د افغان ماشومانو وینه تویونه؛ د پاکستاني رژیم د بدنامۍ بله نښه

اجمل

یو ځل بیا د افغانستان اسمان د داسې جنایت شاهد شو چې د هر آزاد انسان وجدان دردوي. د پاکستاني پوځیانو تېرې شپې په کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي سیمو برید نه یوازې د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی، بلکې د دې خاورې د بې‌وسه او بې‌دفاع ولسي وګړو پر وړاندې یو نه‌بښونکی جنایت هم ګڼل کېږي.

په دې برید کې هغه ماشومان شهیدان شول چې لا یې د ژوند خوند نه و څکلی؛ هغه میندې د غم پر ټغر کښېناستې چې د خپلو اولادونو لپاره یې له سولې او امنیت پرته بله هیله نه لرله او هغه کورنۍ د خپلو عزیزانو په ماتم کې ډوبې شوې چې په هېڅ سیاسي او پوځي شخړه کې یې رول نه درلود. دغه تریخ حقیقت یو ځل بیا وښودله چې د پاکستاني رژیم د تېري کوونکو سیاستونو اصلي قربانیان تل بې‌ګناه ولسي وګړي او ملکي خلک دي.

د پاکستان پوځي رژیم نن سبا دومره په جنایتونو کې ډوب شوی چې ګواکې د صهیونیستي رژیم له وینې‌تویونې مکتب څخه فارغ شوی وي. هماغه رژیم چې په غزه او فلسطین کې ماشومان د خپلو میندو په غېږو کې په نښه کوي، روغتونونه ورانوي او ښوونځي له خاورو سره خاورې کوي، اوس یې ختیځه بڼه د پاکستان په جامه کې هماغه جنایتونه په افغانستان کې تکراروي. رښتیا، په کابل کې د «امید» د معتادینو د روغتون بمبار او په غزه کې د المعمداني روغتون بمبار ترمنځ څه توپیر شته؟

په کونړ کې د افغان ماشومانو د وژلو او په خان‌یونس کې د فلسطیني ماشومانو د وژلو ترمنځ کوم توپیر لیدل کېږي؟ هېڅ توپیر نشته؛ پرته له دې چې یو جنایتکار خپله دښمني په ښکاره اعلانوي او بل د «مسلمان ګاونډي» تر نقاب لاندې پټ دی. همدغه رذالت او دوه‌مخیتوب د پاکستاني رژیم جنایتونه لا ډېر شرموونکي او رسوا کوونکي ګرځولي دي.

هېڅ انساني، اسلامي او حقوقي منطق د ملکي خلکو د کورونو بمبار توجیه کولای نه شي. که د امنیتي ګواښونو پر ضد د مبارزې ادعا کېږي، نو ولې ماشومان او ښځې په نښه کېږي؟ ولې د خلکو کورونه ورانېږي؟ ځواب روښانه دی؛ ځکه دا ډول بریدونه تر امنیتي اقدام ډېر د فشار اچولو او د ځواک د نندارې هڅه ده، پر هغو خلکو چې کلونه کلونه د جګړو او لاسوهنو قربانیان پاتې شوي دي. صهیونیستي رژیم هم د فلسطینیانو پر وړاندې عین همدا ادبیات کاروي؛ «د قوماندې مرکزونه په نښه کول»، «په روغتونونو کې پر پټو پوځي تاسیساتو برید» او زرګونه نور دروغ.

خو نړۍ ولیدل چې د غزې تر کنډوالو لاندې څوک ووژل شول: ماشومان، ښځې، سپین‌ږیري او بې‌ګناه ناروغان. پاکستان هم په همدې تګلاره خپل بمونه د افغان ښځو او ماشومانو پر سر ور اوروي او بیا ادعا کوي چې «ترهګریز مرکزونه» یې په نښه کړي دي. داسې دروغ چې د یوه ستر جنایت هومره لوی دي.

د پاکستان پوځي رژیم د تېرو لسیزو په اوږدو کې په وار وار ثابته کړې چې د ستونزو د حل لپاره د خبرو اترو او رغنده تعامل پر ځای د فشار، ګواښ او لاسوهنې سیاست غوره کوي. خو تاریخ ثابت کړې چې د افغانستان ملت نه د ګواښ پر وړاندې سر ټیټ کړی او نه یې د زور له امله له خپلو ارزښتونو او موخو لاس اخیستی دی. افغانستان هغه هېواد دی چې زامنو یې د نړۍ د سترو قدرتونو پر وړاندې درېدلي دي. هغه ولس چې اشغال، جګړې، کډوالي او زرګونه نور مصیبتونه یې ګاللي، هېڅکله به اجازه ورنه کړي چې عزت، خپلواکي او ملي حاکمیت یې د نورو د زیاده‌غوښتنو قرباني شي.

لکه څنګه چې د فلسطین مظلوم ولس له ټولو کړاوونو سره سره لا هم ولاړ دی، د افغانستان ملت به هم هېڅکله د زور او جبر تر بار لاندې سر ټیټ نه کړي. هغه څه چې په کونړ، خوست او پکتیکا کې ترسره شول، یوازې یو پوځي برید نه و؛ بلکې پر انسانیت، ښه ګاونډیتوب او ګډو اسلامي ارزښتونو برید و. په داسې حال کې چې اسلامي امت تر بل هر وخت زیات یووالي او همغږۍ ته اړتیا لري، دا ډول دښمنانه کړنې یوازې په سیمه کې د بې‌باورۍ او تاوتریخوالي د پراختیا لامل ګرځي.

د پاکستان رژیم په دغو جنایتونو سره نه یوازې د افغانستان د ملت غوسه راپاروي، بلکې ځان د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو په کتار کې دروي. هماغه صهیونیستي رژیم چې د فلسطینیانو د حقونو په دفاع کې یې ژبه ګونګه ده، نن د پاکستان لپاره په یوه بېلګه ګرځېدلې ده. ایا دا د اسلام دعوه‌دار هېواد لپاره تر ټولو ستره رسوايي نه ده؟

نړیواله ټولنه، د بشري حقونو بنسټونه او ټول ویښ وجدانونه باید د دې جنایت پر وړاندې روښانه دریځ خپل کړي. د افغان ماشومانو د وینې پر وړاندې چوپتیا بې‌طرفي نه، بلکې له ښکاره ظلم او جنایت سره سترګې پټول دي. لکه څنګه چې په غزه کې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو پر وړاندې چوپتیا د بشریت پر تندي د شرم نښه شوه، همداسې په افغانستان کې د پاکستاني رژیم د جنایتونو پر وړاندې چوپ پاتې کېدل به هم د بشري حقونو د مدعیانو پر تندي د رسوايۍ داغ وي.

د دې برید د شهیدانو پاکه وینه به هېڅکله هېره نه شي. دغه وینه د افغانستان د ملت د مظلومیت ژوندی سند او د هغه رژیم د سیاستونو څرګند ثبوت دی چې د ښه ګاونډیتوب او متقابل درناوي پر ځای یې د تېري او زورواکۍ لاره غوره کړې ده. د افغانستان ملت به یو ځل بیا ثابته کړي چې که څه هم زامن یې قرباني کېږي، خو اراده یې نه ماتېږي؛ که څه هم کورونه یې ورانېږي، خو د خپلواکۍ او ملي عزت د دفاع هوډ یې لا پیاوړی کېږي. او د پاکستان رژیم دې پوه شي چې دا جنایتونه بې‌پایلې نه پاتې کېږي؛ ځکه الله جل‌جلاله فرمایي: «وَلَا تَحْسَبَنَّ اللَّهَ غَافِلًا عَمَّا يَعْمَلُ الظَّالِمُونَ».

Exit mobile version