داعش؛ که د پوځي کړۍ بله څهره؟

رفیق تسل

څو ورځې وړاندې په پاکستان کې مشهور دیني عالم، شیخ ادریس، په شهادت ورسېد. دا لومړی ځل نه دی چې علما په وحشي او مرموز ډول په شهادت رسېږي. له دې مخکې شهید شیخ رحیم الله حقاني، شهید شیخ نصیب خان تقبله الله او سمیع الحق تقبله الله هغه مشهور او لوی مشایخ وو چې زرګونه علما یې له علمه مستفید کېدل.

پوښتنه دا ده چې دغه لوی د امت مسلمه د قیام او تقلید مټې او څراغونه څوک هدف ګرځوي؟

د شیخ ادریس رحمه الله د وژل کېدو نوم خو د داعش او خوارجو له لوري ومنل شو، چې په زغرده یې اعلان وکړ چې موږ شهید کړ. د دوی په دغه زغرده اعلان کې څو ټکي وو چې ښيي دا پېښه په اصل کې د داعش له لوري نه وه، بلکې یوه استخباراتي سنجول شوې پروژه وه.

په همدې حالاتو کې د پاکستان پوځي رژیم ته د خپل همېشني عادت او خباثت د تکرار موقع په لاس ورغله، ترڅو د داسې لویې هستۍ ضایع رامنځته کړي او ملامتیا یې بیا د داعش په نوم ولس او نړۍ ته وړاندې کړي، ترڅو خپل خباثت، د اسلام پر وړاندې دښمني، د علماوو پر وړاندې له منځه وړل او د عموم مسلمانانو پر وړاندې د ظلم او وحشت عقیده تکرار او پرمخ یوسي.

جالبه دا ده چې دغه پوځي کړۍ تل د نړیوالو استخباراتو مهر او ټاپه (ترهګر، داعش) چې هره استخباراتي حمله او دسیسه له پوښښ او پلټنې څخه ژغوري، همدغه پوځي کړۍ یې هم کاروي، چې د همدې له امله به د ولسي او نړیوالو غبرګونونو او بدګومانیو څخه ځان وساتي.

د پاکستاني لخوا حمايه شوي ډلي وویل چې شیخ ادریس رحمه الله ډيورنډ کرښي ته څيرمه سيمه کې ترور کړی دی، چې افغانستان ته نږدې ده. ولې داسې ادعاوې او تورونه دوی تکراروي؟ د پاکستان پراخې پالنې نړیوال پوځي اهداف معلوم دي: مسلمانان له منځه وړل، د مسلمانانو ترمنځ د صلیب او یهودو له خوا کښل شوې تش په نوم فرضي حدودات محکم او دایمي ساتل.

د دوی نننۍ ادعا چې په فرضي کرښې ته څېرمه سیمه کې ترور شوی دی، دا ښکاره کوي چې د قبایلو او د فرضي کرښې ته څېرمه افغانانو پر وړاندې خپل وحشت او د اسرائیل په شان ظلم د دفاع او سمون لار وښيي، او نړۍ ته د خپلو وحشي بمباریو او ظلمونو لپاره دلیل برابر کړي. جالبه دا ده چې شیخ صاحب رحمه الله په هغه ساحه کي نه چي دوی يي يادونه کوي، بلکې سلګونه کیلومتره لرې د پاکستان د پوځي، استخباراتي او ملکي تاسیساتو په منځ کې ترور کړل شو.

خلاصه دا ده چې پاکستاني پوځي کړۍ د خپلو اهدافو لپاره د قربانیو کېدل – که عام ولس وي، ګټې وي، علما وي او یا نور سیاسي او بهرني ارزښتونه – خپل فرض او د پوځي ګټو لومړیتوب بولي. نو که حالاتو ته په کتو او د پوځي کړۍ همېشني عمل او کړنو ته وګورو، نو په اثبات سره وایو چې دغه عمل داعش او پوځي کړۍ په همغږۍ ترسره کړی دی. که داعش کړی وي، نو داعش په دومره لوړ تعداد او مستقیم ډول په کم وخت او عاجل ډول خپل هدف نه شي ګرځولی؛ خامخا په داخل کې ملاتړ او همایت لري. نو له دې ثابتیږي چې که دغه عمل داعش کړی وي، بې له پوځي ملاتړ او لارښوونې ناممکن دی.

نو ځکه وایو چې ځینې وخت تخریبي استخباراتي او پوځي ډلې د یاد هېواد له داخل څخه د خپلو اهدافو او ګټو وسیله وي. نن همداسې داعش هم دی، چې د پاکستان پوځي کړۍ د اهدافو او دسیسو د پرمخ وړنې پروژه ده، چې په اسیا کې یې د خپلو ګټو خنډ هېوادونه او د خپلو کړنو خنډ اشخاص پرې هدف ګرځوي، ترڅو خپل اهداف ترلاسه کړي او ملامتیا هم پر غاړه وانخلي. د څو ځله تکراري پېښو چې په افغانستان او پاکستان کې دننه ترسره شوې، ځینې عاملین یې ونیول شول، او د ثبوتونو او اقرار په نتیجه کې دا څرګنده شوه چې دغه داعش د پاکستان پوځي رژیم له خوا تمویلېږي او هر اړخیز ملاتړ یې هم کېږي، او هر وخت د خپلو شخصي اهدافو لپاره یې کاروي.

نو ځکه وایو چې داعش او پوځي رژیم د یوې سکې دوه مخونه دي، ځکه یو پوځي رژیم، یو هدف او یوه لار ده چې په دوو نومونو یوازې پوځ خپل خباثت پرمخ وړي؛ نور په عمل کې هماغه پوځ او استخباراتي کړۍ ده.

Exit mobile version