شهید اسماعیل هنیه؛ د جهاد او مقاومت سمبول!

سروش نیک‌سیر

نن ورځ، فلسطین او د نړۍ ټول آزادۍ غوښتونکي د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ د وتلي مشر اسماعیل هنیه د شهادت لومړۍ کلیزه لمانځي، د دغه مبارز او اغېزناک سړي د شهادت څخه یو کال تېر شو، خو یاد او خاطرې یې لا هم د میلیونونو انسانانو په زړونو کې ژوندي او تلپاتې دي.

 

اسماعیل هنیه په ۱۹۶۳ کال کې د غزې په الشاطي کډوالو کمپ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې، د کډوالو په کمپونو کې سخت ژوند، هغه له کوچنیوالي د فلسطین له درد او کړاو سره اشنا کړ، په غزه کې له اسلامي پوهنتون څخه د عربي ادبیاتو له زده کړو وروسته، د مقاومت غورځنګ سره یوځای شو او په تدریج سره د دې غورځنګ په یوه کلیدي څېره بدل شو.

 

د هنیه رهبري د غزې د تاریخ له تر ټولو سختو دورو سره برابره وه، په ۲۰۰۶ کال کې د فلسطین د مجلس په ټاکنو کې د حماس له بریا وروسته، هغه د فلسطین د حکومت د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو، خو دا بریا له سختو نړیوالو بندیزونو او بیا د غزې بشپړې محاصرې سره مل وه، په داسې شرایطو کې، هنیه ثابته کړه چې هغه د مبارزې او مقاومت میدان سړی دی.

 

د هنیه لویه ځانګړنه له خلکو سره نږدې اړیکه وه، هغه هېڅکله ځان له خلکو څخه جلا نه کړ؛ د محاصرې په سختو شرایطو کې د خلکو تر څنګ پاتې شو او د ټولو فشارونو سره سره یې هېڅکله د مقاومت روحیه له لاسه ورنکړه، د هغه هیله‌بخښونکې ویناګانې چې د غزې له تلویزیون څخه خپرېدې، د محاصره شویو خلکو لپاره د هیلو او انګېزې سرچینه وه. د شهید هنیه د کورنۍ ډېری غړي، په شمول ۱۰ اولادونه او لمسيان، د اسرائیلي صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله شهیدان شوي دي.

 

د فلسطین ځوان نسل لپاره د هنیه له مهمو درسونو څخه یو هم د وحدت اهمیت وو، هغه تل د فلسطیني ډلو پر یووالي ټینګار کاوه او په دې باور و چې یوازې په یووالي سره کولای شو د صهیونیستي دښمن په وړاندې ودریږو، د هغه دا پیغام نن له بل هر وخت څخه ډېر اهمیت لري او د فلسطین د اسلامي مقاومت د بریا یوازینۍ رمز دی.

 

هنیه په نړیواله کچه هڅه وکړه چې د فلسطین د خلکو د مظلومیت غږ نړیوالو ته ورسوي، هغه له بهرنیو رسنیو سره په بېلابېلو مرکو کې، د غزې د محاصرې واقعیتونه او د اسرائیلي صهیونیستي رژیم جنایتونه افشا کول، دا هڅې د دې لامل شوې چې د نړۍ عامه افکار له فلسطیني خلکو له حقونو سره نور هم اشنا شي.

 

د مبارزې په برخه کې د هنیه طریقه د وسله‌وال مقاومت او اغېزناکې ډیپلوماسۍ ترکیب و، هغه له یوې خوا مقاومت‌ کوونکو ته روحیه ورکوله او له بلې خوا، په نړیواله کچه د فلسطینیانو د حقونو د ملاتړ لپاره هڅې کولې، دا هوښیاره ستراتیژي او مدبرانه سیاست، د مقاومت د اهدافو په پرمختګ کې د پام وړ اغېزه درلوده.

 

نن چې د دغه ستر مشر او ریښتیني مجاهد د شهادت څخه یو کال تېرېږي، وینو چې د هغه آرمانونه له هر وخت څخه ډېر ژوندي دي، د فلسطین ځوانان د غزې په تړانګه او د کډوالو په کمپونو کې د هغه لاره تعقیبوي، د فلسطین مقاومت نن د ټولو فشارونو سره سره، له پخوا څخه ډېر قوي او منسجم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

 

د اسماعیل هنیه د شهادت د لومړۍ کلیزې یادښت یو فرصت دی چې یو ځل بیا پر هغو اصولو ټینګار وشي چې هغه د هغوی لپاره مبارزه وکړه: د اشغال په وړاندې مقاومت، د ملي یووالي ساتنه، د فلسطینیانو له حقونو دفاع او له صهیونیستي دښمن سره نه جوړجاړی. دا اصول، د فلسطین د راتلونکو نسلونو لپاره د هنیه تلپاتې میراث دی چې باید په ذهن کې یې ولري او په عمل کې یې پلي کړي.

 

په پای کې باید وویل شي چې د هنیه شهادت د لارې پای نه، بلکې د مقاومت د نوي فصل پیل وو، نن، کله چې تېر یو کال ته ګورو، نو وینو چې فلسطین لا هم ولاړ دی او خلک یې په ډېر ځواک سره مبارزې ته دوام ورکوي، دا د هغه سړي لپاره تر ټولو ښه قدرداني ده چې ټول عمر یې د فلسطین لپاره قرباني کړ. روح دې یې ښاد وي.

Exit mobile version