پر عام ولس د پوځي رژيم ړندې بمبارۍ صهيونستي تقليد

عبدالرازق مزمل

پوځي رژيم چې د خپلې ستراتیژۍ او د افغانستان د داخلي وضعیت د خرابولو په موخه د فرضي کرښې په اوږدو کې پر پرتو ولسونو باندي ړندې بمبارۍ کوي. په دغو ړندو بمباريو کې په سلهاوو بې ګناه ملکي وګړي شهیدان شوي او په سلګونو نور زخميان شوي، ټول هغه وګړي وه چې د سیاست، جګړې او پوځ سره یې هیڅ تړاو نه درلود. لکه: ښځې، ماشومان، سپین ږيري، او معتادین چې د پاکستان پوځي رژیم د توغندیو او توپونو هدف وګرځېدل.

همداراز، د تېرو څو ورځو راهیسې د کنړ ولایت په بېلابېلو سیمو کې د وحشي پوځي رژیم له خوا ړندې ډزې او توغندي وار شوي، چې پایله یې د بې ګناه عامو خلکو شهادت وو. دغه رژيم چې په ښکاره د مسلمانانو ملاتړی ځان ښایي، خو په عمل کې یې لاسونه د مسلمانانو په وینو سره دي. د اسلامي احکامو له مخې، په جګړه کې حتی د دښمن (کفار) د ښځو، ماشومانو او بوډاګانو وژل حرام دي. خو دلته بې ګناه افغان ولس د دښمن له لورې نه، بلکې د هغه رژيم د توپونو لاندې راګیر شوی، چې ځان مسلمان معرفي کوي.

پوځي رژيم چې بې ګناه افغان وګړي په شهادت رسوي، نه یوازې د نړۍ په کچه بلکې د اسلامي قوانینو له مخې هم مجرم دی. اسلام د ټولو انسانانو د ژوند ساتنه کوي او هېڅ چاته اجازه نه ورکوي چې د بې ګناه خلکو ژوند واخلي. په شریعت کې د بې ګناه خلکو “شهیدانول” په ښکاره توګه لوی جرم ګڼل کیږي. قرآن کریم او د پیغمبر صلی الله علیه وسلم احادیث موږ ته دا راښیي چې د بې ګناه خلکو وژنه هېڅ ډول توجیه نه لري.

د قرآن کریم د آیتونو په رڼا کې

په قرآن کې د بې ګناه انسان وژنه د لویې ګناه په توګه بیان شوې ده. الله تعالی په قرآن کریم کې فرمایي:
وَمَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الْأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا
[سورة المائدة: ۳۲]
ژباړه: “او هغه چې یو ژوندی انسان پرته له دې چې څوک وژني یا په ځمکه کې فساد وکړي، وژني، نو دا داسې دی لکه چې ټول انسانان وژلي وي.”

بل ځای الله تعالی فرمایي:
ژباړه: “څوک چې کوم مؤمن په قصدي ډول ووژني، نو د هغه سزا د تل لپاره دوزخ دی، پر هغه د الله غضب او لعنت دی او الله د هغه لپاره لوی عذاب تیار کړی دی.”
[سورة النساء: ۹۳]

پورتني آیتونه څرګندوي چې د بې ګناه انسان وژنه یوازې د فرد لپاره نه، بلکې د ټول بشریت لپاره یوه لویه ګناه ده. که یو څوک پر بې ګناه انسان برید وکړي، داسې ګڼل کیږي لکه چې هغه ټولې نړۍ ته زیان رسولی وي. په دې توګه، که پوځي رژيم د عامو افغانانو پر وړاندې وحشيانه بریدونه کوي، دغه بریدونه د قرآني احکاماتو له مخې یوه ستره ګناه ګڼل کیږي.

د احادیثو په رڼا کې

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه روايت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
یو مسلمان چې د شهادت کلمه وايي، نو وژل یې نه روا کېږي، مګر په دریو حالتونو کې:
۱. کله چې بل څوک ووژني.
۲. په داسې حال کې زنا وکړي چې نکاح یې کړې وي.
۳. له خپل دین څخه مرتد شي او د مسلمانانو له ډلې جلا شي. (بخاري او مسلم)

همدا راز رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
د مسلمان وژنه کفر دی. (رواه مسلم)
پورتني احادیثو ته په کتو، افغان ولس د پورتنیو جرمونو څخه په یو جرم هم مرتکب نه و او نه دی.

له همدې امله د پوځي رژيم بریدونه چې د ټولو اسلامي او بشري قوانینو خلاف دي، د صهیونستي رژيم له قوانینو سره بشپړ برابر او همږغي دي. لکه څنګه چې صهیونستي رژیم په منځني ختیځ کې د خپلو استعماري پلانونو په ترڅ کې د فلسطین د مسلمانانو د شهیدانوولو او د اسلامي مقدساتو د توهین لپاره هره وسیله کاروي، همدغه شان د پاکستان پوځي رژیم په مرکزي آسیا کې د خپل واک د ټینګولو او د ګاونډیو هیوادونو د چارو د ګډوډولو لپاره ورته تخنیکونه کاروي.

همداراز، صهیونستي رژیم په غزه کې الشفا او نورو روغتونونه بمباري کړې، د پاکستان پوځ په کابل کې د “امید” په نوم د معتادینو پر روغتون ورته جرم ترسره کړ. په غزه کې صهیونستي رژیم په ډله ییز ډول په سلګونو کورنۍ شهیدانې کړې. د پاکستان پوځ هم په افغانستان کې په کونړ، نورستان، خوست، ننګرهار او پکتيکا ولایتونو پر کورنیو ډله ییز بریدونه کړي. دا بریدونه چې د یوې منظمې تګلارې برخه ده، غواړي د ړندو توپونو په وسیله د فرضي کرښې په اوږدو کې پراته خلک بې ځایه کړي.

همداراز د فرضي کرښې په اوږدو کې د پوځي رژيم جنايتونه یوازې یوه پوځي یا سیاسي مسئله نه ده، بلکې یو ټولیز ناورین دی چې قانون، ټولنه، اقتصاد، کلتور او نړیوال نظم اغېزمنوي. عام ولس په دې کې تر ټولو زیانمنونکی عنصر دی. د پاکستان پوځي رژیم که فکر کوي چې د ملکي وګړو په شهیدانو کولو سره کولای شي د افغان ولس اراده کمزورې کړي، نو سخته تېروتنه کوي. هر څومره چې شهیدان زیات شي، په همغه اندازه د مقاومت اراده لا پیاوړې کېږي.

د افغانستان خلک په شهادتونو نه کميږي، بلکې د دښمن د شرم او بزدلۍ پر وړاندې د یووالي عزم یې لا قوي کېږي. پوځي رژیم دې پوه شي چې د ملکي وګړو وژل د زړورتیا نښه نه، بلکې د شرم او بزدلۍ تر ټولو لوړه درجه ده. په پای کې، پوځي رژیم چې تل پر ملکي ځایونو بریدونه کوي، او هر ځل یې د ملکي تلفاتو شمېر لوړ وي، خو نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو ادارې یې په اړه چوپتیا یا هم ډېر کمزوری دریځ غوره کوي.

د نړیوالو بنسټونو دغه چوپتیا او کمزوری دریځ بې طرفي نه ده، بلکې د جناياتو په دوام کې شریک جرم دی. کله چې نړیواله ټولنه د ملکي وژنو، روغتیايي مرکزونو د بمباردولو، او د یوه خپلواک هېواد د حاکمیت تر پښو لاندې کېدو په وړاندې چوپه ناسته وي، نو هغه اصول چې د ملګرو ملتونو په منشور او د جنیوا کنوانسیونونو کې لیکل شوي، یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کېږي. خو ټول هغه کسان، ادارې او بنسټونه چې وس، نفوذ، رسنۍ، قلم او غږ لري، باید د پوځي رژيم د روان جنګي جنايت په باب خپل مسؤلیت په پوره ډول ادا کړي.

Exit mobile version