هغه وخت لا د ښوونځي زدهکوونکی وم، چې په عراق او شام کې د داعش په نوم ډلې ډېر په سرعت پرمختګ کاوه. دا چې دعوه يې د امت په کچه وه، نو ډېر ملاتړي یې وموندل، خو لا اونۍ نه وه پوره چې د سي ای اې دا شیطاني څېره برملا شوه، نور يې داعشیت (سرعت) نه شو پاتې. لا یې میاشتې نه وې پوره، چې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې يې وحشت پیل کړ او داسې ظلمونه يې وکړل، چې ساری يې موږ په خپل عمر نه لیدلی او نه اورېدلی وو.
خو تل به پوښتنه دا راسره وه، چې زموږ (افغانستان) ګاونډي هېوادونه خو تر موږ ښه مسلمانان نه دي، نو دا داعش چې ځان تر ټولو ښه مسلمان او د خلافت دعوه ګر بولي ولې هلته هم د خپل عادت څرګندونه نه کوي!؟
خو هغه وخت د اسلامي امارت مجاهدینو داسې ورېبل چې په څو کلونو کې یې بادارانو هم شړۍ ټوله کړه. کله چې پر افغانستان د اسلامي امارت نظام حاکم شو؛ نو د داعش ظلم بیا خال خال راڅرګند شو، خو ډېر ژر په نطفه کې خنثا کړل شو. کله چې د پاکستان پوځي رژیم د سیکې داعشي مخ ونه چلېد نو يې د افغان مهاجرو ویستلو او لارو تړلو ته مخه کړه؛ پر دې هم ونه شوه، پر افغان حکومت یې د داعشو د روزلو تورونه ولګول، پر دې هم ونه شوه؛ نېغ په نېغه يې په کابل کې مظلوم معتادین شهيدان کړل او د فرضي کرښې چاپېر يې ورته ظلمونه وکړل.
پر دې يې هم بسنه ونه کړه، په خپل کور کې یې د داعش په نوم یا د داعش تر نامه لاندې عام مسلمانان، علماء، مدرسې، مسجدونه او د کالجونو زدهکونکي ترور او شهيدان کړل. ښه بېلګه یې څو ورځې وړاندې د شیخ صیب ادریس شهادت دی، چې پړه يې داعش په داسې الفاظو کې په غاړه واخیسته، چې مسؤولیت یې افغانستان ته راجع کړي.
لنډه دا چې په افغانستان، ایران او روسیې کې بریدونه، د چین او تاجکستان پر پوله تروریستي بریدونه، بیا په افغانستان کې د داعش تر ځپل کېدو وروسته د پاکستانۍ ادارې مستقیمه مداخله، وخت ناوخت په پاکستان کې د داعېشي مرکزونو، داعشي غړو او د هغوی د همکارانو نښه کېدل او له منځه تلل؛ په داسې ځایونو کې چې د پاکستاني پوځي رژیم او ای ایس ای ترسترګو لاندې دي، دا څرګندوي؛ چې داعش د پاکستانۍ ادارۍ لخوا روزل کېږي، اکمالېږي، مرکزونه ورکول کېږي، اهداف ورته ټاکل کېږي او دغو اهدافو ته په رسېدو کې یې هر راز ملاتړ کېږي. چې ښه بېلګه يې په اورکزيو کې د داعش ډلې د منځنۍ کچې مسؤول محمداقبال وژل کېدل دي.
