د بې ګناه خلکو وژل د اسلام له نظره!

مولوي عبد الجبار

د اسلام له راتګ وړاندې د جاهليت په دوره کې د عربو حالت له ډول ډول ننګونو او سترو چيلنجونو سره مخ و؛ د انساني کرامت په قدر نه پوهېدل، خو رسول اللّٰه صلی اللّٰه عليه وسلم په خپل راتګ سره هغوی ته روښانه کړه چې اسلام د رحمت، عدالت او انساني کرامت دين دی. د انسان ژوند ته په اسلام کې ډېر لوړ مقام ورکړل شوی دی، تر دې چې د يوه انسان ناحقه وژل د ټول انسانيت د وژلو سره پرتله شوی عمل بلل شوی دی. له همدې امله، د بې ګناه او عامو خلکو وژل نه يوازې يو ستر اخلاقي جرم دی، بلکې په شرعي لحاظ هم له سترو ګناهونو څخه ګڼل کېږي.

په همدې لړ کې، د قرآن کريم يو شمېر نصوص وړاندې کوو، ترڅو د انسان د ژوند ارزښت وپېژنو او په دې پوه شوو چې قرآن په ښکاره ډول د انسان د ناحقه وژلو حرمت بيان کړی دی:
۱. الله تعالی فرمايلي دي: {مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا}، [المائدة: ۳۲]
ژباړه: چا چې يو انسان د وينې له بدلې يا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسې وګڼه لكه چي هغه ټول انسانان ووژل او چا چې څوک له مرګه وژغوره، داسې وګڼه لكه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه.

دا آيت څرګندوي چې د يو بې ګناه انسان وژل دومره لوی جرم دی چې د ټول بشريت د وژلو سره برابر ګڼل شوی دی، ځکه چې په ناحقه قتل کې ډېری دنيوي اواُخروي زيانونه دي، خورا خرابې پايلې لري، تر دې چې په خپله قاتل هم د دې حرکت څخه وروسته ډېر افسوس او ارمان کوي، ناحقې وينې له تويولو ځنې نور هم پر هغه جُرم باندې زړور کېږي، نو په دې حيثيت سره هر هغه سړى چې بل وژني ګواکې د بدامنۍ تاداو ږدي، او هغه د ټولو انسانانو د وژلو او د عمومي بدامنۍ دروازه پرانيزي.

۲. څوک چې د بې ګناه خلکو ناحقه قتلونه کوي، د هغوی د سختې سزا په اړه، اللّٰه تعالی فرمايي: {وَمَن يَقْتُلْ مُؤْمِنًا مُّتَعَمِّدًا فَجَزَاؤُهُ جَهَنَّمُ خَالِدًا فِيهَا وَغَضِبَ اللَّهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذَابًا عَظِيمًا}، [النساء: ۹۳]
ژباړه: هغه څوک چي كوم مؤمن له پوهې او ادراک سره سره ووژني، نو د هغه سزا دوزخ دى چي په هغه کې به د تل لپاره استوګن وي، پر هغه د الله غضب او لعنت دى او الله د هغه لپاره لوى عذاب تيار کړيدى.

دا آيت د قصدي وژنې لپاره د سخت اخروي عذاب بيان کوي، چې دا د دې عمل د خطر جديت څرګندوي. که يو مسلمان بل مسلمان په غلطۍ سره نه، بلکې په قصد سره او سره له دې چې ښه يې پېژني چې مسلمان دى خو وژني يې؛ لکه د پاکستان متجاوز او خونکار پوځي رژيم په قصد او ارادې سره زموږ بې ګناه هېوادوال وژني؛ نو د داسې خلکو لپاره په آخرت کې جهنم او لعنت او لوى عذاب دى، حتی دوی په کفارې ورکولو سره هم نه خلاصېږي.

فائده: له دغه متجاوز پوځ سره په ياده سزا کې هغه څوک هم شريکان دي چې دغه خونکار پوځ ته د مسلمانانو د وژلو فتواوې ورکوي، يا دغه ناحقه وژنو ته د جهاد او ثواب نوم ورکوي.

۳. له ناحقه وژنو، ظلم او تېري څخه اللّٰه تعالی منعه کړې ده، فرمايي: {أَلَا لَعْنَةُ اللَّهِ عَلَى الظَّالِمِينَ}، [سورة الهود: ۱۸].
ژباړه: واورئ! چې پر ظالمانو د خداى لعنت دى.
دا آيت څرګندوي چې د بې ګناه خلکو وژل ښکاره ظلم دی، او اسلام ظلم په کلکه ردوي، ظالم د ملعون انسان په توګه يادوي.

په حديثونو کې هم د بې ګناه انسان او په تېره بيا د يوه مظلوم مسلمان د وژلو حرمت بيان شوی دی او له داسې کړنو يې خپل امت منعه کړی دی.
۱/ په صحیح بخاري او صحیح مسلم کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه حديث روايت شوی دی؛ هغه فرمايلي: (لا يَحِلُّ دَمُ امرِئٍ مُسلِمٍ يَشهَدُ أنْ لا إلَهَ إلَّا اللهُ وأنِّي رَسولُ اللهِ، إلَّا بإحدى ثَلاثٍ: النَّفسُ بالنَّفسِ، والثَّيِّبُ الزَّاني، والمارِقُ مِنَ الدِّينِ التَّارِكُ للجَماعةِ).
د پورتني حديث راوي عبدالله بن مسعود رضي اللّٰه عنه دی.

په بخاري شريف کې په ۶۸۷۸ نمبر باندې او په مسلم شريف کې په ۱۶۷۶ نمبر روايت شوی دی او محدثين يې په اړه وايي چې دا صحيح حديث دی.
ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: د يوه مسلمان سړي چې د اللّٰه تعالی په وحدانيت او د رسول اللّٰه صلی الله علیه وسلم په رسالت اقرار کوي؛ وينه حلاله نه ده، مګر په درې حالتونو کې، د قصاص په حالت کې، د محصَن زاني او له دين څخه د وتونکي چې جماعت د مسلمانانو ترک کړي. دا حديث ثابتوي چې له دغو درې حالتونو څخه پرته په عادي حالت کې د انسان وژل مطلقاً حرام دي.

۲/ همداراز د جګړې اصولو ته په کتلو سره رسول اللّٰه صلی الله علیه وسلم په جګړه کې هم امر کړی: چې ښځې، ماشومان او زاړه سپينږيري مه وژنئ.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: (كان رسولُ اللهِ صلَّى اللهُ عليه وسلَّم إذا بعَث سَريَّةً قال اغزُوا بِسمِ اللهِ وفي سبيلِ اللهِ فقاتِلوا مَن كفَر باللهِ لا تغُلُّوا ولا تغدِروا ولا تُمثِّلوا ولا تقتُلوا وليدًا ولا امرأةً ولا شيخًا).
د پورتني حديث راوي عبدالله بن عباس رضي اللّٰه عنه دی.
دا حديث امام الطبراني په المعجم الأوسط ۴/۲۶۸ او امام أحمد په خپل مسند کې په ۲۷۲۸ نمبر روايت کړی دی.

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم چې به کله ډلګۍ استوله، نو ورته فرمايل يې: د اللّٰه په لاره کې جګړه په بسم اللّٰه سره پيل کوئ، په اللّٰه باندې د کفر کوونکو سره جګړه کوئ، غلو مه کوئ، غدر (ټګي) مه کوئ، مړي مه مثله کوئ، ښځې، ماشومان او زاړه سپينږيري مه وژنئ.
دا حديث څرګندوي چې حتی د جګړې په حالت کې هم عام او بې ګناه خلک خوندي دي.

۳/ په حديثونو کې دا خبره هم بيان شوې ده چې د قيامت په ورځ به د انسانانو تر منځ لومړی د وينو په اړه فيصله کېږي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي: (أولُ ما يحاسبُ عليهِ العبدُ الصلاةَ ، وإنَّ أولَ ما يُقضَى بين الناسِ في الدماءِ). د پورتني حديث راوي عبدالله بن مسعود رضي اللّٰه عنه دی.

په بخاري شريف کې په ۶۸۶۴ نمبر باندې او په مسلم شريف کې په ۱۶۷۸ نمبر روايت شوی دی او محدثين يې په اړه وايي چې دا صحيح لغيره حديث دی، امام النسائي هم روايت کړی په ۳۹۹۱ نمبر باندې.
ژباړه: د بنده سره به لومړی حساب د لمانځه په اړه کېږي او د انسانانو تر منځ به لومړی د وينو په اړه فيصله کېږي.
دا حديث هم د بې ګناه خلکو د وژنو د جرم ستروالی څرګندوي.

د سلفو (پخوانيو نېکانو علماوو) څخه هم د بې ګناه خلکو د وژلو حرمت په صراحت او تواتر سره روايت شوی دی.
۱. د عبد الله بن عمر رضي اللّٰه عنه قول: هغه فرمايي: قال ابن عمر رضي الله عنهما: “إن من ورطات الأمور التي لا مخرج من وقع نفسه فيها: سفك الدم الحرام بغير حله”، [رواه البخاري والحاكم].
ژباړه: “بې‌شکه له هغو سختو وران کاريو څخه چې انسان پکې ځان راګیر کړي، نو بيا ترې د خلاصون لار نه مومي، په ناحقه باندې وینه تویول دي پرته له شرعي حقه.
دا ثابتوي چې د يوه بې ګناه انسان وينه تويول دومره لوی جنايت دی چې کله پکې يو څوک ښکېل شي، نو بيا ترې د وتلو لاره نه مومي، ځکه دنيوي او اخروي سزاګانې يې ډېرې سترې دي.

۲. همداراز د معاويه رضي اللّٰه عنه قول، هغه فرمايي: عن معاوية رضي الله عنه قال: سمعت رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول: “كل ذنب عسى الله أن يغفره إلا من مات مشركا أو قتل مؤمنا متعمدا” [رواه أبو داود وأحمد].
ژباړه: هره ګناه کېدای شي چې الله یې وبخښي، پرته له هغه چا نه چې په شرک کې مړ شي یا یو مؤمن په قصدي ډول ووژني.

۳. همدارنګه د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا قول چې فرمايي: “من أعان على قتل مسلم بشطر كلمة لقي الله مكتوب بين عينيه: آيس من رحمة الله” [رواه أحمد وابن ماجة].
ژباړه: څوک چې د یوه مسلمان په وژلو کې د نیمې کلمې په اندازه هم مرسته وکړي، هغه به د الله حضور ته داسې ولاړ شي چې د ده د دواړو سترګو ترمنځ به لیکل شوي وي: د الله له رحمته ناامیده.

۴. د سفيان بن عيينة قول هغه فرمايي: في “شطر كلمة” “هو أن يقول: اقت” يعني لا يتم كلمة اقتل، فيا له من ذنب عظيم ما أثقله، ويا لها من جريمة ما أصبر مرتكبها على النار: (يَوْمَ لَا يَنفَعُ الظَّالِمِينَ مَعْذِرَتُهُمْ وَلَهُمُ اللَّعْنَةُ وَلَهُمْ سُوءُ الدَّارِ)[غافر: ۵۲].
ژباړه: “نيمه کلمه” دا معنا لري چې څوک یوازې ووايي: «اقـ…» او کلمه «اقتُل» (ووژنه) بشپړه نه کړي. نو وګوره چې دا څومره لویه ګناه ده او څومره دروند بار لري، او دا څومره ستر جرم دی چې مرتکب یې د اور (دوزخ) پر عذاب صبر کوي! (هغه ورځ چې ظالمانو ته به د دوی عذر هېڅ ګټه ونه رسوي، او پر هغوی به لعنت وي، او د هغوی لپاره به ډېر بد استوګنځای وي).

فائده: د امام سفيان بن عيينه په دې وينا کې په خاصه توګه هغه بې علمه مفتيان داخل دي چې د بې ګناه مسلمانانو د وژلو فتوې ورکوي، د بې ګناه مسلمان وژلو ته د جهاد او ثواب په سترګه ګوري، دوی بايد پوه شي چې دوی له دا ډول سزاګانو سره مخ کېدونکي دي.

۵. براء بن عازب رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روايت کوي چې هغه فرمايلي: “لزوال الدنيا أهون على الله من قتل مؤمن بغير حق” [رواه ابن ماجة بإسناد حسن، ورواه البيهقي والأصبهاني وزاد فيه: “ولو أن أهل سماواته وأهل أرضه اشتركوا في دم مؤمن لأدخلهم الله النار”].
ژباړه: د دنيا له زوال څخه د يو مسلمان وژل لویه ګناه ده، دا حدیث امام بیهقي او امام اصفهاني هم روایت کړی، او په هغه کې دا زیاتونه هم راغلې ده: «که د اسمانونو اوسېدونکي او د ځمکې اوسېدونکي ټول د یوه مؤمن د وینې تويولو (وژلو) کې شریک شي، نو الله به هغوی ټول اور (دوزخ) ته داخل کړي.»

۶. امام نووي رحمه اللّٰه د بې ګناه خلکو د وژلو په حرمت اجماع رانقل کړې ده، هغه فرمايي: وأما تحريم قتل النفس المعصومة فمما انعقد عليه إجماع المسلمين، وهو من أعظم المحرمات، [شرح المسلم].
ژباړه: د بې‌ګناه نفس وژل حرام دي، پر دې د مسلمانانو اجماع شوې ده، او دا له ډېر لوی حرام کار دی.

پورتني ټول نصوص په څرګنده توګه ښيي چې د بې‌ګناه انسان وژنه په اسلام کې له تر ټولو سترو ګناهونو څخه ده. حتی د داسې عمل په ترسره کولو کې لږه مرسته یا اشاره هم د سخت عذاب سبب ګرځي.

بناءً، د پاکستان متجاوز پوځ او د هغوی په حمايت کې ولاړ علماء بايد له دې نصوصو څڅه درس واخلي او درک کړي چې د هر انسان وینه درنه او محترمه ده، او هېڅوک حق نه لري چې د ناحقه وژنې ملاتړ وکړي یا ورته لار هواره کړي. همدارنګه، بانفوذه اشخاص باید ډېرې هڅې وکړي، ترڅو د دين په نوم د هغو مفتيانو مخه ونيسي چې په خپلو فتوو سره د بې‌ګناه خلکو د وینې تویېدو سبب ګرځېدلي دي، ځکه چې دا کار د الله په وړاندې ډېر دروند حساب لري.

Exit mobile version