د هنيه د شهادت کلیزه؛ له شهیدانو سره د تړون تجدید!

أحمد عزیز

د اسلامي امت د مجاهد، نه ستړي کېدونکي او زړور مشر، اسماعیل هنیه تقبله‌الله د شهادت د لومړۍ کلیزې په ویاړ، د هغه یاد د زړونو په ژورو کې لکه د یو ځلیدونکي څراغ په څېر، تر بل هر وخت روښانه او ژوندی پاتې دی.

یو کال وړاندې په همدې ورځ، د فلسطین د مقاومت دا بیرغ‌وال، که څه هم په غربت او مظلومیت کې وو، خو د ټینګې عقیدې، لوړې او راسخې ارادې سره، د شهادت لوړ مقام ته ورسېد او د اسلام د تاریخ له شهیدانو سره یوځای شو.

اسماعیل هنیه یوازې یو سیاسي مشر نه و، بلکې د رښتیني مجاهدت ژوندی مثال وو، هغه له ځوانۍ راهیسې د حماس د مقاومت په لیکو کې مل و، د صهیونيستي زندانونو سختۍ، اوږده تبعیدونه او د خپلې کورنۍ یې د لسګونو غړو شهادت وزغمه، خو هېڅکله یې د مسجد الاقصی د آزادۍ له لارې څخه شاته ګام وانخیست.

د هغه ژوند دا حقیقت ثابت کړ چې آزادۍ قیمت لري او دا قیمت د هغو پاکو روحونو په قربانۍ ادا کېږي چې د خدای متعال جل‌جلاله په لار کې خپل ځانونه نذرانه کوي، د هنیه شهادت د اسلامي امت په زړونو کې ژور درد راوپاروه، خو هم مهاله یې د امت مجاهدینو ته نوی روح او تازه والی ورکړ، د هغه وینه، لکه د اسلام د تاریخ د نورو شهیدانو د وینو په څېر، د فلسطین نهضت ته لا ډېر قوت او ثبات ورکړ.

نن، یو کال وروسته له هغه ظالمانه جنایت څخه، د فلسطین ملت او د نړۍ آزاد انسانان د جهاد او آزادۍ بیرغونه له نوې ژمنتیا سره پورته کړي دي، که څه هم صهیونيستي رژیم ګومان کاوه چې د هنیه په شهادت سره به د فلسطیني مقاومت لیکې کمزورې شي، خو د هغه وینه د الهي سنت له مخې زړونه نور هم سره ونښلول او د ایمان اورونه یې لا روښانه کړل.

اسماعیل هنیه په خپلو وروستیو ویناوو کې ټینګار په دې کړی و: هغه نهضت چې مشران یې د امت د عزت په لار کې شهیدان شي، هېڅکله به ماتې و نه خوري.

هو! تاریخ دا شاهدي ورکوي، لکه څنګه چې د اسلام د لومړیو شهیدانو وینو اسلام پیاوړی کړ او د افغانستان د مجاهدینو د مشرانو شهادت د اسلامي نظام د بنسټ لامل شو، همداسې د هنیه سپېڅلې وینه د بیت‌المقدس د فتحې او د فلسطین د آزادۍ زېری ورکوي.

دا کلیزه یوازې د یوې غمیزې یادونه نه ده، بلکې له شهیدانو سره د نوی تړون تازه کول دي، اسلامي امت باید پوه شي چې عزت او آزادي پرته له قربانۍ نه ترلاسه کېږي، لکه څنګه چې قهرمان هنیه د غربت، درد او محرومیت سره سره، په ټینګه اراده ودرېد او هېڅکله یې سر ټیټ نه کړ، نن موږ هم باید د مظلوم فلسطین، په ځانګړې توګه د غزې د خلکو تر څنګ ودریږو او اجازه ورنکړو چې هغه بیرغ چې شهیدانو پورته کړی، پر ځمکه راوغورځي.

اې پالونکې خدایه! د شهید اسماعیل هنیه او د دې لارې د ټولو شهیدانو وینه، د اسلامي امت د یووالي، بیدارۍ او ثبات مشعل وګرځوې او هغه ورځ را نږدې کړې چې مسجد الاقصی او ټول فلسطین له صهیونيستي اشغالګرو پاک شي.

په یقین سره، د اسماعیل هنیه شهادت موږ ته دا حقیقت را په یادوي چې د شهیدانو وینه د بریا راز دی، او یو روښانه راتلونکی د اسلامي امت په انتظار کې دی؛ هغه راتلونکی چې د توحید بیرغ به د بیت‌المقدس پر بام ودرېږي، ان شاءالله.

Exit mobile version