د داعش پاکستاني څانګه: د ترهګرۍ نوی وسیله او د آی ایس آی پخوانۍ لوبه

اکبر جمال

د پاکستان اوسني امنیتي وضعیت او په سیمه کې د بدلیدونکي حالت په رڼا کې، د دولت او د داعش د پاکستان څانګې ترمنځ اړیکې یو ځل بیا په نړیواله او کورني کچه د بحث مرکز ګرځېدلي دي. په وروستیو کلونو کې ګڼ شمېر داسې پېښې او شواهد مخې ته راغلي، چې دا انګېرنه یې لا پیاوړې کړې ده، چې د پاکستان پوځ او د هغه استخباراتي ادارې، آی ایس آی او ایم آی، د خپلو ځانګړو ستراتیژیکو ګټو د ترلاسه کولو لپاره د داعش خراسان په څېر ترهګریز عناصر د یوې وسیلې په توګه کاروي.

په دې اړه د پاکستان د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ په سیمه کې د “محمد اقبال د محمد شامدار زوی” په نوم د یو کس وژل کېدل او له هغه څخه ترلاسه شوي اسناد د دې پټې اړیکې په افشا کولو کې مهم رول لوبولی دی. دا انکشاف چې یو کس په یوه وخت کې د آی ایس آی لپاره کار کاوه او همدارنګه یې داعش ته رسد برابرولو مسؤلیت هم درلود، د آی ایس آی پر ضد د هغو پخوانیو تورونو او بیانیو تصدیق ګڼل کېږي چې پاکستان کې د موجودو ترهګرو ډلو ریښې په یو ډول د دولتي ملاتړ سره تړلې دي.

د المرصاد د راپور له مخې، له دې اسنادو دا هم څرګندیږي چې د استخباراتي ادارو ځینې کسان په بېلابېلو نومونو د داعش په بنسټیز جوړښت کې فعال دي، چې هدف یې د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای د هغې د فعالیتونو لوری د خپلو غوښتنو سره سم تنظیمول دي.

د همدې لړۍ یوه بله برخه د شیخ ادریس رحمه‌الله شهادت او څو میاشتې مخکې په اسلام‌اباد کې د اهلِ تشیع پر عبادت‌ځای ځانمرګی برید هم دی، چې شنونکي یې د داعش او د پاکستاني پوځ او استخباراتي ادارو ترمنځ د زیاتېدونکي همکارۍ او همدارنګه د داخلي اختلافاتو په رڼا کې ګوري. له دې پېښو څخه دا څرګندیږي چې کله هم د پاکستان پوځ ته د کوم ځانګړي ډلې یا کس اړتیا پاتې نه شي، یا هغه د کوم لوی پلان پر وړاندې خنډ وګرځي، نو هغه د داعش په څېر د اجرتي قاتلانو په وسیله له لارې لرې کېږي.

پر پاکستان باندې له اوږدې مودې راهیسې دا تور لګېدلی چې ترهګري د خپلې “بهرنۍ پالیسۍ د وسیلې” په توګه کاروي. داعش په سیمه کې فعاله ساتل هم د دې لپاره ګڼل کېږي چې پاکستان نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول لوېدیځ ته دا وښيي چې سیمه له سخت خطر سره مخ ده، څو له دې لارې امنیتي مرستې او سیاسي امتیازات ترلاسه کړي. لکه څنګه چې د پخواني ولسمشر جنرال ضیاء الحق او جنرال پرویز مشرف په دورو کې د امریکا د موخو لپاره د افغانستان په اړه د پاکستاني پوځ دا پخوانی چلند پاتې شوی دی.

یاد دي وي چي د خیبر پښتونخوا د تیراه درې وضعیت د پاکستاني پوځ او د داعش د پاکستان څانګې د همکارۍ یوه عملي بېلګه ګڼل کېږي. په سخته یخنۍ کې د ځايي خلکو د “آپریشن” په نوم له خپلو کورونو په زور ایستل، هلته د داعشي عناصرو د موجودیت راپورونه خپرېدل او بیا د داعش فعال کېدل، د یو منظم دولتي پلان نښه ګڼل کېږي.
ځايي سرچینې او شنونکي وایي چې خلک په دې موخه په زور بې‌ځایه کړل شول چې هلته داعشي خوارجو ته خوندي پناه‌ځایونه برابر شي او هغوی منظم کړل شي.

همدا لامل ده چې د خلکو له ایستلو وروسته په هغه سیمه کې د داعش په فعالیتونو او بریدونو کې ناڅاپي زیاتوالی لیدل شوی، چې دا د ځايي قبایلو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولې دي. که د پاکستان د پوځي رژيم او داعش ترمنځ فکري ورته‌والی موجود نه وي، خو “ګټو او عملي کړنو” کې ورته‌والی حتماً لیدل کېږي. دواړه د خپلو موخو لپاره تشدد او د دیني شخصیتونو وژنه روا ګڼي.

په بلوچستان کې د مستونګ په سیمه کې د داعش د روزنیزو مرکزونو د بلوڅو د آزادۍ غوښتونکو له خوا په نښه کېدل او له منځه وړل دا ښيي چې داعش اوس د خیبر پښتونخوا له سیمو نورو ځایونو ته لېږدول کېږي، څو د سيمي د هيوادونو پر وړاندې نوی محاذ پرانستل شي. د پاکستاني پوځ د دې اقداماتو يو هدف دا هم بلل کېږي چې نړۍ ته دا وښيي چې پاکستان پخپله د ترهګرۍ ښکار دی، حال دا چې د پردې تر شا هماغه وحشي عناصر د پاکستان د ستراتیژیکو ګټو لپاره کارول کېږي.

په ټوله کي دا ټول شواهد دې تريخ حقیقت ته اشاره کوي چې د سیمې سوله او ثبات د هغو ځانګړو ګټو قرباني ګرځول کېږي، چې پکې د داعش په څېر خونخواري ډلې او د پاکستان دولتي پوځي او استخباراتي ادارې د یوې سکې دوه مخونه ګرځېدلي دي. په اسلام‌اباد کې د اهلِ تشیع پر عبادت‌ځای برید، او د وادي تیراه له پېښو نیولې تر اورکزۍ پورې ټولې پېښې د پاکستاني پوځ د همدې خطرناک او متنازع پراکسي لوبې بېلابېل اړخونه بلل کېږي.

Exit mobile version