په نړیوال سیاست کې د دولتونو ځواک یواځې د وسلو او پوځ په شمېر نه اندازه کیږي بلکې د هغوی د ستراتېژیو په عقلانیت، د سیمې په ثبات کې د هغوی په ونډه او د ملتونو ترمنځ د باور په جوړولو کې سنجول کیږي، خو کله چې یو رژیم د دې پر ځای چې د ثبات معمار شي، د نا امنۍ د لوبو ډګر ته ننوځي نو پایله یې د اوږدمهاله کړکېچونو په بڼه راڅرګندیږي. د پاکستان پوځي رژیم د لسیزو راهیسې د همدې تګلارې استازیتوب کړی دی.
د دې رژیم په امنیتي تفکر کې یوه خطرناکه مفکوره تل ژوندۍ ساتل شوې ده: د سیمې پر وړاندې د نیابتي ډلو کارول. د همدې سیاست په سیوري کې ځینې تندلارې شبکې د ستراتېژیکو وسیلو په توګه کارول شوې دي.
داعش خوارج له هغو ډلو څخه دي، چې د سیمې د نا امنۍ په معادله کې یې نوم په وار وار راپورته شوی دی. په خیبر پښتونخوا کې د دوی د پټنځایونو، روزنیزو مرکزونو او لوجستیکي شبکو په اړه راپورونه دا پوښتنه لا پیاوړې کوي، چې ولې د داسې ډلو د فعالیتونو مخه په بشپړ ډول نه نیول کیږي؟!
دا حالت یواځې د یوې ډلې مسئله نه ده بلکې د یوې ستراتېژۍ نښه ده. کله چې افراطي شبکو ته فضا، پټنځای او امکانات برابر شي، نو ډېر ژر د سیمې د بېثباتۍ د پروژو په برخه بدلیږي. د افغانستان پر وړاندې د نا امنۍ ډېری طرحې د همدې پټو مرکزونو له سیوري را ولاړې شوې دي، داسې طرحې چې هدف یې د ثبات د کمزوري کولو او د کړکېچ د دوام ساتل دي.
خو تاریخ یو حقیقت بیا بیا ثابت کړی، هغه ځواک چې د نا امنۍ تخم شیندي، بالاخره به د هماغې نا امنۍ حاصل هم خپله رېبي. افراطیت داسې اور دی، چې سرحد نه پېژني. کله چې د سیاست د وسیلې په توګه کارول کیږي، نو ډېر ژر له کنټرول څخه وځي او د ټولې سیمې فضا تودوي.
افغانان د خپل تاریخ په اوږدو کې د فشار، یرغل او پټو پروژو پر وړاندې د مقاومت اوږده تجربه لري. جګړه یوازې د وسلو سیالي نه ده؛ جګړه حوصله، باور او عقیده غواړي. دا هغه ځواک دی، چې ملتونه پرې ولاړ پاتې کیږي او د هر ډول فشار پر وړاندې خپل دریځ ساتي.
نن پاکستان د یوه حساس تاریخي انتخاب پر درشل ولاړ دی. که د دغه هېواد سیاسي او مدني قشرونه د پوځي رژیم د ناسمو ستراتېژیو پر وړاندې د اصلاح غوښتنه ونه کړي، نو هغه بحران چې نن یواځې نښې لري، سبا به ژور او پراخ شي ځکه تاریخ ښيي، چې هغه دولتونه چې د نورو د بېثباتۍ لپاره نقشې جوړوي، ډېر ژر خپله هم د بېثباتۍ له څپو سره مخ کیږي.
د سیمې راتلونکی د جګړې په نقشه نه، بلکې د ثبات په فلسفه جوړیږي. هغه څوک چې دا حقیقت درک کړي، د راتلونکي لار به ومومي او هغه چې لا هم د نا امنۍ له اور سره لوبې کوي، د همغه اور له لمبو څخه به خوندي پاتې نه شي.
