له لسیزو جګړو وروسته د اړیکو نوی فصل

عمر راشد

ایډیالوژي، له خپلو ارزښتونو دفاع، ملي ګټې، پرمختګونه، اتحادونه، د قدرت زیاتوالی او د خاورې پراختیا هغه مهم عوامل یادېږي چې په تېرو لسیزو کې یې د دوستو هېوادونو تر منځ دښمني او د دښمنو هېوادونو تر منځ دوستي ته لار پرانیستې ده. اوس مهال نړۍ تقریباً په ۲۰۰ هېوادونو وېشل شوې چې هر یو هېواد په دې لټه کې دی تر څو ځان خوندي کړي، ارزښتونه وساتي او بل هېواد، سازمان او ډلې ته اجازه ور نه کړي چې عقاید، فرهنګ، ارزښتونو، شتمنۍ او خاورې ته یې زیان ورسوي.

افغانستان هم د موجودې نړۍ یو له هغو هېوادونو څخه دی چې هم قدامت لري او هم د یادو پورته عواملو لپاره د مبارزې قوي تاریخ. له کله څخه چې د معاصر افغانستان بنسټ د احمد شاه بابا رحمه الله په لاس اېښودل شوی، نو له هماغه ورځې ملت د وخت له حکومتونو سره د دین د ساتنې او آزادۍ په لار کې هر راز تکلیفونه ګاللي دي. څو ځله یې سختې جګړې کړې او بیا یې د همدې هېوادونو سره د ګټو د خوندیتوب په موخه ښې اړیکې پاللې دي.

افغانستان اوږد او له مبارزو ډک ویاړمن تاریخ لري چې دلته په څو کرښو کې حتی خلاصه کېدای هم نه شي، خو راځو یوازې په اخیرو لسیزو کې یې د روسیې پر وړاندې بهرنۍ پالیسۍ او اړیکو باندې بحث کوو. روسیه، چې د شوروي اتحاد له تجزیې څخه پاتې خاوره ده، د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ په مهال یې د شوروي اتحاد تر نامه لاندې پر لویه خاوره حاکمیت درلود. همدا وخت یې د کمونیزم د پراختیا په لټه کې هڅې کولې چې هېوادونه لاندې کړي.

د افغانستان په اړه یې هم ورته اراده درلوده، خو ناسمه مطالعه یې درلوده. د افغانستان په خاوره کې د یو څو کمونیستي فکر لرونکو افغانانو له روزنې وروسته یې د سردار محمد داود خان نظام ړنګ کړ او د خپلو لاسپوڅو مشرانو په وسیله یې راتګ ته زمینه سازي وکړه. د راتګ سره سم د افغانستان د دیني قشر له خوا د مسؤولیت پر اساس د جهاد پیل وشو او د ټولې اسلامي نړۍ په مرسته یې شوروي اتحاد داسې مات کړ چې له وجود څخه یې ۱۴ نور جمهوریتونه هم بېل شول.

دا وخت د شوروي اتحاد د اشغال له امله د افغانستان سره اړیکې کاملاً د دښمنۍ پر اساس ولاړې وې او ملت په پوره مېړانه جهاد وکړ. له شوروي اتحاد سره هر ډول اړیکې قطع شوې او شوروي اتحاد هم ختم شو او یوازې روسیه ترې پاتې شوه. له روسیې سره د اړیکو نوی فصل پیل شو. د اسلام د مبارک دین په رڼا کې د وخت د مجاهدینو حکومت له ټولې نړۍ سره ښې او په متقابل احترام ولاړې اړیکې غوښتې، خو د بهرنیو دسیسو له امله افغانستان داخلي جګړو ته ټېل وهل شو چې یوه لسیزه داخلي جګړه وه.

د داخلي جګړو له ختمېدو مخکې د غرب اشغال راغی چې روسیې د مجاهدینو خلاف ډلو او امریکا سره په لومړیو کې همکاري کوله، خو لږ وخت وروسته د افغانستان په وړاندې د دوی هغه بهرنی سیاست، چې مخالفین یې حمایه کول، دښمن ته یې پناه ورکوله او هر راز ستونزې یې جوړولې، په ډېر ښه نیت بدل شو.

له د افغانستان د مخالفینو سره یې نه یوازې دا چې ملاتړ بند کړ، بلکې د هغوی د ماتې هڅه یې هم کوله. د انکشافي پروژو ملاتړ یې پیل کړ او په اقتصادي، علمي او سیاسي برخو کې د اړیکو داسې نوی فصل پیل شو چې دښمن هېواد له دښمنۍ لاس واخیست.

په همدې لسیزه کې فتحه راغله. د امارت د حاکمیت سره سم روسیې خپل سم نیت یو ځل بیا وښود او د افغانستان د مخالفینو سره یې د اړیکو د پرېکون تر څنګ د هر راز پرمختګ ملاتړ وکړ، اقتصادي همکاري یې وکړه او د ا.ا.ا په وړاندې یې دوستانه او په متقابل احترام ولاړه پالیسي اختیار کړه. په همدې لړۍ کې یې تېره اوونۍ دفاعي تخنیکي تړون هم وکړ چې ممکن په نږدې راتلونکې کې له ا.ا.ا سره لا زیاته نظامي مرسته وکړي.

دا مرسته اسلامي امارت د کومې معاملې یا هم د ارزښتونو د بایللو پر اساس نه ده ترلاسه کړې، بلکې د شریکو ګټو پر اساس یې ترلاسه کړې ده، چې د اسلام په دین کې هم د دا ډول تړونونو او اړیکو په اړه د جواز حکم شتون لري. موږ د اوس مهال لپاره له روسیې سره په متقابل احترام ولاړې، یعنې زموږ خاورې، دین، ګټو او ارزښتونو ته په کتو سره اړیکې لرو. د شریعت په رڼا کې نه یوازې له روسیې سره، بلکې له ټولې نړۍ سره هر ډول اړیکو او جوړجاړي ته تیار وو، یو او یو به.

زموږ دښمني د شریعت پر اساس وه. دا چې زموږ دین خوندي دی، ارزښتونه مو ساتل شوي او اشغال شتون نه لري، له هر هغه چا سره چې د اسلام مبارک دین اجازه راکوي، اړیکې پالو. خو که بیا، خدای مه کړه، د اشغال وخت شو یا د شریعت حکم شو، نو هماغه جهاد به جریان ولري کوم چې د بدر له غزا څخه یې پیل شوی.

Exit mobile version