لکه څنګه چې موږ او تاسې په دې وروستیو کې د دوه لویو جګړو شاهدان یو، چې یوه د منځني ختیځ (اسرائیل + امریکا/ایران جګړه) او بله د جنوبي آسیا ( د اسلامي امارت او پاکستاني پوځي رژيم) ترمنځ جګړه ده. دا دواړه جګړې د دوه داسې هیوادونو لخوا را پیل شوي چې زیات مشابهتونه لري. ځینې یې موږ د مثال په ډول ذکر کوو:
۱. د پاکستان حکومت په ۱۹۴۷ کال کې جوړ شوی او د اسرائیلو حکومت په ۱۹۴۸م کال کې.
۲. د پاکستان او اسرائیلو رژیمونه دواړه د انګریزانو په مرسته جوړ شوي دي.
۳. پاکستان او اسرائیل دواړه په پردیو ځمکو جوړ شوي هیوادونه دي.
۴. د پاکستان او اسرائیلو دواړه رژیمونه پوځي دیکتاتوري رژیمونه دي.
۵. د پاکستان پوځي رژیم او د اسرائيلو پوځي رژیم دواړه د سیمې پر مسلمانانو ظلم کوي.
۶. د پاکستان او اسرائیلو پوځي رژیمونه دواړه په جګړو کې عامه نسل وژنه کوي.
۷. د پاکستان او اسرائیلو پوځي رژیمونه خوارج (ساعین بالفساد) اکمالوي.
۸. د پاکستان او اسرائیلو پوځي رژیمونه د امریکا له مرستو برخمن دي او دواړه د غزې د اشغال په بورډ کې همکار دي.
۹. د پاکستان او اسرائیلو پوځي رژیمونه خپله بقاء په جګړو کې ویني؛ ځکه خو د پاکستان پوځي رژیم جنوبي آسیا کې او د اسرائیلو پوځي رژیم منځني ختیځ کې اور بل کړی دی.
۱۰. د پاکستان او اسرائیلو پوځي رژیمونه د اسلام مبارک دین بنیادونه تخریبوي (د پاکستان په دیني برخه کې محصولات: خوارجیت او د اسرائیل محصولات: داعشي فکر، مستشرقین او نور).
دا دواړه پوځي رژیمونه له دې څخه نور هم زیات مشابهتونه لري، چې د بحث د اوږدوالي له وجې یې دلته نه ذکر کوو. خو د دوی ترمنځ یوازینی فرق د نوم په سطح دی: د پاکستان پوځي رژیم د اسلام په نامه جوړ شوی او د اسرائیلو پوځي رژیم د یهودي دولت په نامه. صرف نوم کې یې فرق دی، کارکرد یې هیڅ فرق نه کوي.
لکه څنګه چې پوهېږو، اوس په غرب کې دا نغارې ډنګيږي چې د راډیکال اسلام (سیاسي اسلام) په ضد ټوله نړۍ کې اقدامات کوي او هغه حکومتونه ضعیف یا له منځه وړي کوم چې سیاسي اسلام تطبیقوي. په همدغه مهال ټرمپ خپل بحري قوتونه منځني ختیځ ته ولېږل او پوځي رژیم ته یې د اسلامي امارت پر ضد جګړې لپاره لارښوونه وکړه.
لکه څنګه چې ولیدل شو، پوځي رژیم په داسې حالاتو کې د اسلامي امارت په خاوره د عامو خلکو کورونه بمبارد کړل، چې عین وخت کې اسرائیل او امریکا په ایران ځانونه حملې ته آماده کول. اوس دا پوښتنه مطرح کېږي: ولې په افغانستان کې د بې ګناه مسلمانانو کورونه پر ایران د امریکا او اسرائیلو برید څخه لږ موده مخکې د پاکستاني پوځي رژیم لخوا بمبارد شول؟ که د ترهګرۍ موضوع وه، ولې پوځي رژیم دومره میاشتې خاموش وو، او ولې یې برید د روژې مبارکې میاشتې پر مهال وکړ؟ آیا دا یو تصادف وو یا پټ پلان؟
د دې پوښتنې ځواب کې ویلای شو، لکه څنګه چې ولیدل شو، د منځني ختیځ جګړه او د پوځي رژیم جګړه د افغانستان په وړاندي د څو څو پټو ملاقاتونو وروسته پیل شوې؛ ټرمپ د پاکستاني پوځي رژیم له پوځي مسؤلینو (شهباز شریف، عاصم منیر) سره، او هم د اسرائیلو چارواکو سره پټ ملاقاتونه وکړل. له همدې ځایه د غزې د اشغال په بورډ کې د پاکستان د پوځي رژیم د داخلېدو کیسه هم پیل شوه. که علایمو ته وګورو، ښکاري چې په افغانستان او ایران حملې دواړه له یوه پلان څخه سرچینه لري او هدف یې د سیاسي اسلامي نظامونو له منځه وړل وو.
لکه څنګه چې پوهېږو، پوځي رژیم په وروستیو کلونو کې د امریکا په خارجي پالیسي کې خپله جایګاه له لاسه ورکړې. اوس امریکا د پاکستان پر ځای چین د مهار لپاره د هند سره همکاري ته ترجیح ورکوي. نو پاکستان، ترڅو خپل اقتصاد تر یو حده وساتي او د امریکا خارجي پالیسي کې خپله جایګاه بېرته ترلاسه کړي، ټرمپ ته د پښتونخوا “قیمتې ډبرې” وړاندې کړې او د اسلام د له منځه وړلو په برخه کې یې خپلې مرستې وړاندیز کړې.
ټرمپ ورته وویل چې ایران ته به اجازه نه ورکوي چې ځواکمن شي او تاسې باید اسلامي امارت باندې برید وکړئ، ترڅو اسلامي امارت جګړې ته مصروف شي او له پرمختګ څخه پاتې شي. پوځي رژیم دا پروژه واخیسته او د افغانستان عامو خلکو کورونه بمبارد کړل ترڅو اسلامي امارت جګړې ته تحریک شي.
د امریکا هدف
د اسلامي امارت پر ضد دې پروژې دوه اصلي اهداف وو:
۱. اسلامي امارت یوازینی خپلواک اسلامي نظام دی او پرمختګ ته روان دی. که قوي ټیکنالوژیک پرمختګ وکړي، راتلونکي کې اسلامي نړۍ ورسره پورته کیږي او د امریکا ستراتیژیکې ګټې خطر سره مخ کېږي. نو مخکې له دې چې اسلامي امارت پرمختګ وکړي، امریکا خپل اُجرتي قاتل (پاکستان) د مهار لپاره وسپارله.
۲. د امریکا یوازینی اقتصادي رقیب اوس چین دی. د نړیوالې ذبرځواکي ساتلو لپاره، امریکا د چین د اقتصادي او نظامي محاصرې هڅه کوي. هند د چین محاصرې لپاره مهم دی، خو هند او پاکستان مخالفین دي. امریکا باید هند له یوه مخالف څخه فارغه کړي، نو د همدې خاطر یې پوځي رژیم ته دنده وسپارله چې اسلامي امارت سره په جګړو مصروف کړي.
د پوځي رژیم د خاصې کړۍ ګټه
په وروستیو کلونو کې د پاکستان د پوځي رژیم دننه نارضایتي ډېره زیاته شوې، د مذهبي کړیو، ای اېس ای، پوځ او مرکزي حکومت ترمنځ اختلافات په اوج کې وو. یوې بهرنۍ سوژې ته اړتیا وه ترڅو د خلکو ذهنونه مصروف شي او نظام له پاشل کېدو څخه وساتل شي. د بهرنۍ سوژې لپاره پوځي رژیم دوه انتخابونه لرل: هند یا افغانستان. د ټرمپ د امر له مخې یې افغانستان انتخاب کړ او د عامو خلکو کورونه بمبارد کړل.
دا جګړه د ټرمپ امر، د امریکا ګټې او د پوځي رژیم د خاصې کړۍ د واک د دوام لپاره ترسره شوه، خو قربانیان یې بېګناه مسلمانان شول. د پولې دواړو غاړو مسلمانان باید د سیمې د وروستیو لوبو په ریښو فکر وکړي او هغه کسان ملعون وګرځوي څوک چې د امریکا/اسرائیلو او خپل واک د دوام لپاره د عوامو په شهادت ګټه اخلي.
