په دې وروستیو کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د امنیتي او دفاعي همکاریو یو تړون لاسلیک شوی دی. دا تړون د دواړو لورو له خوا د امنیتي او تخنیکي همکاریو د پراختیا په توګه یاد شوی دی. د افغانستان اسلامي امارت په وینا، دغه تړون د افغانستان د امنیتي اړتیاوو لپاره دی او د کوم بل هېواد پر ضد نه دی تنظیم شوی.
اسلامي شریعت مسلمانانو ته دا لارښوونه کوي چې له نورو ملتونو او دولتونو سره د عدل، حکمت او متوازنو اړیکو سیاست غوره کړي. د همدې اصل له مخې، اسلامي امارت خپل بهرنی سیاست د متوازن تعامل، متقابل احترام او ملي ګټو پر بنسټ پرمخ وړي. افغانستان نه د کوم نړیوال بلاک برخه ده او نه غواړي د نورو هېوادونو پر ضد د رقابت په میدان بدل شي؛ بلکې له روسیې، چین، د اسلامي نړۍ له هېوادونو او د نړۍ له نورو دولتونو سره د متقابلو ګټو او درناوي پر اساس اړیکې غواړي.
د اسلامي امارت دریځ دا دی چې افغانستان له هر هغه هېواد سره د اقتصادي، سیاسي، امنیتي او سوداګریزو همکاریو لپاره چمتو دی چې د افغانستان خپلواکۍ، اسلامي ارزښتونو او ملي حاکمیت ته درناوی ولري. دا هغه تګلاره ده چې د اسلامي سیاست له اصولو سره هم سمون لري او د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره هم ګټوره ده.
هغه تبلیغات چې هڅه کوي د افغانستان او نورو هېوادونو ترمنځ مشروع اړیکې د ګواښ یا خطر په توګه معرفي کړي، د سیمې د واقعیتونو له درک څخه لرې دي. افغانستان د جګړو او سیالیو پر ځای د متوازنو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمهییز ثبات غوښتونکی دی.
نن د اسلامي امارت بهرنی سیاست د دې اصل استازیتوب کوي: «له ټولو سره تعامل؛ خو د شریعت په چوکاټ کې، له ټولو سره اړیکې؛ خو د افغانستان د عزت، استقلال او اسلامي ارزښتونو په ساتلو سره.»
همدا متوازن او مستقل سیاست کولای شي افغانستان د سیمهییزو همکاریو، اقتصادي اتصال او دوامدار ثبات پر لور رهبري کړي.
