول شول، دا هر څه د عقیدې او ایمان قوت و، نه د زور اغېز.
رسول الله صلی الله علیه وسلم په حدیث کې فرمایي:
«لا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبَعًا لِمَا جِئْتُ بِهِ» (شرح السنة للبغوي)
ژباړه: له تاسو هېڅ یو تن پوره مؤمن نه شي کېدلی، تر څو چې خپل خواهشات زما د دین تابع نه کړي.
نو له همدې امله، اسلامي نظام یو عقیدوي نظام دی، چې د انسان زړه اداره کوي، د همدې عقیدې له امله، د اسلامي احکامو د تطبیق بنسټ هم ایمان دی، وضعي نظامونه که له زوره بېبرخې شي نظام یې ړنګېږي، خو اسلامي نظام د ایمان پر بنسټ دوام پیدا کوي، ځکه چې ایمان تر قانون، بند او جزا پیاوړی کنټرول لري.
۸:- اسلامي نظام د انسان د ژوند ټولو برخو ته شامل دی
اسلام یو بشپړ، جامع او الهی نظام دی، چې د انسان د ژوند ټولو اړخونو ته پراخ شوی، له عقیدې، اخلاقو او عباداتو نیولې، تر معاملو، سیاست، اقتصاد، عدل، جزا او ټولنیزو قوانینو پورې، ټولې چارې پکې شاملې دي.
الله جل جلاله فرمایي: {مَا فَرَّطْنَا فِي الْكِتَابِ مِن شَيْءٍ} (الأنعام: ۳۸)
ژباړه: موږ په دې کتاب (قرآن) کې هېڅ شی نه دی پرېښی (هر څه پکې بیان شوي دي).
او بل ځای کې فرمايي: {وَنَزَّلْنَا عَلَيْكَ الْكِتَابَ تِبْيَانًا لِكُلِّ شَيْءٍ} (النحل: ۸۹)
ژباړه: موږ پر تا دا کتاب نازل کړی، چې د هر څه وضاحت پکې شته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم هم فرمایلي:
«تَرَكْتُ فِيكُمْ مَا إِنْ تَمَسَّكْتُمْ بِهِ لَنْ تَضِلُّوا بَعْدِي: كِتَابَ اللَّهِ وَسُنَّتِي» (موطأ امام مالک)
ژباړه: ما درسره داسې څه پرېښي، چې که پرې عمل وکړئ، هېڅکله به وروسته له ما ګمراه نه شئ، هغه د الله کتاب او زما سنت دی.
اسلام د عقیدې بنسټونه لکه توحید، نبوت، آخرت، ملایکې، کتابونه او تقدیر بیان کړي دي. نبي کریم صلی الله علیه وسلم فرمایي: «الإيمان أن تؤمن بالله وملائكته وكتبه ورسله واليوم الآخر…» (صحيح مسلم)
یعنې ایمان دا دی چې پر الله، ملایکو، کتابونو، رسولانو، آخرت او تقدیر ایمان ولرې.
همدارنګه، اسلام خپلو پیروانو ته د ښه اخلاقو، صداقت، عفوې او صبر توصیه کوي، او له بدو اخلاقو لکه دروغ، غیبت، تکبر او ظلم څخه منع کوي.
نبي علیه السلام فرمایي: «إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الأَخْلاقِ» (موطأ امام مالک)
ژباړه: زه یواځې د دې لپاره لېږل شوی یم، چې غوره اخلاق پوره کړم.
لنډه دا چې اسلام د انسان د ژوند یو مکمل، ټولپرانیز او الهي نظام دی، چې عقیده، اخلاق، عبادات او معاملات ټول رانغاړي. دا نظام د الله تعالی د هدایت پر بنسټ چلېږي او هېڅ انسان، قوم یا عصر ته بېپاسخه نه پاتې کېږي، همدا ځانګړنه اسلام د بشریت د نجات یوازینی الهي نظام ګرځوي.