د روان ميلادي کال په فبرورۍ او مارچ مياشتو کې، د ډيورنډ فرضي کرښې په امتداد د پاکستاني بزدله پوځ له لوري د ولسي خلکو پر وړاندې هوايي حملې، توغنديز بريدونه او ډول ډول وسلې وکارول شوې، چې زموږ ډېری بېګناه افغانان پکې په شهادت ورسول شول. د اسلامي امارت د مرستيال وياند په وينا، په تازه بېرحمانه بريدونو کې چې د کونړونو ولایت په سرحدي ولسوالیو کې ملکي سیمې او خلک پکې په نښه شول، يو لړ تلفات هم درلودل.
په اسلام کې شهادت يو لوړ مقام دی؛ په قرآن کريم او احاديثو کې هغه کسان چې د الله جل جلاله په لاره کې، د ظلم پر ضد، د خپل ځان، کورنۍ، هېواد يا د مسلمانانو د دفاع په حال کې وژل کېږي، شهيدان بلل کېږي. رسول الله صلی الله علیه وسلم د جنګ په قواعدو کې په کلکه امر کړی چې ښځې، ماشومان، بوډاګان او غير جنګيالي مه وژنئ. که چېرې يو بېګناه مسلمان په داسې بريد کې ووژل شي، هغه ته د شهيد ثواب دی، ګناوې يې بښل کېږي او جنت ته ځي.
خو دا د ظالمانو لپاره هيڅ عذر نه جوړوي؛ د ملکي وګړو په نښه کول يا د هغوی په وژنه کې بېپروايي، دا عمل د ظلم او قتل دی چې په قيامت کې به يې سخت حساب ورکړي.
اسلام د ړندو بمباریو او د ملکي خلکو نښه ګرځول غندي، ځکه چې دا د (لا ضرر ولا ضرار) له اصله سرغړونه ده. عام خلک چې په خپلو کورونو کې، په لارو ګودرو کې، يا د ورځنيو چارو د ترسراوي په حالت کې هدف کېږي، د دې قتل عام مسووليت د هغو کسانو په غاړه دی چې د بزدله صفت له مخې ملکي افراد په نښه کوي او ړوند ځواک کاروي.
پاکستانی پوځي رژیم چې د خپلو شومو عملياتو په ترڅ کې ملکي سیمې او افراد په نښه کوي، د وحشت يو تصوير وړاندې کوي. کورونه ويجاړول، مدرسې، جوماتونه، روغتونونه او عامه تاسيسات تخريبول، ماشومان او ښځې شهيدانول، د ملکي وګړو بېکوره کول او نور ډول ډول تکتيکونه کارول، په غزه کې د صهيونيستي رژيم د عملياتو سره ورتهوالی لري، چې هلته هم د «ترهګرو پر ضد» ادعا لاندې په ړندې بمبارۍ، چاپو او فرشي ماينونو له امله په لويه کچه د ملکي وګړو تلفات رامنځته شول.
دواړه پوځي رژيمونه په ډېره سپين سترګۍ د ملکي وګړو او سيمو هدف ګرځونه د «څنډيز زيان» په توګه توجيه کوي، پداسې حال کې چې بشري حقونو ادارې دا غندي او وايي چې دا د نړيوالو قوانينو (لکه د جګړې قوانین) خلاف عمل دی. بل دا ورتهوالی په دې کې دی چې دواړه رژیمونه د «امنيت» په نوم له ځواک څخه نابرابره استفاده کوي، د ملکي تلفاتو مسوولیت نه مني يا يې کموي. د دوی دا وحشت هيڅ توجيه نه لري. اسلام د عدالت، رحم او د بېګناه خلکو د ژوند ساتنې امر کوي، نه د ړندو بريدونو.
پاکستانی پوځي رژيم بايد پوه شي چې د اسرائيلي تکتيکونو تقليد نه يوازې افغانانو لپاره، بلکې ټولې سيمې ته خطرناک دی. نه يوازې دا چې سوله او امنيت نشي تامينولی، بلکې لا زياتو شخړو او توندروۍ ته لاره هواروي چې تر ټولو زيات زيان به يې د پاشل کېدو په ګړنګ ولاړ پاکستان وويني.
موږ دا وحشت په کلکو ټکو غندو. د کونړ د بېګناه ولسونو قرباني او شهادت به هېر نشي، له پوځي رژیم او مليشو څخه به يې پوره پوره حساب واخيستل شي، ان شاءالله.
