د افغانستان تاریخ، چې د برصغیر او منځنۍ اسیا د نښلوونکې کړۍ په توګه ځانګړی جیوپولیټیک موقعیت لري، شاهد دی چې د دې خاورې سیاسي تحولاتو تل پر نړیوال سیاست ژور اغېز کړی دی. د شل کلنې اوږدې مبارزې او د بهرني اشغال تر پای ته رسېدو وروسته، کله چې په افغانستان کې د اسلامي امارت نظام حاکم شو، د نړۍ لپاره تر ټولو ستره پوښتنه دا وه چې د کابل نوی مشرتابه به له نړۍ سره خپلې اړیکې په کوم چوکاټ او کومې تګلارې پر بنسټ تنظیموي؟
نن ورځ د افغانستان بهرنۍ تګلاره په داسې پخوالي، اعتدال او د اسلامي شریعت په رڼا کې مخته روانه ده چې نه یوازې د افغان ولس د ملي ګټو استازیتوب کوي، بلکې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره هم یو مهم ضمانت ګڼل کېږي. خو له بده مرغه، دغه مثبت پرمختګ د ځینو هېوادونو د پوځي او استخباراتي کړیو، په ځانګړي ډول د پاکستان د پوځ له لوري، په شکمنه سترګه کتل کېږي. هغوی په پرلهپسې توګه هڅه کوي چې نړیوالو قدرتونو ته افغانستان د یوه احتمالي ګواښ په توګه معرفي کړي؛ داسې هڅې چې نه له واقعیتونو سره سمون لري او نه هم د منطق له معیارونو سره.
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنۍ تګلارې لومړنی او بنسټیز اصل د اسلامي شریعت احکام او د نبوي دورې سیاسي او ډیپلوماتیک اصول دي. اسلام یو داسې جامع دین دی چې د نړۍ له ټولو هېوادونو، که مسلمان وي او که غیرمسلمان، سره د سولې، سوداګرۍ او سیاسي اړیکو د ټینګښت اجازه ورکوي او په ځینو حالاتو کې یې اړتیا هم لازمه بولي. د اسلامي تاریخ پاڼې شاهدې دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مدینې اسلامي دولت له تأسیس وروسته له بېلابېلو غیرمسلمو قبایلو او سلطنتونو سره تړونونه وکړل، چې د «میثاق مدینه» او «صلح حدیبیه» تړونونه یې روښانه بېلګې دي.
د همدې شرعي نمونو په رڼا کې اسلامي امارت له هر هغه هېواد سره د متقابل احترام، مساوات او متوازن تعامل (Engagement) لپاره چمتو دی چې د افغان ولس حقونو او د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی ولري. له روسیې سره وروستۍ امنیتي او دفاعي همکاري، یا له چین سره اقتصادي او کانکیندنیزې پروژې، ټول هغه ګامونه دي چې د اسلامي شریعت د ټاکلو اصولو او چوکاټونو په دننه کې اخیستل شوي دي. د دغو همکاریو موخه د هېواد دفاعي وړتیا پیاوړې کول او د بهرنیو یرغلونو او لاسوهنو مخنیوی دی.
دلته دا ټکی د ځانګړې پاملرنې وړ دی چې د افغانستان اوسنۍ بهرنۍ تګلاره د کوم نړیوال بلاک برخه نه ده او نه هم د کوم ځانګړي محور پر ضد ولاړه ده، بلکې په بشپړ ډول یوه خپلواکه او بېطرفه (Non-Aligned) تګلاره ده.
د پخوانیو لاسپوڅو حکومتونو برعکس، چې د بهرنیو قدرتونو د غوښتنو له مخې جوړ شوي وو او افغان خاوره یې د سیاسي او ډیپلوماتیکو سیالیو ډګر ګرځولې وه، اوسنی نظام افغانستان د یوه خپلواک او مستقل دولت په توګه تعریفوي.
له روسیې او چین سره د اړیکو پراختیا هېڅکله دا معنا نه لري چې کابل له امریکا او یا لوېدیځې نړۍ سره د تقابل او دښمنۍ لاره غوره کړې ده. اسلامي امارت په څرګنده ویلي چې له لوېدیځو هېوادونو په ګډون د نړۍ له ټولو دولتونو سره د مثبتو سیاسي او اقتصادي اړیکو غوښتونکی دی، خو په دې شرط چې هغوی د افغانستان په کورنیو چارو او اسلامي نظام کې لاسوهنه ونه کړي.
افغانستان د دې پر ځای چې د کوم نړیوال قدرت د موخو وسیله وګرځي، هڅه کوي د سیمې د سوداګرۍ او اقتصاد لپاره پر یوه مهم ترانزیټي مرکز (Transit Hub) بدل شي. د منځنۍ او جنوبي اسیا د نښلولو لپاره د انرژۍ او ترانسپورتي پروژو پراختیا د همدې لیدلوري ښکاره بېلګه ده. سره له دې چې د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره رغوونکې، متوازنه او د سولې پر محور راڅرخي، د پاکستان پوځي او حاکم نظام په دې وروستیو کې هڅه کوي نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول امریکا ته د افغانستان په اړه د یوه مصنوعي ګواښ انځور (Threat Perception) وړاندې کړي.
پاکستاني پوځ دا تبلیغات کوي چې له روسیې سره د افغانستان دفاعي اړیکې ښايي په سیمه کې د نوي امنیتي بحران لامل شي. که موضوع په منطقي او واقعبینانه توګه وارزول شي، نو دا دریځ د پاکستان د پوځي نظام یوه ستره او جدي ډیپلوماتیکه تېروتنه بلل کېدای شي؛ ځکه اصلي موخه یې دا ده چې نړیوال پام د خپلو سیاسي، اقتصادي او امنیتي ناکامیو څخه واړوي.
د پاکستان واکمنې کړۍ له ډېر وخت راهیسې د «افغان کارت» په کارولو سره له لوېدیځو هېوادونو مالي او سیاسي امتیازات ترلاسه کړي دي، او اوس هم هڅه کوي د همدې زړې تګلارې له لارې امریکا ته خپله امنیتي اړتیا او اهمیت ثابت کړي. دا سیاست نه یوازې له اخلاقي پلوه کمزوری دی، بلکې د سیمې د دوامدارې سولې او ثبات له ګټو سره هم په ټکر کې دی.
د پاکستاني تبلیغاتو برعکس، حقیقت دا دی چې یو پیاوړی، باثباته او له دفاعي پلوه پر ځان بسیا افغانستان د ټولې سیمې د امنیت او آرامۍ ضامن دی. له روسیې، چین او نورو سیمهییزو قدرتونو سره د کابل امنیتي او دفاعي تعامل د کوم هېواد پر ضد د تهاجم لپاره نه، بلکې د افغانستان د خاورې د ساتنې او د بهرنیو لاسوهنو د مخنیوي لپاره دی.
اسلامي امارت څو ځله نړۍ ته ډاډ ورکړی او عملاً یې ثابته کړې چې افغان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد د فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
له همدې امله، د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان مشروع دفاعي اقداماتو ته د شک په سترګه کتل او هغوی د ګواښ په توګه معرفي کول، په حقیقت کې د سیمې امنیت له نوو خطرونو سره مخامخ کول دي. د افغانستان د اسلامي امارت بهرنۍ تګلاره پر واقعبینۍ، ملي ګټو او تر هر څه وړاندې د اسلامي شریعت پر ټینګو اصولو ولاړه ده.
نړیواله ټولنه باید افغانستان د نورو هېوادونو او یا د ځانګړو پوځي روایتونو له عینکو نه، بلکې د کابل له رسمي دریځ او مشرتابه سره د مستقیم او صادقانه تعامل له لارې وپېژني.
همداراز نړیوال قدرتونه باید درک کړي چې د پاکستان د پوځ له لوري خپرېدونکي شکونه او تبلیغات تر ډېره د هغه د مالي او سیاسي ګټو انعکاس دی، په داسې حال کې چې د اسلامي امارت اساسي موخه د افغان ولس هوساینه، اقتصادي پرمختګ او د سیمې ګډه سوله ده. هر هغه هېواد چې د متقابل احترام او نهمداخلې پر بنسټ افغانستان ته د دوستۍ لاس وغځوي، کابل به تل د یوه باوري، اصولي او ژمن شریک په توګه ومومي.
