د افغانستان متوازن سیاست او د پوځي کړیو ناسم تعبیر

رفیق تسل

پاکستاني پوځي رژیم او کړیو د تل په څېر یو ځل بیا خپل ړوند قضاوت او تکراري وحشت تکرار کړ، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان، ښځې او سپین‌ږیري وو، شهیدان شول. بیا یې هم د دغې کړنې د توجیه لپاره پر افواهاتو تکیه وکړه او د خپلو داخلي ناکامیو لامل یې بهرنیو عواملو ته منسوب کړ.

څو کاله کېږي چې افغانستان له داسې متوازن او بااعتباره سیاست او پالیسۍ څخه برخمن دی، چې تل یې په سیمه او نړۍ کې د مثبت او ګټور عنصر رول لوبولی او لوبوي. افغانستان نه د نورو هېوادونو په داخلي چارو کې لاسوهنه غواړي او نه هم د نورو هېوادونو پر وړاندې په سیاسي او نورو برخو کې د زیان رسولو سبب ګرځي. زموږ پالیسي دا ده چې نه له چا زیان غواړو او نه چاته د زیان رسولو نیت لرو.

خو بیا هم ځینې هېوادونه او کړۍ د افغانستان اسلامي امارت له ښه نیت، نرمښت او متوازن سیاسي چلند څخه ناسمه ګټه اخلي او په بهرنیو سازمانونو کې د افغانستان د ناسم معرفي کولو هڅې کوي. د افغانستان د ترهګرو د ځالې په توګه معرفي کول او ورته نور تورونه لګول هغه ادعاوې دي چې که په تحقیق او کره کتنه وڅېړل شي، نو څرګندېږي چې کوم هېوادونه د ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او یا یې په رامنځته کولو کې لاس لري، د هغو امنیتي وضعیت او بهرنی او داخلي سیاسي موقف به د پاکستان په څېر کمزوری او ټیټ وي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلې سیاسي، اقتصادي او مشروع پرمختیا له امله ورځ تر بلې د نوي تحول، اقتصادي ودې، پوځي پیاوړتیا او سیاسي ارزښت د لوړوالي په حال کې دی. همدا ارزښت او موقف د ځینو ګاونډیو لپاره د زغم وړ نه دی، نو ځکه د خپلو داخلي ستونزو، ناکامیو او خرابېدونکي وضعیت پړه پر افغانستان اچوي.

تاسې به د مولانا فضل‌الرحمن هغه وینا اورېدلې وي چې ویلي یې وو: «دهشتګر په بنو او نورو سیمو کې د پوځ تاسیسات او مرکزونه نیسي او بریدونه پرې کوي، خو پاکستاني پوځ بیا د دغو ډلو نوم او ځای افغانستان ته منسوبوي.» دا په رښتیا هم د تعجب وړ ده چې دوی د خپلو ناسمو محاسبو او ړندو قضاوتونو له امله د خپل هېواد د سیاسي شخصیتونو له خوا د تمسخر او افسوس وړ ګرځي. دا په خپله د افغانستان د دریځ حقانیت او د پاکستاني پوځ ناسمه محاسبه څرګندوي.

چې دهشتګر روزې، نو زیان به یې هم منې!

لسیزې کېږي چې پاکستاني پوځي رژیم د داعش او نورو تخریبي ډلو په روزنه او ملاتړ بوخت دی، چې په دې اړه نړیوالو ته هم ګڼ شواهد وړاندې شوي دي. دغه رژیم د خپلې تاریخي سابقې له مخې تل د خپل حاکمیت او نفوذ د ساتلو لپاره ترهګري، وحشت او ظلم د پالیسۍ په توګه کارولي دي او کلونه یې د نورو پر وړاندې د تخریب او ظلم نیت تعقیب کړی دی. نن ورځ د هماغه کرل شوي تخم زیان په خپله ویني. په پاکستان کې د داعش پرله‌پسې بریدونه او د نورو مخالفو ډلو له خوا د دغه رژیم د ظلم پر وړاندې وسله‌وال مقاومت هغه څه دي چې د همدې کړنو او سیاستونو پایله بلل کېږي.

الحمد لله، افغانستان له امنیتي پلوه د بشپړ ډاډ وړ هېواد بلل کېږي، چې د وحشت او ظلم د ډېرو کړنو مخه پکې نیول شوې ده. افغانستان نن د اشغالګرو او د هغوی د استخباراتي پلانونو مرکز نه دی، لکه پاکستاني پوځي رژیم چې د بهرنیو استخباراتو او اشغالګرو کړیو لپاره د خپلو اهدافو او پلانونو د عملي کولو ډګر ګرځېدلی دی.

افغانستان نه اشغال شوی هېواد دی او نه څوک کولی شي چې د ترهګرۍ، بهرنیو افرادو او ډلو لپاره یې د خپلو شخصي ګټو د وسیلې په توګه وکاروي. تر اوسه هېچا نه ده ثابته کړې چې افغانستان دې د کوم ګاونډي یا بل هېواد پر وړاندې د زیان رسولو رول لوبولی وي. موږ شپږ ګاونډیان لرو، خو تر ننه هېڅ یوه ګاونډي د خپلو داخلي ناامنیو او ستونزو پړه پر افغانستان نه ده اچولې او نه یې خپل داخلي کړکېچونه او مشکلات پر کوم بهرني هېواد ور تپلي دي. یوازې پاکستاني پوځي رژیم دی چې د خپلو ستونزو، نیمګړتیاوو او داخلي ناکامیو د حل پر ځای یې پړه پر افغانستان اچوي.

الحمد لله، لکه څنګه چې افغانستان د بل چا له خوا زیان نه مني، همداسې د هېڅ ګاونډي پر وړاندې د وسلوالو ډلو د ملاتړ او یا د زیان رسوونکو فعالیتونو د ترسره کولو نیت هم نه لري. خو د روانو ظلمونو، وحشتونو او د ملي حریم د نقض غچ او حساب به هېڅکله هېر نه شي او نه به بې ځوابه پاتې شي. پاکستاني پوځي رژیم چې خپل داخلي مشکلات او د خپلو مخالفو ډلو شتون افغانستان ته منسوبوي او په نړیوال سټېج کې بې له ثبوته او دلیله تبلیغات کوي، موږ یې زموږ د سیاسي حاکمیت پر وړاندې بې‌احترامي بولو. که څه هم موږ د خپلو ادعاوو لپاره شواهد او دلایل لرو، خو د ګاونډیتوب د اصولو او اړیکو د ساتنې په موخه مو تر اوسه چوپتیا غوره کړې ده.

Exit mobile version